ديپلوماسي

شنونکي وايي چې طالبان د سولې د ناستې د معطل کیدو مسول دي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

د سپتمبر په ۲مه شين کلي ته نژدې د يوې لویې چاودنې نه وروسته په کابل کې د سپتمبر په ۳مه د بريد د ځای نه لوګي پورته کيږي. دا برید په هغه ګڼ شمير بريدونو کې وو چې طالبانو ترسره کړي ول، په داسې حال کې چې دوی د متحده ایالاتو سره د سولې په خبرو اترو کې بوخت ول. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د سپتمبر په ۲مه شين کلي ته نژدې د يوې لویې چاودنې نه وروسته په کابل کې د سپتمبر په ۳مه د بريد د ځای نه لوګي پورته کيږي. دا برید په هغه ګڼ شمير بريدونو کې وو چې طالبانو ترسره کړي ول، په داسې حال کې چې دوی د متحده ایالاتو سره د سولې په خبرو اترو کې بوخت ول. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

پېښور -- په پاکستان کې د امنیتي چارو شنونکي د متحده ایالاتو سره د خبرو اترو د سبوتاژ کولو پړه پر طالبانو اچوي ځکه چې دوی په اصولي توګه موافقه کړې وه چې په تاوتریخوالي کې به کمی راولي خو سره له دې يې بریدونه ترسره کړل.

ای اېف پي راپور ورکړو چې د متحده ایالاتو صدر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ (د سپتمبر په ۷مه) اعلان وکړ چې هغه واشنګټن ته نژدې په کيمپ ډیویډ کې، چې د صدر د استوګنځی دی، یوه پټه غونډه معطل کړه، چې پکې به د افغانستان له حکومت او طالبانو سره جلا خبرې شاملې وې.

ټرمپ په یو ټویټ کې وویل، "تقريباََ هيچا ته معلومه نه وه چې د طالبانو مهم مشران او په جلا توګه د افغانستان صدر به د یکشنبې په ورځ په کیمپ ډیویډ کې له ما سره په پټه لیدل وکړي."

ټرمپ په کابل کې د پنجشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۵ مه) هغې یوې چاودنې ته اشاره وکړه چې یو امريکايي سرتيری او بل د رومانيې د پوځ يو غړی په کې وژل شوې وو او ويې ويل، "له بده مرغه، د جعلي تاثير ترلاسه کولو لپاره، دوی په کابل کې د یو برید اعتراف وکړ چې زموږ په کې یو ستر عسکر او ۱۱ نور کسان وژل شوي ول."

په ټولنیزو رسنیو باندې يو خپور شوی انځور د طالبانو د هغه موټر بم زيان ښیې، کوم چې د سپتمبر په ۳مه په کابل کې چاوديدلی وو. [فایل]

په ټولنیزو رسنیو باندې يو خپور شوی انځور د طالبانو د هغه موټر بم زيان ښیې، کوم چې د سپتمبر په ۳مه په کابل کې چاوديدلی وو. [فایل]

دا چاودنه وروستۍ لویه حمله وه چې طالبانو يې ادعا کړې وه، په داسې حال کې چې دوی د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړې استازي زلمي خلیلزاد سره د متحده ایالاتو د ځواکونو ایستلو په اړه په خبرو اترو کې بوخت ول.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د یکشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۸ مه) په سي اين اين ټيلي ويژن باندې وویل چې طالبانو په اصولي توګه هوکړه کړې وه چې له افغان مشرانو سره به په مستقیمه توګه خبرې وکړي، تاوتریخوالی به کم کړي او د نورو شیانو په ګډون له القاعدې سره به اړیکې پرې کړي.

هغه وويل، "که چیرې هغوی موږ ته دا شرایط نه شي پوره کولی ... نو موږ به هیڅ ډول معاهده ونه کړو."

هغه وويل، "کله چې طالبانو په هیواد کې د ترهګریزو بریدونو سره د خبرو اترو نه د ګټې ترلاسه کولو هڅه وکړه، نو صدر ټرمپ د معاهدې نه کولو سمه پریکړه وکړه." "دا هیڅ معنی نه لري چې طالبانو ته د دې ډول ناوړه چلند لپاره انعام ورکړل شي."

د سولې لپاره هیلې ماتې شوې

په پېښور کې میشت امنیتي شنونکي بریګيډير (ريټايرډ) محمود شاه وویل، "د سپتمبر په ۷مه د متحده ایالاتو د صدر ډونالډ ټرمپ اعلان چې په کيمپ ډیویډ کې د لوړ پوړو طالب مشرانو سره غونډه معطل کړي باید هیڅ څوک حیران نه کړي ځکه چې وسله والو غوښتل چې په زور سره حکومت وکړي."

شاه وويل، پر افغان طالبانو باور نه شي کیدې ځکه چې دا د دوی عادت دی او دوی په تيرو کې هم د سولې معاهدې ماتې کړي دي. شاه په اپريل ۲۰۰۴ کال کې د پاکستاني طالبانو سره په لومړي ځل د سولې معاهدې (د شکۍ معاهده) په کولو کې مرسته کړې وه کله چې هغه په پخوانۍ فاټا کې په جنوبي وزيريستان کې د امنيت سيکريټري وو.

دغه شکۍ معاهده دوه میاشتې وروسته ماته شوه ځکه چې پاکستاني طالبانو د تاوتريخوالي پريښودو نه انکار وکړو.

شاه د تجربې په بنياد وویل، "په تیرو کې، وسله والو د سولې معاهدې ماتې کړي دي ځکه چې دوی د سولې په پرتله تاوتریخوالي ته ترجیح ورکړه. دوی د تاوتريخوالي نه قوت ترلاسه کوي."

هغه وویل چې د وسله والو طالبانو نه دا تمه لرل چې دوی به د عشرو اوږده جګړه پای ته ورسوي غلطه ده ځکه چې دوی روزل شوي چې څنګه ټوپک او بمونه استعمال کړي او سوله د دوی په ستراتیژۍ کې هیڅ ځای نه لري.

"په اسلام اباد کې میشت يو سينير امنیتي شنونکي ليفټننټ جنرل (ريټايرډ) طلعت مسعود وویل، "افغان طالبانو د سولې هيلې ماتې کړې، په داسې حال کې چې دوی د متحده ایالاتو سره خبرو اترو ته دوام ورکړو او په ورته وخت کې يې په افغانستان کې بمي بریدونه ترسره کول، چې صدر ټرمپ يې مجبوره کړو چې د خبرو اترو نه انکار وکړي."

هغه زیاته کړه، "دا ډيره زياته د مایوسۍ خبره ده چې د سولې د خبرو اترو نتيجه ګډه وډه شوې ده. موږ تمه لرله چې طالبان به ترهګري ختم کړي او د سولې لار به غوره کړي، خو دوی داسې ونه کړل."

په پېښور کې میشت د امنیت او سیاسي چارو شنونکي خادم حسین وویل، "طالبان د غیرقانوني واک ترلاسه کولو لپاره د زده کونکو، ښځو او ماشومانو د وژلو له کبله بدنام دي." "دوی دا ډول ستراتیژۍ په پخوانۍ فاټا او ملاکنډ کې او په افغانستان کې هم پلي کړي دي."

حسین وویل، "اسلامي امت باید له وسله والو طالبانو څخه غوښتنه وکړي چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او خبرې بیا پیل کړي."

په پېښور کې يو امام مولانا جلال شاه وویل، طالبانو بار بار د خپلو وعدو په ماتولو سره مسلمانان په ټوله نړۍ کې بدنام کړي دي.

هغه طالبانو ته په يو بيان کې وویل، "د مسلمانانو په توګه، تاسو باید د دښمنانو سره د خپلو وعدو پابندي وکړئ ځکه چې وعده پوره کول د اسلام بنيادي عنصر دی."

هغه وويل، البته وسله وال به د اسلام د لارښودنو خلاف د خپلو خلکو وژلو ته دوام ورکړي.

شاه، چې يو امام دی، وویل، د ټولو فرقو دیني عالمانو ځانمرګي بریدونه غندلي او د دې په وړاندې يې فتوې جاري کړي دي، خو طالبان د ملکي خلکو وژلو او ژوبل کولو ته دوام ورکوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

تاریخ روښانه دی چې له طالبانو سره هیڅ تړون هیڅکله نه دی پلي شوی ځکه چې دوی نه شي کولی تاوتریخوالی ودروي او د دې اصلي لامل د دوی ډله ییز ویش دی. د دې معنی دا ده چې د یوې ځانګړې سیمې کمانډر په خپله خوښه عمل کوي او مرکزي کمانډ په دې برخه کې لږ واک لري چې یوه ستراتیژي جاري کړي او قوماندانان له خپلو فعالیتونو نه منع کړي. د ۱۸ کالو د بغاوت په دوران کې، ۳۶۰۰ سرتیري او په سلګونه زره ځايي خلک وژل شوي دي چې زياتره په کې ښځې، ماشومان، بوډاګان او عام خلک دي. پکار ده چې دا ډول اعمال باید د جهاد پرځای د جګړې په نامه ياد کړی شي.

ځواب

په دې اړه څه نظر ورکړم. په ودونو باندې امریکایي بریدونه د خبرو اترو پر مهال مشروع دي خو د طالبانو برید په ګن شمیر پوځي کينټونو باندې د خبرو اترو پر مهال غیرقانوني دي. دا څنګه ايمانداري او اصول دي… د خبرو اترو پر مهال د ملا هیبت الله د ورور وژل مشروع دي

ځواب

امریکا د پنځلسو ورځو راهيسې د اوربند غوښتنه کوي چې په ورته وخت کې ځواکونه وباسي. خو طالبان دا نظر لري چې ترهغې پورې هغوی جهاد نه شي پريښودی ترڅو چې معاهده نه وي شوي. د خبرو اترو د معطل کيدو سره، طالبانو داسې راپورونه ترلاسه کړل چې امریکا د څه خنډ نه ‌بغير خپل سرتیري وباسي. د دې مطلب دا وو چې وروسته به د بلیک واټر له لارې قتل عام پیل شي او طالبان به د ترهګرۍ په نوم بدنام شي. طالبانو مخکې تلل پیل کړل او کندوز یې فتح کړو او د کابل په لور روان شول. څه الله واله کسان و چې شليدلي پيزار یې لرل او لوڅې پښې ګرځيدل، خو د هغوی ویره دا وه چې زلمي خلیلزاد د شپې په يوې بجې وویل چې دوی اوس هم په خپل تړون ولاړ دي او تړون د لاسلیک کولو لپاره ټرمپ ته لیږل شوی او که چيرې طالبان د هغوی د امنیت مسؤولیت په غاړه واخلي، دوی به خپل ټول سرتیري بیرته وباسي. طالبان باید اوس د دغو تکتیکونو په واسطه دهوکه نه شي، د دوی هدف په شين کلي کې د کمپ بشپړتیا رامنځته کول وو، چیرې چې بلیک واټر وسله وال موجود وو او چمتو وو چې د افغانستان سولې ته زيان ورسوي. دا برید دومره شدید وو چې په ټوله سیمه کې زلزله راغلله او ودانۍ يې راوغورځولې. د چاودنې څخه سمدلاسه وروسته، طالبان هلته ننوتل او د بلیک واټر تقريباََ دیرش کارمندان یې ووژل او نږدې یو نيم سل نور کسان یې ژوبل کړل. هیچا فکر نه لرلو چې طالبان به په اصلي امنیتي سیمه کې شتون ولري، په داسې حال کې چې دوی د کندوز له فتحې وروسته د پلخمري په کمپاین کې بوخت وو. طالبانو د بلیک واټر د انچارج تصوير هم خپور کړی چې په دې برید کې وژل شوی وو. د هغه په یونیفورم باندې د بلیک واټر نښه او د پښتو محاوره "راځئ چې ستاسو د ټوپ اندازه وکړو" چاپ شوي ول. دغه کس د شفیق الله په نوم په افغانستان کې

ځواب