ديپلوماسي

په پاکستان کې میشت افغان کډوال د طالبانو د ملاتړ د خندا وړ ادعا پورې خندا کوي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

د پاکستان د روغتیا کارکوونکی د جون په ۱۹ مه په لاهور کې د پوليو د واکسین کمپاین په دوران کې افغان کډوالو ماشومانو ته د پوليو واکسین څاڅکي ورکوي. [عارف علي/ای اېف پي]

د پاکستان د روغتیا کارکوونکی د جون په ۱۹ مه په لاهور کې د پوليو د واکسین کمپاین په دوران کې افغان کډوالو ماشومانو ته د پوليو واکسین څاڅکي ورکوي. [عارف علي/ای اېف پي]

پېښور -- په پاکستان کې میشت افغان کډوال د افغان طالبانو پورې خندا کوي کوم چې دا ادعا کوي چې دوی د روغتیايي او تعليمي سهولتونو د برابرولو لپاره د دوی له خوا د پاکستاني چارواکو سره معاهدې کړي دي.

پاکستاني چارواکو د پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۳ مه) په اسلام اباد کې د افغان طالبانو د یوې ډلې تود هرکلی وکړ.

د دغه وزارت لخوا خپور شوي ويډيو وښودله چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د استخباراتو مشر لفټننټ جنرل فیض حمید له خنداګانو او روغبړ سره د ملا عبدل غني برادر، چې د طالبانو ګډ بنسټ ایښودونکی دی او اته کاله یې د پاکستان په جيل کې تیر کړي ول، هرکلی وکړو.

د افغان طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په پښتو ژبه کې ټویټ وکړو، "د اسلامي امارت پلاوي نن په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو له وزیر او نورو لوړپوړو چارواکو سره تفصيلي غونډې وکړې. دواړو هیوادونو د دوه اړخیزو اړیکو، سیاسي او سولې په مسلو خبرې وکړې."

په پېښور کې یو افغان کډوال سبزي خرڅوي. ډیر افغان کډوال وايي چې د طالبانو وروستي بيانونه "ټوکې" دي. [اشفاق یوسفزۍ]

په پېښور کې یو افغان کډوال سبزي خرڅوي. ډیر افغان کډوال وايي چې د طالبانو وروستي بيانونه "ټوکې" دي. [اشفاق یوسفزۍ]

د طالبانو لخوا خپور شوی تصوير ښیي چې د دوی پلاوي د اکتوبر په ۳ مه په اسلام اباد کې د لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدل کوي. [فایل]

د طالبانو لخوا خپور شوی تصوير ښیي چې د دوی پلاوي د اکتوبر په ۳ مه په اسلام اباد کې د لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدل کوي. [فایل]

هغه په پاکستان کې افغانانو ته په اشاره کولو سره وويل، "سربیره پردې، د اسلامي امارت پلاوي د روغتیا، تعلیم، افغان سوداګرو ته د ویزو او سهولتونو ورکولو غوښتنه کړې ده. په ځواب کې شاه محمود قریشي د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه."

افغان کډوالو د دغه ټویټ سخته غندنه وکړه او ويې ويل چې وسله وال طالبان باید حقایق بيان کړي او د د تش په نامه او سیاسي بیانونو ورکولو نه ډډه وکړي.

نور وحيد، چې په پېښور کې بورډ بازار ته نږدې په ميرويز هايي سکول کې د لسم جماعت زده کونکی دی، وویل، "دا د حیرانتیا خبره ده چې د طالبانو د ویاند سهیل شاهین یو ټویټ وګورو چې هغه پکې وویل چې هغه د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي څخه غوښتې دي چې دلته میشتو افغان کډوالو ته د ښه روغتیا او زده کړې سهولتونه چمتو کړي."

هغه وویل، وسله وال طالبان په پاکستان او افغانستان دواړو کې د تعليم پر ضد فعالیتونو لپاره بدنام دي. هغه زياته کړه چې د افغان طالبانو پلاوي له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو لپاره د تعليمي سهولتونو د ښه کولو په اړه خبرې يوه "مسخره" ده.

محمد جاويد، ۱۷ کلن، چې يو افغان دی او په پېښور کې په اسلامیه کالج يونيورسټۍ کې یو زده کونکی دی، وویل، "موږ د طالب وسله والو اصلي شکل پیژنو، چې په افغانستان کې په بمي او ځانمرګي بریدونو کې بې ګناه خلک وژني او ژوبل کوي." "دوی سکولونه او روغتیایي تاسیساتو ته زیان رسوي، نو څنګه موږ دا ډول بیانونه جدي وګڼو؟"

هغه وویل، خلک د هغه کسانو لپاره هيڅ درناوی نه لري کوم چې په افغانستان کې په ترهګرۍ کې ښکيل دي، چې په زرګونو خلک یې مجبوره کړي چې پاکستان او نورو هیوادونو ته کډه وکړي او د بې وسۍ په حالت کې ژوند وکړي.

جاوید وویل، "څنګه پاکستان کولی شي چې د طالبانو غوښتنه ومني، په داسې حال کې چې دوی د افغان حکومت برخه نه دي؟ یوازې یو منتخب حکومت کولی شي چې دا ډول ادعا وکړي."

نور ولي، چې يو افغان دی او په خېبر میډیکل کالج کې يې داخله ترلاسه کړې ده، وویل، وسله والو طالبانو بې شمیره روغتیايي مرکزونه ویجاړ کړي او خلک یې د روغتیايي خدمتونو نه محرومه کړې دي.

هغه د شاهین د ټویټ په اړه وویل، دا ډول شعارونه افغانان نه شي دهوکه کولې.

هغه وویل، "وسله وال طالبان هڅه کوي چې د دې ډول بیانونو له لارې د خپلو هیوادوالو ملاتړ ترلاسه کړي، خو دوی ته به داسې هیڅ څوک په لاس ور نه شي." "زياتره افغانان پوهیږي چې څنګه طالب جنګیالیو روغتونونه او سکولونه ویجاړ کړي دي."

د پرمختګ په لور دښمني

په پېښور کې میشت امنیتي او سیاسي کارپوه خادم حسین د پوليو واکسین پر وړاندې د طالبانو کمپاین ته په اشارې سره وویل چې دا د پرمختګ په لور د وسله والو د دښمنۍ یوه بیلګه ده.

هغه وویل، "طالبان په افغانستان کې د پوليو پرضد کمپاین ترسره کوي، چې ماشومان یې د معذورۍ سره مخامخ کړي دي." "هغوی په تعليم باندې هم بندیز لګولی او خلک نه شي کولی چې خپل ماشومان سکولونو ته واستوي."

هغه وویل چې دا ډول سیاسي بيانونه احتمال نه لري چې د افغانانو په زړونو کې د طالبانو لپاره نرم ځای رامنځته کړي.

سربیره پردې، د پاکستان لخوا افغان کډوالو ته د روغتیا، تعلیم او تجارت موجوده سهولتونه په کابل کې د قانوني حکومت د هڅو له امله دي. طالبان په دې کې هیڅ رول نه لري.

په پېښور کې یو افغان ډاکټر احمد ظهيري وویل، روغتیا او تعلیم هیڅکله د طالب وسله والو لومړیتوبونه نه دي، ځکه چې دوی یوازې غواړي چې د تروریستي عملونو له لارې خلک ویروي.

کله چې د روغتیایي خدمتونو د نشتوالي خبره کیږي، نو ښځې ترټولو زياتې ځپل کيږي.

ظهيري وویل، "زموږ ښځې د ښځینه روغتیا پر کارکونکو د طالبانو د بندیز له کبله پاکستان ته د وړو بيمارو د علاج لپاره راځي."

په پېښور کې یو افغان ښوونکي رییس شاه وویل، طالبان باید د خپلو اعمالو لپاره بې ځايه ستاينه ترلاسه نه کړي، ځکه چې خلک پوهیږي چې وسله والو د خلکو لپاره هیڅ ښه کار نه دی کړی.

"طالبان باید د ترهګرۍ مخه ونیسي او د ښځو او ماشومانو احترام وکړي." "دوی باید د هغه څه لپاره د الله نه بخښنه وغواړي چې د افغانستان د خلکو سره کوي، پرځای د دې چې غلط بیانونه ورکړي."

ګلا جان، ۴۴ کلن، چې د پېښور په تهکال سیمه کې د سبزيو پلورونکی دی، وویل، د طالبانو ادعاګاني دروغ دي.

هغه وویل، "د سهیل شاهین بيانونه له خلکو سره یوه ټوکه ده چې پوهیږي چې طالبان د دوی په هیواد کې په ترهګرۍ کې په بشپړه توګه ښکيل دي."

جان وویل، "که چیرې طالبان خپل کورنی تاوتریخوالی پریږدي، نو موږ به خپل هيواد ته لاړ شو، چیرې چې به موږ کار کوو او زموږ ماشومان به تعلیم ترلاسه کړي."

هغه وویل، "موږ هیله لرو چې وسله وال طالبان به ... ترهګري پريږدي چې د یو سوکاله افغانستان لپاره لاره هواره کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا ټول درواغ دي، حتی نن ورځ ځینې افغان کډوال د زده کړې نه محرومه دي ځکه چې يونيورسټۍ دوی ته د پاسپورټ او ویزې نه بغير داخله نه ورکوي ... او زه له دوی څخه يو کس یم.

ځواب