جرم او انصاف

په کراچۍ کې د فورینزېک عصري ليبارټري به د جرمونو او ترهګرۍ په تحقیقاتو ښه کولو کې مرسته وکړي

د ضياء الرحمان لخوا

يوه نوي جوړه شوي فورینزېک ليبارټري په کراچۍ کې د اګست په ۲۹مه لیدل کیدې شي. [ضیاء الرحمان]

يوه نوي جوړه شوي فورینزېک ليبارټري په کراچۍ کې د اګست په ۲۹مه لیدل کیدې شي. [ضیاء الرحمان]

کراچۍ -- تمه کيږي چې په سیند صوبه کې د ډي اين ای یوه عصري فورینزېک ليبارټري به د قانون پلي کونکو ادارو سره د ترهګرۍ او جرم په تحقیق کې مرسته وکړي.

چارواکو د اګست په ۲۸مه د ماليکيولو درملو او د درملو د تحقيق لپاره په ډاکټر پنجواني مرکز کې، چې په کراچۍ يونيورسټۍ کې يو پرمختللی څیړنیز مرکز دی، د فورینزېک ډي اين ای او سیرولوژي لبيارټرۍ پرانسته وکړه.

دا ليبارټري په ۲۰۱۸ کال کې د سیند حکومت د ۲۲۰ ميليونو روپو (۱.۴ ميليونه امريکايي ډالره) له مرستې سره جوړه شوه.

د کیمیاوي او بیوولوژیکي علومو لپاره د يونيورسټۍ نړیوال مرکز (آی سي سي بي ايس) د ليبارټرۍ د پروژې په تمویل کې برخه واخیسته.

د حقوقو فعالین د جون په میاشت کې د کراچۍ پریس کلب نه بهر د ښځو او ماشومانو په وړاندې د تاوتریخوالي خلاف احتجاج کوي. د ښځو د حقوقو فعالین وايي چې نوي فورینزېک ليبارټري به د ښځو او ماشومانو سره د جنسي تیري او بدکارۍ په څیړنه کې مرسته وکړي. [ضیاء الرحمان]

د حقوقو فعالین د جون په میاشت کې د کراچۍ پریس کلب نه بهر د ښځو او ماشومانو په وړاندې د تاوتریخوالي خلاف احتجاج کوي. د ښځو د حقوقو فعالین وايي چې نوي فورینزېک ليبارټري به د ښځو او ماشومانو سره د جنسي تیري او بدکارۍ په څیړنه کې مرسته وکړي. [ضیاء الرحمان]

نیم پوځي رینجرز د اګست په ۱۵مه په کراچۍ کې خپلې دندې ترسره کوي. [ضیاء الرحمان]

نیم پوځي رینجرز د اګست په ۱۵مه په کراچۍ کې خپلې دندې ترسره کوي. [ضیاء الرحمان]

دا فورینزېک ليبارټري به د ډیرو موخو لپاره استعمال شي، چې په دې کې د تحقیق کونکو سره مرسته کول شامل دي چې د جرم د ځای نه بیولوژیکي نمونې راټولې کړي، تجزيه يې وکړي او په چټکۍ سره کيسونه حل کړي.

د آی سي سي بي ايس ډايريکټر ډاکټر محمد اقبال چوهدري وويل، "دا عصري ليبارټري په سیند صوبه کې لومړۍ ليبارټري ده او دا وړتيا لري چې په یوه میاشت کې د ۱۰۰ کيسونو تجزيه وکړي." "په هر ډول ناسم وضعیت کې، اضافي کيسونه د نورو ملي څیړنیزو تاسیساتو ترمنځ تقسيم کیدې شي."

چوهدري په یوې مرکه کې وویل، "دا عصري ليبارټري د دې لپاره جوړه شوې چې د عصري ټکنالوژۍ په کارولو سره د تحقیقاتو او محاکمو په جریان کې د پولیسو او څارنوالۍ ادارې سره مرسته وکړي."

چوهدري زیاته کړه، "د دې ليبارټرۍ په مرسته، د پولیسو او قانون پلي کونکو ادارو لپاره دا اسانه ده چې د یو شکمن په وړاندې معتبر او احتمالي شواهد راټول کړي چې هغه ته په سزا ورکولو کې مرسته کولی شي."

دغه ليبارټري په پاکستان کې دويمه ليبارټري ده. پنجاب فورینزېک ساینس ایجنسي په ۲۰۰۹ کې جوړه شوې وه او له هغه وخت راهيسې کار کوي. په ټول هیواد کې د تحقیقاتو ټیمونو به مخکې د ډي اين اې نمونې او شواهد یوازې دغه ليبارټړۍ ته لیږل.

یوه کوچنۍ ليبارټړي په خېبر پښتونخواه کې فعالیت کوي.

په سیند صوبه کې د ډي اين اې ليبارټرۍ لپاره پلانونه په ۲۰۱۶ کال کې وروسته له هغې پيل شول کله چې د سیند لوړ پوړو مشرانو وغوښتل چې د قانون پلي کونکو افسرانو او څارنوالانو ته توان ورکړي.

له ځنډ وروسته، سترې محکمې په تیر نومبر کې د سیند حکومت ته هدایات ورکړل چې فورینزېک ليبارټري جوړه کړي.

چوهدري وویل چې "دا ليبارټري یوازې د شپږو میاشتو په موده کې وروسته له هغې جوړه شوه کله چې د صوبايي ادارې فنډونه برابر کړل."

تحقيقات ښه کول

د قانون پلي کونکو افسرانو او امنیتي شنونکو په وینا، فورینزېک ليبارټري به د ترهګرۍ او جرمونو په تحقیق کې کلیدي رول ولوبوي.

د کراچۍ د پولیسو ویاند عادل رشید وویل، د قانون پلي کونکو ادارو، په ځانګړي توګه د پولیسو لپاره، د جرمونو په ختمولو کې فورینزېک ساینس اړین دی.

رشید وویل، "د مختلفو ټسټونو لپاره د فورینزېک ليبارټرۍ نه بغير، د سیند پولیسو او قانون پلي کونکي نورو ادارو به په دودیزو تحقیقاتو باندې تکیه کوله، چې اکثر به یې کمزوري یا خرابې پایلې ورکولې." "خو اوس موږ هيله لرو چې دا به د ترهګرۍ او جرمونو د کيسونو په څیړلو کې د پولیسو له پلټونکو سره مرسته وکړي."

په کراچۍ کې میشت خبریال بابر علي اعوان وویل، په نړۍ کې څیړونکي د جرمونو د ځايونو نه راټول شوي فورینزېک شواهد کاروي چې ٪۷۵ کيسونه حل کړي.

اعوان وویل، "پخوا به د سیند پولیسو په لاهور کې د پنجاب فورینزېک ساینس ايجنسۍ نه فورینزېک ټسټونه ترلاسه کول، چې دا یو ګران او زیات وخت اخیستونکی کار وو."

د ښځو د حقونو فعالین وايي چې نوي فورینزېک ليبارټري به د ښځو او ماشومانو سره د جنسي تیري او بدکارۍ په څیړنه کې مرسته وکړي.

نزهت شيرين، چې د ښځو د وضعیت په اړه د سیند کميشن، چې د ښځو د حقونو د ساتنې لپاره یوه حکومتي اداره ده، مشره ده، وويل، "فورینزېک ليبارټري د هغه مجرمانو د پيژندلو احتمال زياتوي کوم چې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي په کيسونه کې ښکيل وي او هغوی د احتساب سره مخامخ کوي."

هغې زیاته کړه چې "دا به په راتلونکي کې د جنسي تیري په مخنیوي کې هم مرسته وکړي."

شیرین وویل، "فورینزېک شواهد به احتمالاََ په محکمه کې اهميت ولري. د جنسي تاوتریخوالي ډیر کيسونه په لومړي بيانونو او نورو شواهدو باندې تکیه کوي، چې د جرم د وضاحت کولو لپاره لاره هواروي. د ډي اين ای شواهد د مجرم په وړاندې د قوي کيس په جوړولو کې مرسته کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 4

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا ډول معلومات شریکول خورا ښه خبره ه، موږ هم لیواله یو چې په پاکستان کې د فورنزیک ساینس ټول تاریخي کېسونه وپیژنو. که ممکنه وي، نو مهرباني وکړئ موږ سره یې شریک کړئ.

ځواب

مقاله خورا ښه او د معلوماتو نه ډکه ده. دا د فورنزیک او جنايي جرمونو د زده کونکو لپاره ډیره ګټوره ده. دا یو ډیر ښه نوښت دی. دا به د قانون پلي کونکو ادارو سره هم په خپلو برخو کې مرسته وکړي.

ځواب

دا د قانون زده کونکو لپاره خورا معلوماتي مقاله ده

ځواب

ښه نوښت

ځواب