تروريزم

امریکا د ترهګريزو ډلو او د هغوی مالي ملاتړ کونکو د نښه کولو لپاره خپلو چارواکو او ادارو ته زيات واک ورکوي

پاکستان فارورډ

د جبرالټر ساحل نه لرې د اګست په ۱۸مه د ایران يوه جهنډا د تيلو په ټينکر اډرین دریا ۱، چې مخکې د ګريس ۱ په نامه ياديدو، باندې رپيږي. دا ټينکر د سپتمبر په ۶ مه د سوريې ساحل نه لرې وليدل شو، چې په ښکاره توګه د نړیوالو بندیزونو څخه سرغړونه ده. [جوني بوګيجا/ ای اېف پي]

د جبرالټر ساحل نه لرې د اګست په ۱۸مه د ایران يوه جهنډا د تيلو په ټينکر اډرین دریا ۱، چې مخکې د ګريس ۱ په نامه ياديدو، باندې رپيږي. دا ټينکر د سپتمبر په ۶ مه د سوريې ساحل نه لرې وليدل شو، چې په ښکاره توګه د نړیوالو بندیزونو څخه سرغړونه ده. [جوني بوګيجا/ ای اېف پي]

واشنګټن، ډي سي -- متحده ایالاتو د خپلو چارواکو او ادارو واک پراخه کړې چې د ترهګريزو ډلو مشران او هغه کسان او سازمانونه په نښه کړي چې په ټوله نړۍ کې د دوی مالي ملاتړ کوي.

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت د هغې يوې اعلاميې له مخې، چې د سه شنبې په ورځ (د سپتمبر په ۱۰مه) خپره شوې ده، نوې لاسلیک شوی اجرایوي امر "د متحده ایالاتو حکومت ته اجازه ورکوي چې په اغیزمنه توګه د تروریستي ډلو مشران یا چارواکي او هغه کسان په نښه کړي کوم چې د ترهګرۍ په ټريننګ کې برخه اخلي."

په دغه اعلامیه کې راغلي، "دا د بهرنیو مالي موسسو په وړاندې ثانوي بندیزونه هم چمتو کوي چې په ښکاره توګه يې د هغه کس لپاره د پام وړ مالي راکړه ورکړه ترسره کړې ده او يا يې په هغې کې مرسته کړې ده" کوم چې د ټاکل شويو ترهګرو په لسټ کې شامل دي.

په دغه بیان کې راغلي، "د دې نوي واک موخه دا ده چې ټولو بهرنیو مالي ادارو ته خبردارې ورکړي چې ترهګرو او د هغوی مالي ملاتړ کونکو ته وړتیا ورکول چې په نړیوال مالي سیسټم باندې تکیه وکړي او دهغوی په ناوړه فعالیتونه کې مرسته وکړي، به پایلې ولري."

د ایران د تیلو ټينکر اډریان دریا ۱ د سپتمبر په ۶ مه په سټلایټ تصوير کې د سوریې بندر طرطوس بندر ته نږدې لیدل شوی دی. [ډیجیټل ګلوب]

د ایران د تیلو ټينکر اډریان دریا ۱ د سپتمبر په ۶ مه په سټلایټ تصوير کې د سوریې بندر طرطوس بندر ته نږدې لیدل شوی دی. [ډیجیټل ګلوب]

د آی آر جي سي غړي په ایران کې د هغه ملګرو د ډله ییزې جنازې په مراسمو کې ګډون کوي کوم چې د سوریې په کورنۍ جګړه کې وژل شوي وو. [د ایران د دفاع وزارت]

د آی آر جي سي غړي په ایران کې د هغه ملګرو د ډله ییزې جنازې په مراسمو کې ګډون کوي کوم چې د سوریې په کورنۍ جګړه کې وژل شوي وو. [د ایران د دفاع وزارت]

د دې پراخه شوي واکونو سربیره، د متحده ایالاتو د خزانې وزارت هغه ۱۵ مشران، کسان او سازمانونه د ترهګرۍ په لسټ کې شامل کړل کومو چي د ترهګريزو ډلو سره تړاو لرلو. په دغه ډلو کې د فلسطین ډله حماس، داعش، القاعده او د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو قولقدس ځواک (آی آر جي سي - کيو اېف) شامل دي.

په اعلامیه کې راغلي چې د دې اقداماتو او د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لخوا د ترسره شوي اقداماتو له کبله په تیرو ۱۵ کلونو کې تر ټولو زيات ترهګر او د هغوی ملاتړ کونکي د ترهګرۍ په لسټ کې شامل کړې شول.

د ایران د پټرولیم لیږدولو شبکه په نښه شوې ده

دا نوي واکونه په داسې حال کې رامنځته شول چې متحده ایالات د ایراني رژیم پرضد اقدامات کوي او د پټرولو د ليږدولو په يو لوی نيټ ورک باندې بندیزونه لګوي چې د ايران د اسلامي انقلاب ساتونکو قول قدس ځواک يې پرمخ بوځي او د دې سره مالي ملاتړ کوي.

د خزانې وزارت د سپتمبر په ۴مه په یو بل بیان کې وویل، آی آر جي سي-کيو اېف د تیر کال په اوږدو کې د ایراني ګټو او د ترهګريزو ډلو او غیرقانوني فعالینو سره د مرستې لپاره د "سلګونو ملیونو ډالرو یا ډیر" ارزښت لرونکي تیل د دې نيټ ورک له لارې منتقل کړي دي.

متحده ایالاتو د اپریل په میاشت کې آی آر جي سي په نړۍ کې د لسیزو ناوړه اعمالو وروسته یو ترهګریز سازمان وګرځولو.

د متحده ایالاتو د خزانې وزیر سټیون منوشن وویل، ایران د سیمې او نړۍ د بې ثباته کولو لپاره په دوامداره توګه پاروونکي اقدامات کوي. "د دې پراخېدونکې پټرولیم شبکې پر وړاندې د خزانې اقدام دا په ډاګه کوي چې هغه څوک چې ایراني تیل اخلي په مستقیمه توګه د ايران د وسله والې او ترهګريزې څانګې آی آر جي سي قدس ځواک سره مرسته کوي."

د سپتمبر په ۴مه د يو بيان له مخې، د آی آر جي سي لوړ پوړي چارواکو د اوږدې مودې راهيسې د ایراني تیلو د صادراتو څارنه کړې ده، او اکثر یې د دې اصلي سرچینه پټه کړې او د سوریې رژیم او يا په منځني ختیځ کې ايجنټانو او يا نورو هيوادونو ته لیږلي دي.

د آی آر جي سي- کيواېف کمانډر قاسم سلیماني د آی آر جي سي- کيو اېف همکار رستم قاسمي څارنه کوي، کوم چې نه يوازې د اشخاصو د يوې ډلې، د تيلو ليږدولو او تیلو شرکتونو څارنه کوي بلکې د هغه جهازونو هم څارنه کوي چې د ایران خام،‌ تقطیر شوي او د ګازو تېل خرڅانه ته وړاندې کوي.

قاسمي د دې شبکې د چلولو لپاره د آی آر جي سي-کيو اېف په باوري چارواکو او همکارانو تکیه کوي. د هغه زوی، مرتضی قاسمي، د شبکې د تیلو په معاهدې کولو کې مرسته کړې ده.

علي قاصر، چې د لبنان وګړی دی او د آی آر جي سي-کيو اېف غړی دی، هم د دې منظم آی آر جي سي-کيو اېف شبکې لپاره د يو مهم غړي په توګه دنده ترسره کوي. د دې شبکې د مالي چارو لپاره د هغه په مسؤلیتونو کې د توکو لپاره د خرڅولو نرخونو په اړه خبرې اترې کول او د بحري جهازونو د پيسو په اړه حساب کتاب کول شامل دي.

ایراني کښتۍ له نړیوالو بندیزونو څخه سرغړونه کوي

سټلایټ انځورنه چې تیره هفته خپاره شوي وو د سوریې طرطوس ښار ته نژدې د ایران د تیلو ټينکر ښیې -- چې دا په دواړو هیوادونو باندې د لګول شوي بندیزونو سرغړونه ده -- او د متحده ایالاتو له خوا د ترهګرۍ ضد پراخ شوي مهم بندیزونه له پامه غورځوي.

د دې لوی ټينکر کيسه د جولای په څلورمه پیل شوه، کله چې د جبرالټر امنیتي ځواکونو د برتانيې د شاهي سمندري ځواکونو په مرسته د جبرالټر له ساحل نه لرې په دې شک ودروله چې سوریې ته يې ۱.۲ ملیونه بیرله تیل ليږدول.

د متحده ایالاتو د پريکنده قانوني غوښتنې سره چې دا ټينکر په توقیف کې وساتل شي، د جبرالټر محکمې د اګست په ۱۵مه د ایران لخوا د لیکل شوي ډاډ ترلاسه کولو وروسته د هغې د خوشې کیدو امر وکړو. ايران ډاډ ورکړو چې دا به د اروپایي اتحادیې تر بندیزونو لاندې هیوادونو ته سفر نه کوي.

دغه ټينکر د اګست په ۱۸مه د خوشې کيدو وروسته په ختیځ میډیټرینین سمندر کې کوږووږ سفر پیل کړو، چې د ایران جهنډا او نوی نوم -- اډرین دریا ۱ يې لرلو. مخکې د دې نوم ګريس ۱ وو.

ایران هیڅکله د کښتۍ منزل نه وو په ګوته کړې، خو بار بار يې انکار وکړو چې دا سوریې ته نه وه روانه، په داسې حال کې چې دا د ختیځ اړخ ته روانه وه.

په عین وخت کې، د متحده ایالاتو د خزانې وزارت د تروریزم پرضد د حکم له مخې دغه کښتۍ په تور لسټ کې شامله کړه او ويې ويل چې دا "ممنوعه ملکیت" دی او "هر هغه څوک چې د اډرین دریا ۱ ملاتړ کوي، د بنديزونو د خطر سره به مخ شي."

د متحده ایالاتو د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن د جمعې په ورځ (د سپتمبر په ۶مه) د سيټلايټ انځورونو سره يو ټویټ وکړو، "هر هغه څوک چې ويې ويل چې اډرین دریا ۱ سورېې ته نه وه روانه، دروغ وایي."

هغه د سوریې صدر بشارالاسد ته په اشارې سره ټویټ وکړ، "تهران فکر کوي چې دا ډيره مهمه ده چې د خپلو خلکو سره د مرستې په پرتله د اسد ظالم رژیم سره مالي مرسته وکړي." "موږ خبرې کولی شو، خو تر هغه پورې به په ایران باندې په بنديزونو کې نرمي را نه شي تر څو چې دا دروغ او ترهګري خپرول پريږ نه دي!"

په ایران کې دولتي رسنیو د یکشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۸ مه) د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوي له قوله وویل، دا ټينکر د ميډيټيرينين په ساحل باندې ودريدو او خپل سامان یې کوز کړو. هغه د ځای په اړه څه ونه وويل.

هغه د نورو تفصيلاتو د ورکولو نه بغير وویل، اډریان دریا ۱ "خپل منزل ته رسیدلې او تیل یې پلورلي دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500