امنیت

د افغان طالبانو مشران د مخ پر زیاتیدونکي داخلي جګړو په اړه خبرې کوي

د عبدل غني کاکړ لخوا

په دې يو تصوير کې، چې د اپريل په مياشت کې د وسله والې ډلې لخوا خپور شوی وو، د افغان طالبانو يو غړی ښودل شوی دی. په دې وروستيو مياشتو کې د جنګيالي ډلو ترمنځ جدي اختلافات رامنځته شوي دي. [فايل]

په دې يو تصوير کې، چې د اپريل په مياشت کې د وسله والې ډلې لخوا خپور شوی وو، د افغان طالبانو يو غړی ښودل شوی دی. په دې وروستيو مياشتو کې د جنګيالي ډلو ترمنځ جدي اختلافات رامنځته شوي دي. [فايل]

کويټه .. د هغه افغان طالبان مشرانو له مخې کومو چې د دې بيانونو د ورکولو فيصله کړې ده، د افغان طالبانو ترمنځ مخ په زياتيدونکي اختلافات او بې اطميناني په پراخه کچه ښکاره کيږي، په داسې حال کې چې د ډلې د ليډرشپ او د دې د سياسي لور په اړه زياتيدونکي شخړه په هغه موسسه کې دننه اختلافات رامنځته کوي کوم چې له مخکې نه تقسيم شوې ده.

په طالبانو کې داخلي کړکيچ وروسته له هغې رامنځته شو کله چې د طالبانو د باني مشر ملا محمد عمر مرګ د هغه د مرګ نه دوه کاله وروسته په جولای ۲۰۱۵ کال کې ښکاره کړی شو. له هغه وخت راهیسې دغه کړکیچ لا نور هم زیات شوی.

د اسلامي امارت عالي شورا، چې د طالبانو يوه ډله ده او ملا محمد رسول يې مشري کوي، د طالبانو د غټې ډلې د کويټه شورا نه جدا شوه او د یو مستقلې موسسې په توګه يې ځان ښکاره کړو چې د ملا اخترمحمد منصور، چې په ۲۰۱۶ کال کې وژل شوی وو او د اوسني مشر ملا هيبت الله اخونزاده نه مخکې مشر وو، د مشرۍ په وړاندې احتجاج وکړي.

دا ویش د مخ پر زياتيدونکي تاوتريخوالي او د ډلې د غړو تر منځ د اختلاف لوی لامل دی.

د افغان طالبانو غړي د اګست په مياشت کې د اختر په دوران کې د يوې غونډې لپاره يو ځای کيږي. د افغان طالبانو مشرانو او عام غړو ترمنځ بې اطميناني په دې وروستيو مياشتو کې زياته شوې ده. [فايل]

د افغان طالبانو غړي د اګست په مياشت کې د اختر په دوران کې د يوې غونډې لپاره يو ځای کيږي. د افغان طالبانو مشرانو او عام غړو ترمنځ بې اطميناني په دې وروستيو مياشتو کې زياته شوې ده. [فايل]

د طالبانو لوړ پوړي مشران په دې تصوير کې ښودل شوي چې د جولای په ۲۶مه د قطر نه انډونيشيا ته سفر کوي.

د طالبانو لوړ پوړي مشران په دې تصوير کې ښودل شوي چې د جولای په ۲۶مه د قطر نه انډونيشيا ته سفر کوي.

مخ پر زياتيدونکې داخلي تاوتریخوالی

دطالبانو ترمنځ تاوتریخوالی په دې وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان د پولې دواړو خواو ته زيات شوی دی.

د اګست په ۱۶مه، د عالي شورا غړو کويټې ته څېرمه په کوچلاک کې په يو جومات باندې برید وکړو، چې د اخونزاده د ورور حافظ احمد الله په ګډون څلور کسان په کې ووژل شول.

د اګست په ۱۷مه د وژلو په يوې بله پيښه کې، وسله والو ملا محمد اعظم اخوند، چې د طالبانو یو بل مهم مشر او د اخونزاده نږدې ملګری وو، د کوچلاک په قاسم کلي کې ووژلو.

سرچینو زیاته کړه چې وسله والو د اګست په ۱۸مه هم په بلوچستان کې د چاغي ضلعې په ګردي ځنګل سیمه کې د طالبانو په یوې مدرسه برید وکړو، چې د طالبانو کمانډر ملا میرا جان په کې ووژل شو او درې نور په کې ټپیان شول.

په افغانستان کې، د اګست په ۶ مه په هرات صوبه کې د هیبت الله او رسول د پلویانو ترمنځ نښتې رامنځته شوې، چې ۳۴ جنګیالي په کې ووژل شول او ۱۳ نور په کې ټپیان شول.

د ځایی چارواکو په وینا، په هرات کې د دريو کالو نه زيات وړاندې د داخلي نښتو له پیل راهیسې د دواړو خواوو د ۶۰۰ نه زيات غړي وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.

په سلګونو طالب جنګیالي وروسته له هغې ځايي چارواکو ته تسليميږي کله چې دوی د افغان ځواکونو له مخ په زياتيدو فشار سره مخامخ شول او په دې پوهه شول چې د طالبانو جګړه جهاد نه دی.

طالب مشران د دوی د پلویانو لخوا د لوی غبرګون سره مخ دي ځکه چې د دوی د پټو تجارتونو او د ځان د شتمنوونکو سکيمونو په هکله زيات راپورونه راپورته کيږي، په داسې حال کې چې د دې ډلې عام غړي له فقر، ناروغۍ او مرګ سره مخ دي.

د دې وضعیت له کبله حتی ګڼ شمير ناراضه طالب جنګیالي، چې تسلیمیدو ته چمتو نه دي، د داعش سره یو ځای شوي. داعش هغه ډله ده چې په پراخه کچه د طالبانو غړي وژني او په ټول افغانستان او پاکستان کې د دې ډلې ځايونه په خپل کنټرول کې اخلي.

طالب مشران خبرې کوي

په کندهار کې میشت د طالبانو یو سينير مشر د نوم نه ښودلو په شرط پاکستان فارورډ ته وویل، "د افغان طالبانو يوه ډله، چې د پخواني مشر ملا محمد عمر کورنۍ يې مشري کوي، له اوسني ليډرشپ سره سخت اختلافات لري."

هغه وویل، "دې سیالې طالب ډلې د طالبانو د تحريک د مشرۍ لپاره د ملا هیبت الله اخونزاده د ټاکلو سره هم مخالفت وکړو."

د دې طالب مشر په وینا، اصلي ستونزه دا ده چې د هیبت الله په مشرۍ ډله د بهرني لوبغاړو په کنټرول کې ده چې "ټول تحريک یې کنټرول" کړی دی.

هغه وویل، "اوس مهال د حزب الله ډلې ځینې طالب مشران هڅه کوي چې د بهرني خواهشاتو لپاره د طالبانو غورځنګ وکاروي."

"زموږ په اسلامي غورځنګ کې دا عناصرد بهرني عناصرو سوچ ته وده ورکوي، کوم چې غواړي چې د خپلو ستراتیژیکو پلانونو لپاره طالبان وکاروي."

هغه وویل، "د طالبانو ډله، چې له پاکستان، ایران او روس سره نږدې اړیکې لري، زموږ له منشور څخه سرغړونه کوي."

د طالبانو مشر وویل، "دوی غواړي چې د سولې په وروستیو خبرو کې د خپلو بهرنیو ملاتړو اجنډا پرمخ بوزي، خو موږ به هیڅکله داسې ونه کړو." "موږ په خپل غورځنګ کې هغه عناصر په نښه کوو چې د افغانستان ملت غولوي."

مولوي نجم الدین، چې اوس مهال د بلوچستان په نوشکي کې میشت دی او د افغان طالبانو پخوانې مشر دی، تایید کړه چې طالبان په داخلي شخړو کې اخته دي.

هغه وويل، "د طالبانو ځینې مهم مشران هم د مرکزي شورا د پریکړو مخالفت کوي، چې د دوی په وینا، دا شورا د غورځنګ لپاره په ستراتیژیکي پریکړو کې د تعصب نه کار اخلي."

هغه وویل، د سيد طيب آغآ، چې د طالبانو د قطر دفتر د سیاسي چارو مشر دی، استعفا هم د دې داخلي اختلافاتو نتيجه وه.

نجم الدین وویل، "د ملا اختر منصور له مرګ راهیسې، د ملا محمد رسول په مشرۍ د طالبانو سیالې ډلې موازي شورا لري."

د مشرۍ د شخړو او د طالب سیالانو غړو د وژلو له امله راپورته شوي اختلاف د افغان طالبانو ځینې غړي وهڅول چې د داعش وسله والو ځواکونو سره یوځای شي کله چې دوی په افغانستان کې د یو پیاوړي مرکز د ترلاسه کولو هڅه کوله.

نجم الدین وویل، "د طالبانو څو مهم سیالان اوس د داعش برخه دي او دوی د افغانستان په کونړ او نورو صوبو کې طالبانو ته سخت وخت ورکوي."

د افغانستان غير يقيني راتلونکی

په اسلام آباد کې میشت د سیمه ایزو چارو سينير شنونکي راشد احمد وویل، د طالبانو د مشرۍ په اړه د بنسټيزو اختلافونو سربیره، د دې ډلې د ويش يو بل لوی عنصر د دې فعاليتونه دي.

هغه وويل، دا اختلافات دغه ډله کمزورې کوي او د افغانستان لپاره دا ګرانوي چې پرمختګ وکړي.

احمد وویل، "افغانستان له یو غير يقيني سیاسي او امنیتي حالت سره مخ دی، له همدې امله، سیمه ایز چارواکي د افغانستان په خاوره کې د خپلو اهدافو په ترلاسه کولو کې له خنډونو سره مخ دي."

هغه وویل، "د طالبانو په تحریک کې داخلي اختلافات د طالبانو ستراتیژیکي ګټو ته لوی زیان رسوي او د دوی ستر ليډرشپ د زیاتیدونکي اختلافاتو له امله ډير اندیښمن دی."

هغه وویل، "په تیرو څو کلونو کې، موږ د افغان طالبانو په داخلي پالیسۍ کې زيات بدلون ليدلی دی، او دا څرګنده ده چې د طالبانو دننه ځینې ډلې د سولې خبرو په اړه مختلف نظرونه لري."

هغه زیاته کړه، "یو باثباته او سوله ایز افغانستان کولی شي چې د سیمې په امنیت کې کلیدي رول ولوبوي."

"په اسلام اباد کې میشت د امنیتي چارو شنونکي طلعت شبیر وویل، "په افغانستان کې د طالبانو ترمنځ داخلي شخړې د سولې په خبرو اترو کې خنډ دی، او سیمه ایز ځواکونه له طالبانو سره په افغانستان د نفوذ لپاره کار کولو ته دوام ورکوي."

شبیر وویل: "د افغان طالبانو [ډلو] تر منځ مخ په زیاتیدونکې شخړې د پراخې جګړې سبب ګرځيدلي دي او په تیرو څو کلونو کې د طالبانو ډیر مهم مشرانو په دې سیالۍ کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی."

هغه وویل، "د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د خپلو ګټو د ترلاسه کولو لپاره طالبانو ته د یوې وسیلې په توګه ګوري، له همدې امله دوی په طالبانو کې د خپلو ډلو ملاتړ کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 10

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

تقریباََ هره مقاله د دروغو او منافقت پر اساس ده.

ځواب

د افغانستان حکومت خو دا دی له پاکستان سره په نا اعلان شوې جګړه ښکېل دی او د افغانستان ولسمشر دا خبره په صراحت کړې ده. پاکستان که په تورخم ورانی کوي، که د کرښې په اوږدو کې کوي، د افغانستان د حکومت همدومره وسه ورسره کېږي، جګړه ده، هر سړی خپله وسه کوي. سبا لږ تر لږه دا ویلای شي چې پاکستان څه کړي دي، د جګړې پر مهال یې کړي دي او د افغانستان نظام د خپلو نړیوالو ملاتړو او کورني بغاوت له امله په خلاص لاس عمل نه دی کړی، خو خبره دا ده چې د اویا سلنه خاورې واکمن خو ټالب ځان ګڼي. د ټالب لخوا چې هره ورځ زموږ پر سرحدي ځواک برید کېږي، پر پاکستان کومه لفظي حمله شوې ده؟ دا څنګه اسلامي امارت دی چې د خپلې خاورې په اړه اعتراض لا نشي کولای. دا اسلام به دومره کمزوری و؟ دا چې وایي څلوېښت ملکونه مو مات کړي نو دا ملاهیبت دې یوه پاکستان ته بیا ولې داسې تابعدار سپی دی؟ hazratwali afghan

ځواب

زه د دې مقالې ډيره ستاینه کوم. زما په اند نړۍ باید د طالبانو پروړاندې ګډه فلسفه جوړه کړي کوم چې ځان د افغانانو د قصاباتو په توګه ثابتوي. دا خلک د اسلام اصلي شکل ته زيان رسوي. که طالبان واقعي د افغانستان خيال ساتي نو دوی د روس او نورو اروپایی هیوادونو سره د افغانستان د راتلونکي په اړه د خبرو اترو کولو پر ځای باید د کورنیو شخړو لپاره له افغان حکومت سره خبرې وکړي. افغانان په خپل هیواد کې سوله او هم آهنګي غواړي او دا به هیڅکله په طالبانو کې رامنځته نه شي.د یو افغان په توګه، زه فکر کوم چې دې مقالې په سمه توګه د طالبانو وحشتناک مخ ښکاره کړی دی. د ننګرهار نه حمدالله محیب

ځواب

کله چې یوه جنګي ډله د جنګ په ډګر کې شکست وخوري او د چیریکي جنګ توان له لاسه ورکړي نو دوی بیا موبلایز جنګ ته مخه کړي ! په ولسوالیو او ښارونو جبهې حملات شروع کړي! په ښاونو کې چاودني او ځانمرګي شروع کړي تر سو په اوولس کې د وحشت په خپرولو خپل حضور ثابت کړي ! له ملکي استوګنځینو سره پراته دولتي تاسیسات په نښه کوي ! له کلیو بانډو د سپر په توګه استفاده کوي! بې سرحده اداري خپل هدف ګرځوي ! ملکیان په عمومي لارو کې سهرايې محکمه کوي ! او ................. کندوز ، بغلان ، فراه ...

ځواب

اوس حقیقت پټ نه دی چې طالبان په ډلو کې تقسيم شوي دي او بنيادي لامل یې شخصي ګټې او زياته سرمايه کاري ترلاسه کول دي، په سرحدي سیمو کې د خیرات په بدل کې زیاتې پیسې ترلاسه کول او په قاچاق شوي مالونو باندې مالیه ترلاسه کول د شخړې اصلي لاملونه دي ځکه چې هرڅوک د هغه څه ملکیت لري چې د دوی په لاس کې راځي، اوس د طالبانو قوماندانان هڅه کوي چې په ګټورو پوستونو کې ځای پر ځای شي. د اختلافاتو او ډلو یو لامل ملي او قومي تعصب دی. اخونزاده ته نږدې کسان اکثر په ګټورو پوستونو کې ځای پر ځای کیږي. د دوی د ژوند طرزالعمل ته په کتلو سره، دا حقیقت په اسانۍ سره رابرسیره کیږي چې د دوی واکمن مشران سولې ته چمتو نه دي ځکه چې د پاکستان په ځینو ښارونو او نورو هیوادونو کې د دوی استعمار په لیدو سره دا قابل غور نه ښکاري چې دا د ځینې جنګ ځپلي هیواد مشران دي یا دوی د خپل هیواد یا خلکو لپاره څه تکلیف لري ځکه چې موږ اکثر د ځینو مشرانو په اړه خبرونه اورو چې په سلګونو زره پيسو سره د دریم واده جشن کوي یا ځینې قوماندان په لسګونو ملیونونو پيسو سره بنګلې اخلي.

ځواب

په افغانستان کې ځینې خلک فکر کوي چې د دوی د داخلي شخړو په اړه د دوی خاموشي به سوله راولي. زه فکر کوم چې دا به هیڅکله د سولې په هڅو کې د دوی له فعال ګډون پرته واقع نه شي. صدر محمد اشرف غني او نور ټول مشران باید د خپلې خاورې سره د اخلاص څرګندول يقيني کړي. د صادق افغان لخوا

ځواب

طالبان د اسلام دښمنان دي، راځئ چې دوی ټول په نښه کړو!

ځواب

داسې ښکاري چې داعش به په راتولونکي کې افغانستان په خپل لاس کې واخلي ځکه چې داخلي شخړې د طالبانو ځواک او نفوذ ماتوي. اختر زمان زابل

ځواب

دې راپور تایید کړه چې افغانانو په افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره کار پیل کړی دی. طالبان د اسلامي نظریاتي جګړې ادعا کوي، که دا ریښتیا وي نو ولې دوی بې ګناه افغانان وژني؟؟ د طالبانو په بریدونو کې اصلي قربانیان هر ځای ملکي وګړي وي نو اوس زموږ د افغانانو لپاره وخت دی چې زموږ خلک متحد شي او زموږ په خاوره کې د طالبانو له پدیدې سره مبارزه وکړي. راځئ چې د غازي امان الله خان، ډاکټر نجیب الله خان او زموږ د ستر ملت نورو مشرانو داستانونو سره ژوند وکړو.

ځواب

زه موافقه لرم، طالبان بايد دغه عناصرو ته اجازه ور نه کړي چې د بهرنيانو لپاره کار کوي۔ زه د دې خبرې سره موافقه کوم چې په افغانستان کې وسله واله شخړه زمونږ د افغانانو موخې ته زيان رسوي. ډير مننه پاکستان فارورډ د داسې حقيقي تجزيې لپاره. تل دې وي آباد افغانستان. اسد افغان

ځواب