امنیت

اروپايي مشران وايي چې ایران د سعودي د تیلو په تاسیساتو باندې برید کړی دی

اې اېف پي او پاکستان فارورډ

د سعودي عرب د بقیق د تیلو د پروسس کولو په پلانټ کې ویجاړ شوي تاسيسات د سپتمبر په ۲۰مه په دې انځور کې ښودل شوي دي. [فایض نورلډاین/ای اېف پي]

د سعودي عرب د بقیق د تیلو د پروسس کولو په پلانټ کې ویجاړ شوي تاسيسات د سپتمبر په ۲۰مه په دې انځور کې ښودل شوي دي. [فایض نورلډاین/ای اېف پي]

د فرانس، جرمني او انګلستان مشرانو د دوشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۲۳مه) موافقه وکړه چې د ایران رژیم په دې مياشت کې په سعودي عرب کې د تیلو په تاسيساتو باندې برید ترسره کړو "او په تهران یې غږ وکړ چې د زيات اشتعال په اړه خبرې اترې غوره کړي."

د فرانس صدر ایمانویل میکرون، د جرمني چانسلرې انګیلا ميرکل او د انګلستان وزیر اعظم بورس جانسن په بقیق او خریص کې په تاسیساتو کې د چاودنو په اړه د متحده ایالاتو د پايلو ملاتړ وکړو.

دوی د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډو کې له غونډې وروسته د فرانس له خوا په یوې خپره شوې ګډه اعلامیه کې وویل، "دا زموږ لپاره روښانه ده چې ایران د دې برید مسؤلیت په غاړه لري. نور هیڅ وضاحت شتون نه لري."

دریواړو هیوادونو وویل، خو حل سفارت کاري ده.

د ایران پوځي افسران په اپریل کې د 'وروستي پوځي لاسته راوړنو' په اړه د بحث لپاره غونډې کوي. [ډيفاپريس]

د ایران پوځي افسران په اپریل کې د 'وروستي پوځي لاسته راوړنو' په اړه د بحث لپاره غونډې کوي. [ډيفاپريس]

هغوی وویل، "موږ پر ایران غږ کوو چې دې ډول خبرو اترو ته ژمن پاتې شي او له هر ډول اشتعال او جارحیت نه ډډه وکړي."

هغوی زياته کړه، "دا بريدونه دا هم څرګندوي چې په سيمه کې د کړکيچ د کمولو، له ټولو اړخونو سره د دوامداره سفارتي هڅو او ښکیلتیا لپاره ضرورت شتون لري."

د خلیج په سیمه کې تاوتریخوالي په دوامداره توګه د یو لړ جدي پیښو وروسته زياتيږي، چې په دې کې هغه يوه پيښه شامله ده کله چې د ایران رژیم د اسلامي انقلابي ګارد قول وسله والې برید کښتۍ، چې د ايران سره يې تړاو لرلو، د جولای په میاشت کې د برتانيې د يو ټينکر د نیولو هڅه وکړه.

يو څو ورځې وروسته، د متحده ایالاتو بحري ځواکونو د ايران يوه بې پیلوټه الوتکه هغه مهال تباه کړه کله چې دې د هرموز تنګي په سر کې د امریکې سمندري کښتۍ ته ګواښ وکړ.

پراخه زیان

سعودي عرب د سپتمبر په ۲۰مه په خریص ښار کې د دولت د تیلو لوی شرکت ارامکو په تاسیساتو او په بقیق کې د نړۍ د تیلو د پروسس کولو ترټولو لوی مرکز باندې د بريدونو له کبله رامنځته شوې پراخه زيان ښکاره کړو.

په يمن کې د تهران په ملاتړ حوڅي ياغيانو د سپتمبر په ۱۴مه د بریدونو، چې د سعودي عرب د تیلو تولید نیمه برخه يې ختم کړې وه، ادعا وکړه، په داسې حال کې چې واشنګټن تهران ته اشاره کړې ده، او دغه بریدونه يې "د جنګ د عمل" په توګه غندلي دي.

د ارامکو چارواکو وویل، په بقیق ۱۸ ځله بريد وشو، په داسې حال کې چې په خریص باندې تقريباََ څلور ځله برید ترسره شو، چې په نتيجه کې یې ډيرې چاودنې او د اور لمبې رامنځته شوې. اور مړ کولو په ګهنټو وخت واخيستو.

ارامکو په لسګونو نړیوال خبریالان دغه دواړو ځايونو ته بوتلل چې وښیې چې دا په چټکۍ سره د دې په جوړولو باندې کار کوي، او هغوی ته يې د نړۍ د تیلو لوی تولیدونکي مهم مرکز ته لاسرسي برابر کړه.

نور بندیزونه

د متحده ایالاتو حکومت وویل، متحده ایالاتو له مخکې نه په تهران باندې سخت بنديزونه لګولي دي، چې په دې کې د دې په مرکزي بينک باندې بنديزونه شامل دي، خو د سپتمبر په ۲۰مه نوي بندیزونه د "ترهګرۍ" د اضافي دلیل لپاره لګول شوي دي. د ایران مرکزي بينک هغه دوو ډلو ته "ملیاردونه ډالره" چمتو کړي چې د متحده ایالاتو لخوا په تور لسټ کې شامل شوي دي.

د متحده ایالاتو د خزانې وزیر سټیون منوچین وویل، "د خزانې اقدام د تمویل یو مهم میکانیزم په نښه کوي چې د ایران رژیم يې د قدس ځواک، حزب الله او نورو وسله والو په ګډون د هغې خپلې تروریستي شبکې د ملاتړ لپاره کاروي چې ترهګري خپروي او سیمه بې ثباته کوي."

قدس ځواک د آی آر جي سي لپاره نړیوال عملیات ترسره کوي، په داسې حال کې چې حزب الله، چې شیعه وسله واله ډله ده او په لبنان کې سیاسي پارټي ده، د ایران نږدې سیمه ایز ملګري دي.

د سپتمبر په ۱۰مه، متحده ایالاتو د خپلو چارواکو او ادارو واکونه پراخه کړل چې د ترهګريزو ډلو هغه مشران او کسان او سازمانونه په نښه کړي کوم چې په ټوله نړۍ کې د دوی مالي ملاتړ کوي.

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت د يوې اعلامیه له مخې، نوی لاسلیک شوی اجرایوي امر "د متحده ایالاتو حکومت ته اجازه ورکوي چې د تروریستي ډلو مشران یا چارواکي او کسان په اغیزمنه توګه په نښه کړي کوم چې په تروريستي ټريننګ کې برخه اخلي."

متحده ایالاتو د آی آر جي سي ډلې لخوا په نړۍ کې د لسیزو دښمنانه اعمالو وروسته د اپریل په میاشت کې دغه ډله یو ترهګریز سازمان وګرځولو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښه! دا حقیقت دی. هرڅوک پوهیږي چې حوثي ملیشه په سیمه کې خپل پرمختللي توغندي تکنالوژي ترلاسه کولی نه شي. ایران د ويجاړوونکو بندیزونو نه وروسته مايوسه شوی دی، هغه هیڅ اختیار نه لري چې خپله غصه او شکایتونه د خپل ستر دښمن سعودي عرب په وړاندې څرګند کړي. د داسې بې حسه عمل ترسره کولو سره، د ایران رژیم بندیزونو ته بلنه ورکړې ده.

ځواب

مغرب او امريکايان مسلمان هيوادونه يو يو تباه کوي اوس دوی د تباهۍ لپاره د ايران انتخاب کوي.

ځواب