ديپلوماسي

خان له افغانستان سره په تورخم پوله باندې د تل لپاره د خلاصې لارې پرانسته کوي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

د ۲۰۱۷ کال د اپريل په ۱۴ مه د پاکستان او افغانستان پولې ته نژدې ډک پاکستاني ټرکونه د تورخم سره نږدې ليدل کيږي. ډیر پرسونلو او د تل لپاره د پولې خلاصیدلو دواړو خواو ته تګ راتګ ګړندی کړی دی. [عبدل مجید/ای اېف پي]

د ۲۰۱۷ کال د اپريل په ۱۴ مه د پاکستان او افغانستان پولې ته نژدې ډک پاکستاني ټرکونه د تورخم سره نږدې ليدل کيږي. ډیر پرسونلو او د تل لپاره د پولې خلاصیدلو دواړو خواو ته تګ راتګ ګړندی کړی دی. [عبدل مجید/ای اېف پي]

پېښور -- وزير اعظم عمران خان د چهارشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۱۸ مه) د تورخم د افغانستان او پاکستان تر منځپه تورخم پوله باندې د تل لپاره د لارې د خلاصيدو پرانسته وکړه.

خان د خېبر ضلعې پولې ته څېرمه په مراسمو کې وویل، د دې لارې پرانستل به "د خلکو ژوند بدل کړي."

هغه وویل چې په افغانستان کې د سولې هڅې د سیمې د سوکالۍ لپاره لاره هواروي. هغه هیله څرګنده کړه چې په ورځ کې د ۲۴ ګهنټو لپاره د دې ټرمینل پرانستل به د سیمې د اقتصادي پرمختګ لپاره مهم وي.

هغه وویل، د پرمختللو تاسیساتو لرلو سره به سوداګري نوره هم زياته شي او دا به سوله او کارونه رامنځته کړي.

وزیر اعظم عمران خان د سپتمبر په ۱۸ مه په تورخم کې د تورخم مربوط ټرانزيټ سوداګرۍ د مديريت سیسټم په افتتاحي مراسمو کې ګډون وکړ. [پي ټي آی]

وزیر اعظم عمران خان د سپتمبر په ۱۸ مه په تورخم کې د تورخم مربوط ټرانزيټ سوداګرۍ د مديريت سیسټم په افتتاحي مراسمو کې ګډون وکړ. [پي ټي آی]

وزیراعظم په تورخم کې د پاکستان او افغانستان دوستۍ هسپتال هم پرانسته وکړه. هغه افغان ناروغان به په دې هسپتال کې پاملرنه ترلاسه کړي کوم چې د دې لارې پاکستان ته راځي.

چارواکو د سپتمبر په ۴ مه په تجرباتي بنيادونو دغه لاره په ورځ کې د ۲۴ ګهنټو لپاره خلاصه کړه. کارکونکي د ۱۶ ملياردو روپو (۱۰۱ مليونه امريکايي ډالره) په لګښت د مربوط مدیریت سیسټم نصبوي او ټاکل شوي ده چې دا به په ۲۰۲۲ کې بشپړ شي.

د کسټمز د ارزونې کليکټر احسان علي شاه وويل، "په ازمایشي توګه د پولې پرانستلو راهیسې، د دواړو هیوادونو تر منځ تجارت نږدې ٪۱۰۰ زيات شوی دی، چې د پاکستان او افغانستان خلکو او سوداګرو ته ګټه ورکوي."

هغه وويل، د دې موخه سوداګرۍ ته وده او د قانوني وارداتو او صادراتو لپاره لاره هوارول وو.

شاه وویل، په تیره هفته کې، سوداګري د ۸۰۰،۰۰۰ امريکايي ډالرو پورې زياته شوې وه. د دې بدلون راهیسې، د سوداګرۍ حجم په ورځ کې د ۸۰،۰۰۰ نه تر ۱۶۰،۰۰۰ ډالرو پورې زيات شوی دی.

هغه وويل، "اوس مهال، په اوسط ډول د سامانونو نه ډک ۲،۰۰۰ ټرکونه د دې پولې نه تیریږي، په داسې حال کې چې مخکې به په شپه او ورځ کې ۸۰۰ ټرکونه د دې پولې نه تيريدل."

د انتظار وخت کم شوې

شاه وویل، د عوایدو او کسټمز وفاقي بورډ اضافي کارمندان ګمارلي څو دا يقيني کړي چې په چټکۍ سره د افرادو او توکو تلاشي او لټون ترسره کړي. هغه زیاته کړه چې په تیرو وختونو کې په سلګونو ټرکونو به دواړو خواو ته د کليرنس لپاره انتظار کولو.

هغه وویل، د پرسونلو په زیاتوالي سره، دا ستونزې ختم شوي او د انتظار وخت د ورځو پرځای ګهنټو ته راټیټ شوی دی.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې صدر فیض محمد فیضي وویل، "د دولت لخوا نیول شوی اقدام به سوکالي راولي ځکه چې دا به زياته سوداګري او د سوداګرۍ فرصتونه رامنځته کړي. موږ د ځایی صنعت لپاره مارکیټونو ته اړتیا لرو، او افغانستان ترټولو مناسب هیواد دی."

فیض وویل، دوه اړخیزه تجارت د دواړو ګاونډي هیوادونو وګړو ته ګټه رسوي. په تیرو وختونو کې، د پاکستان کاروبارونو نه شو کولی چې د افغان مارکيټ نه يې ګټه پورته کړی وای.

هغه وویل، په تیرو دوو کلونو کې، له افغانستان سره کلنۍ سوداګري له ۲.۵ میلیارده ډالرو نه یو ملیارده ډالرو ته راټیټه شوې وه، چې د دواړو خواو اوسیدونکي یې متاثره کړي ول.

فيضي وويل، "موږ له اسلام آباد او کابل څخه غوښتنه کوو چې اقتصادي اړيکې نورې هم پياوړې کړي او د سوداګرۍ اړوند قانون کې نرمي راولي چې له دې نوښت څخه پوره ګټه ترلاسه کړي."

سمیر رسا، چې د درې کسيزه پلاوي د غړي په توګه يې د افغانستان استازيتوب وکړو او د دې لارې پرانستل يې وليدل، وويل، تورخم په ډیر سوله ایز وخت کې د کابل او اسلام آباد تر منځ ترټولو بوخت بندر وو او د ټرانسپورټ او بار وړلو لپاره د يو لوی ځای په توګه کار کوي.

هغه وویل، "موږ پاکستان ته ډير زيات درناوی ورکوو ځکه چې دا د افغانستان لپاره د سوداګرۍ یو مهم ملګری و."

رسا، چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند هم دی، وویل، "موږ غواړو چې ښه اړيکې ولرو چي د خپلو سوداګرو لپاره سهولتونه زيات کړو."

د افغانستان د صنایعو او کانونو د خونو ډپټي ډايريکټر سخي احمد پیمان هیله څرګنده کړه چې د پولې خلاصیدل به په راتلونکې کې د پاکستان له لارې پاکستان یا نورو هیوادونو ته د افغاني توکو صادرات اسان شي.

افغانستان په وچه کې راګیر هیواد دی چې د نورو هیوادونو سره د سوداګرۍ پیلولو لپاره د پاکستان ملاتړ ته اړتیا لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500