دین

د ترهګرۍ نه د مدرسو د لرې ساتلو لپاره د حکومت هڅې ستاینه ترلاسه کوي

د ضياء الرحمان لخوا

د اپریل په میاشت کې د مدرسې زده کونکي په جامعه مخذو العلوم کراچۍ کې په کلني امتحان کې برخه اخلي. د اګست په ۲۹ مه، حکومت د نوي مقرراتو لپاره د مدرسې له ادارو سره تړون لاسلیک کړ. [ضیاء الرحمان]

د اپریل په میاشت کې د مدرسې زده کونکي په جامعه مخذو العلوم کراچۍ کې په کلني امتحان کې برخه اخلي. د اګست په ۲۹ مه، حکومت د نوي مقرراتو لپاره د مدرسې له ادارو سره تړون لاسلیک کړ. [ضیاء الرحمان]

کراچۍ -- د مدرسو د کنټرولولو او د افراطي نظريې د خپرولو د مخنيوي لپاره د پاکستان حکومت او اتحاد تنظيمات مدارس پاکستان (آی ټي ايم پي) ترمنځ د تړون لاسليک کول په ټول هیواد کې د چارواکو نه ستاینه ترلاسه کوي.

حکومت د اګست په ۲۹ مه د آی ټي ايم پي سره تړون لاسلیک کړو. آی ټي ايم پي هغه يوه اداره ده چې په هیواد کې د پنځو مکتبه فکر مدرسو استازیتوب کوي.

د تعلیم او مسلکي ټريننګ وفاقي وزیر شفقت محمود او د آی ټي ايم پي مشرانو تړون لاسلیک کړ چې دیني مدرسې تر خپل کنټرول لاندې راولي، دیني تعليم نوی کړي، د هغوی په نصاب کې عصري مضامین شامل کړي او د دوی بودیجې شفافې کړي.

د پاکستان پرله پسې حکومتونو -- ملکي او پوځي -- په تیرو وختونو کې د مدرسو د کنټرولولو لپاره هڅې کړي، خو دا هڅې ناکامې شوې، زياتره د اسلامي ډلو د فشار له امله چې اصلاحات غندي او دا د اسلام پر ضد د مغرب سازش ګڼي.

د اګست په میاشت کې د کراچۍ په يوې سيمه کې نیم پوځي رینجرز ګشت کوي. په ټول هیواد کې د مبارزې په دوران کې د وسله والو ډلو د کمزوري کولو نه وروسته، حکومت د مدرسو د نظارت موسسې سره د دیني مدرسو د کنټرولو لپاره تړون لاسلیک کړی دی. [ضیاء الرحمان]

د اګست په میاشت کې د کراچۍ په يوې سيمه کې نیم پوځي رینجرز ګشت کوي. په ټول هیواد کې د مبارزې په دوران کې د وسله والو ډلو د کمزوري کولو نه وروسته، حکومت د مدرسو د نظارت موسسې سره د دیني مدرسو د کنټرولو لپاره تړون لاسلیک کړی دی. [ضیاء الرحمان]

پاکستان څه د ۳۰،۰۰۰ نه زيات ديني سکولونه او يا مدرسې لري. په دې مدرسو کې په کورسونو کې د ۳ ملیونو نه زيات زده کونکي داخل شوي چې په دې کورسونو کې د قرآن کریم حفظ کول، په عربي ادبیاتو او اسلامي فقه کې تخصص ترلاسه کول شامل دي.

'یوه ستره لاسته راوړنه'

د مدرسو رجسټريشن او کنټرولول د ملي عمل پلان (نيپ) له ۲۰ اهدافو څخه دي. نيپ د ترهګرۍ ضد حکومت يوه پاليسي ده چې په جنوري ۲۰۱۵ کال کې وروسته له هغې پلي شوه کله چې طالب وسله والو په پیښور کې د ۱۵۰ نه زيات د سکول ماشومان ووژل.

صوبايي حکومتونو د ډیرو مدرسو جیو ټیګنګ (د ځای او سايز معلومات راټولول) بشپړ کړي چې د قانون پلي کونکو ادارو سره مرسته وکړي چې د څارنې موخو لپاره د هغوی دقیق ځای ولري.

محمود وویل، د آی ټي ايم پي مشرانو سره له څو غونډو وروسته، د مدرسو د کنټرولولو او د مذهبي نه زغم د خپرولو د مخنيوي په اړه موافقه وشوه.

محمود وويل، "دا د اوسني حکومت یوه لویه لاسته راوړنه ده."

شنونکو هم د حکومت هڅې وستایلې.

په اسلام آباد کې د خپلواکې مشاورتي ډلې، د مذهبي چارو لپاره د نړیوالې څیړنې شورا (آی آر سي آر ای)، مشر محمد اسرار مدني وویل، "حکومت او د مدرسې سازمانونو دواړو د مدرسو د کنټرولولو لپاره د یوې تګلارې په جوړولو کې خپل جديتوب وښودو."

دا ځل حکومت په فرقه يي بنيادونو باندې د مدرسو ثبت کولو نه ډډه وکړه او پرځای یې یوه مساوي پالیسي جوړه کړه چې په راتلونکي کې به د فرقه ايز اختلافاتو په کمولو کې مرسته وکړي.

د مدرسې مشران هم د حکومت د هڅو نه خوشحاله دي.

د وفاق المدارس العربيه، چې د پنځو مدرسو په بورډونو کې يو بورډ دی، وياند مولانا ابراهم سکرګاهي وويل، "دا زموږ د اوږدې مودې راهيسې غوښتنه وه چې مسؤوليت بايد د تعليم وزارت ته ورکړل شي."

هغه وویل، مخکې به، څو وزارتونو او حکومتي ادارو -- لکه هغه چې سوداګري، داخلي او دیني چارې اداره کوي -- د مدرسو څارنه کوله.

مالي تمویل شفاف کول

د دې تړون له مخې، په هېواد کې ټولې فعالې مدرسې باید د تعليم د وزارت سره ځان ثبت کړي. که یو مدرسه انکار وکړي، نو حکومت به یې وتړي او دا به بينک اکاونټ له پرانستلو نه منع کړي. دغه وزارت به په ټول هیواد کې مرکزونه پرانيزي چې د مدرسو سره مرسته وکړي چې له حکومت سره ځان ثبت کړي.

پاکستان په وروستیو کلونو کې د پیسو مینځلو او ترهګرۍ تمویل پر وړاندې خپلې هڅې ګړندۍ کړي دي او د نه رجسټر شويو مدرسو په سلګونو بنيک اکاونټونه يې منجمد کړي دي.

د پاکستان د سټیټ بينک د یو سينير چارواکي په وینا چې له پروسې سره بلد دی، د نيپ د پلي کولو وروسته، د پاکستان سټيټ بينک، چې د هیواد مرکزي بينک دی، د مدرسو د تمویل سرچینې تعقیبول پيل کړل. هغه د نوم نه ښودلو غوښتنه وکړه ځکه چې هغه له رسنیو سره د خبرو کولو اجازه نه لرله.

هغه وويل، مرکزي بينک د هغه مدرسو بينک اکاونټونه معطل کړل کومو چې د تمویل سرچینې د ښکاره کولو او یا د حکومت لخوا د معرفي شوي نوي میکانیزم لاندې ځان رجسټر کولو نه انکار کړی وو.

هغه زیاته کړه، بينکونو ته هم لارښوونه شوې چې د مدرسو لپاره نوي اکاونټونه نه پرانيزي تر څو چې دوی له حکومت سره رجسټر شوي نه وي.

د دسمبر راهیسې، بينکونه او نور مالي ادارې چې په پاکستان کې فعالیت کوي د بایومیټریک له لارې د اکاونټ لرونکو د شناخت تصديق کول پيل کړل.

نوی نصاب

مدرسو هم موافقه کړې چې د تړون له مخې به په خپل نصاب کې عصري مضامین شامل کړي.

ارشد یوسفزۍ، چې په کراچۍ کې ژورنالیست دی او د تعليم په اړه راپور ورکوي، وویل، "مدرسې د لیبرل مضامینو لکه ټولنیز ساینس او عمومي تاریخ نه ښوولو له کبله تر سخت انتقاد لاندې وې."

یوسفزۍ وویل، "دا په هغه زده کونکو باندې اثر کوي، کوم چې په مدرسو کې زده کړې کوي. دا به دوی محافظه کاره، نه زغمونکي او د ګډ ژوند کولو مخالف جوړ کړي."

وفاقي وزیر محمود وويل، د مدرسې زده کونکي به اوس په اتم، لسم او دولسم ټولګیو کې د ډګرۍ په امتحانونو کې برخه واخلي، لکه څنګه چې د نورو سکولونو زده کونکي کوي، او سندونه به ترلاسه کړي.

د تړون له مخې، حکومت ویلي چې دا به د هغه بهرنیو زده کونکو سره د ويزو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي کوم چې غواړي چې په پاکستاني مدرسو کې زده کړې وکړي. دوی ته به اجازه ورکړل شي چې تر نهو کلونو پورې په هیواد کې زده کړې وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا ماشومان باید ډاکټران، انجینیران، ښوونکي، مستريان، ساینسدانان او نور ډیر څه جوړ شي پر ځای د دې چې یوازې مولوي شي او یوازې په درخواستونو دندې ولټوي....

ځواب