ديپلوماسي

د پاکستاني چارواکو سره د طالب مشرانو د لیدو پر مهال خنداګانې او روغبړ

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د يوې ویډیو سکرین شاټ ښیي چې د طالبانو د وفد غړی ملا امیر خان متقي د اکتوبر په ۳ مه د پاکستان په اسلام آباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ته یوه ډالۍ ورکوي. [فايل]

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د يوې ویډیو سکرین شاټ ښیي چې د طالبانو د وفد غړی ملا امیر خان متقي د اکتوبر په ۳ مه د پاکستان په اسلام آباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ته یوه ډالۍ ورکوي. [فايل]

اسلام آباد -- پاکستاني چارواکو د پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۳ مه) اسلام آباد ته د رارسیدو په وخت د لوړ پوړو افغان طالبانو د یوې ډلې تود هرکلی وکړ، چیرې چې د بهرنیو چارو وزیر د افغان سولې خبرې د بیا پیلولو غوښتنه وکړه.

د دغه وزارت لخوا خپور شوي ويډيو وښودله چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د استخباراتو مشر لفټننټ جنرل فیض حمید له خنداګانو او روغبړ سره د ملا عبدل غني برادر، چې د طالبانو ګډ بنسټ ایښودونکی دی او اته کاله یې د پاکستان په جيل کې تیر کړي ول، هرکلی وکړو.

پاکستان یوازې په هغه دریو هیوادونو کې وو چې د طالبانو رژیم یې په رسمي ډول منلی وو، او د هغې د استخباراتو د ادارې (آی ايس آی) په مشر، چې حمید یې مشري کوي، په پراخه کچه شک کيږي -- په ځانګړي توګه د افغان حکومت لخوا -- چې په افغانستان کې يې د خونړي بغاوت ملاتړ کړی وو.

اسلام آباد دغه تورونه ردوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویډیو یو سکرین شاټ ښیي چې د طالبانو نايب مشر ملا عبدل غني برادر د اکتوبر په ۳ مه د پاکستان په اسلام آباد کې د پاکستان د استخباراتو (آی ايس آی) مشر لفټننټ جنرل فیض حمید سره روغبړ کوي. [فايل]

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویډیو یو سکرین شاټ ښیي چې د طالبانو نايب مشر ملا عبدل غني برادر د اکتوبر په ۳ مه د پاکستان په اسلام آباد کې د پاکستان د استخباراتو (آی ايس آی) مشر لفټننټ جنرل فیض حمید سره روغبړ کوي. [فايل]

د طالبانو لخوا پوسټ شوی تصوير د دوی وفد ښیي چې د اکتوبر په مياشت کې په اسلام اباد کې د لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدل کتل کوي. [فایل]

د طالبانو لخوا پوسټ شوی تصوير د دوی وفد ښیي چې د اکتوبر په مياشت کې په اسلام اباد کې د لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدل کتل کوي. [فایل]

پاکستان په تیر کال کې په قطر کې د طالبانو او واشنګټن ترمنځ په خبرو اترو کې مرسته کړې ده.

د سپتمبر په لومړۍ هفته کې د سولې د خبرو اترو د وروستي شیبو په دوران کې، په کابل کې د طالبانو په بمي چاودنو کې ګڼ شمير خلک ووژل شو، چې د متحده ایالاتو حکومت يې مجبوره کړو او د سپتمبر د ۸ مې پلان شوي غونډه يې منسوخ کړه.

طالبان، يوه کمزوري ډله

پراخه تاوتریخوالی هغه ښکاره تاکتیک په ګوته کړی چې د طالب مشرانو لخوا کارول شوی دی: دا ډله په دوامداره توګه د افغان ملکي وګړي وژني چې په افغان حکومت او نړیوالو متحدینو باندې د خبرو اترو په دوران کې فشار راولي.

که څه هم، د طالبانو تاکتیک بالاخره ناکامه شو، ځکه چې د طالبانو مشرانو له هغه وخت راهيسې ځان په يو کمزوري حالت کې وموندلو کله چې تقريباََ د يو کال د سولې خبرې اترې منسوخ کړی شوې.

دا کمزوري ډله له هغه وخت راهیسې د خپلو بهرنیو ملاتړ کونکو، په لومړي ځل د روس او بيا د ايران، د مرستې ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي.

ایران ته د طالبانو له سفر وروسته، افغان وګړو په افغانستان کې د ایران د رژیم د ګټو د ساتلو لپاره د دې ډلې ژمنې وغندلې، په داسې حال کې چې طالبان د افغانستان د املاکو پروژو په ويجاړولو کې بوخت دي.

د هغه افغان طالب مشرانو په وینا چې د خبرو کولو پریکړه یې کړې ده، دغه کړکیچ په طالبانو کې مخ په زياتيدو تقسیم او بې اطميناني په ګوته کړې ځکه چې د دې ډلې په ليډرشپ باندې د جګړو زیاتوالی او د دې سیاسي لور په دغه ډله کې ويش رامنځته کوي کوم چې له مخکې نه ټوټې ټوټې شوی سازمان دی.

قریشي په یوې اعلامیې کې ویلي دي، "اوس په پاکستان کې، اسلام آباد غواړي چې په افغانستان کې د دوامدارې، تلپاتې سولې او ثبات لپاره لاره اسانه کړي."

هغه وويل، "جګړه د هيڅ يوې ستونزې حل نه دی. په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره خبرې اترې یوازینی او مثبت حل دی."

کابل شک لري

البته، د افغانستان حکومت د طالب مشرانو او پاکستاني چارواکو تر منځ د تود هرکلي په اړه شک لري.

د صدر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د اکتوبر په ۳ مه په کابل کې په یو نيوز کانفرنس کې وویل، د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو خپله د سولې پروسه تلپاتې سوله راوستی شي.

صديقي وويل، "تر هغه پورې به په افغانستان کې سوله يا ثبات را نه شي تر څو چې د طالبانو په څير د ترهګريزو ډلو د ټريننګ لپاره مرکزونه، هغوی ته وسلې او ټريننګ ورکول د پاکستان په خاوره کې فعال وي."

هغه زیاته کړه، "افغانستان غوښتنه کوي چې پاکستان د ترهګرو او طالبانو خوندي پټنځایونه له منځه ویسي او د افغانستان په سوله او سیمه ییز امنیت کې مثبت رول ولوبوي." "هغه حالات چې تل د سولې لپاره پرې ټينګار شوی دی، هغه د افغان خلکو په وړاندې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي او بريدونو بندول دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 9

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ستاسو نظرونه له تعصب نه ډک دي

ځواب

پاکستان د افغان طالبانو د امن په خبرو کې ستر رول لوبولی شي، او افغان حکومت باید په پاکستان باندې دا الزام ونه لګوي چې د طالبانو ملاتړ کوي، ځکه چې پاکستان پخپله د ترهګرۍ قرباني دی او دا حالت د پس منظر یا تاریخ په اړه د خبرو کولو نه دی. راځئ چې یوازې دا اميد ولرو چې یوه ورځ به امن راشي.

ځواب

دا بې شکه ترټولو غوره ټکي دي؛ الله دې امن راولي. آمین

ځواب

بکواس

ځواب

دا مقاله د حقایقو خلاف ده او د دروغو پر اساس ده او داسې ښکاري چې د مقالې لیکوال په افغانستان کې بیخي سوله نه غواړي.

ځواب

امن هیڅکله په یو بل باندې د الزام لګولو سره نه راځي، خو یقیناً دا د یو بل په درناوي سره راځي، له یوې خوا افغان حکومت امن غواړي او له بلې خوا دوی هغه کسان تورنوي چې د امن په ساتلو کې لوی رول لرلی شي، ځکه چې پاکستان په نړۍ کې خپل لوی ارزښت لري او په ځانګړي توګه د افغانستان لپاره، ځکه چې ډیر افغانان خپل ژوند په پاکستان کې تیروي یا یې تير کړی دی او دوی د پاکستان د نظرونو قدر کوي او ورسره مینه لري، او د روغې جوړې لپاره د پاکستان ستاينه کوي.

ځواب

دا د دروغو یوه مجموعه ده، دا مقاله د حقایقو پر وړاندې د راپور ورکولو ستر مثال دی.

ځواب

دا د تصور نه بهر خبره ده، متحده ایالات او پاکستان په داخلي توګه زياته هڅه کوي، راځئ چې وګورو چې څوک به وګټي.

ځواب

آيا تاسو دا منافقت ونه ليدلو چې طالبان چین، روس او ایران ته لاړو، او د یو ملیون نه ډیر خلک د امریکې د بمباريو له کبله مړه شول. دا افغان حکومت ګوډاګی دی او هیڅ ارزښت نه لري. دا زهر لرونکي ټکي ستاسو افکار څرګندوي کوم چې هیڅ ارزښت نه لري.

ځواب