زده کړه

چارواکي په مدرسو کې د تعلیم پراخه کولو لپاره اصلاحات کوي

د آمنه ناصر جمال لخوا

زده کونکي په ۲۰۱۷ کال کې د کراچۍ په یوې دیني مدرسه کې امتحان ورکوي. [آصف حسن/ ای اېف پي]

زده کونکي په ۲۰۱۷ کال کې د کراچۍ په یوې دیني مدرسه کې امتحان ورکوي. [آصف حسن/ ای اېف پي]

لاهور -- د حکومت د مختلفو برخو چارواکي د یوې پالیسۍ په پلي کولو کې مرسته کوي چې په مدرسو کې د زده کړې ساحه پراخه کړي او هڅه وکړي چې د زده کونکو لپاره فرصتونو ته وده ورکړي او د نفرت د بیانونو د خپریدو مخه ونيسي.

د پاکستان د پوځ ستر مشر جنرل قمر جاوید باجوه تیره میاشت د مدرسې د هغه زده کونکو سره ولیدل چې د دیني مدرسو د اصلاحاتو په لړ کې يې سږکال د لسم او دولسم په امتحانونو کې لوړ مقام ترلاسه کړی وو.

باجوه د اګست په ۲۱مه په راولپنډۍ کې په عمومي مرکزي دفتر کې د هغه ۱۳ زده کوونکو، د څلورو جينکو په شمول، سره وليدل چې د اتحاد تنظيمات مدارس پاکستان (آی ټي اېم پي)، چې په ټول پاکستان کې په زرګونو مذهبي ادارې اداره کوي، لاندې مدرسو سره يې تړاو لرلو.

باجوه زده کونکو ته د دوی د لاسته راوړنو له امله مبارکي ورکړه او د والدينو او ښوونکو ژمنه يې وستايله چې هغوی ته يې مناسب چاپیریال برابر کړو او د هغوی سره يې د داسې لاسته راوړنو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړه.

جنرل قمر جاوید باجوه د اګست په ۲۱مه په راولپنډۍ کې په عمومي مرکزي دفتر کې د مختلفو مدرسو زده کونکو ته انعامات ورکوي. [آی ايس پي آر]

جنرل قمر جاوید باجوه د اګست په ۲۱مه په راولپنډۍ کې په عمومي مرکزي دفتر کې د مختلفو مدرسو زده کونکو ته انعامات ورکوي. [آی ايس پي آر]

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (آی ايس پي آر) مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د پوځ ستر مشر وویل، چې مدرسې د ملي زده کړې په اصلي نظام کې د راوستلو لپاره روانې هڅې به د مدرسو د زده کونکو لپاره فرصتونه رامنځته کړي چې په موجوده مسلکي بهير کې بریا ترلاسه کړي."

آی ايس پي آر زياته کړه، "هغه په زده کونکو ټینګار وکړ چې سخت کار ته دوام ورکړي او د سوکاله او پرمختللي پاکستان په جوړولو کې مرسته وکړي او د ګټور وګړو په توګه د ټولنې برخه شي."

د مدرسې اصلاح

د ترهګرۍ سره د مبارزې ملي عمل پلان (نيپ) لاندې، د پاکستان حکومت د مدرسو د اصلاحلاتو لپاره کار کوي، چې له دوی څخه غواړي چې خپلې شتمنۍ ښکاره کړي، د آډيټ کلني راپورونه وړاندې کړي او له ځایي او بهرنیو سرچینو څخه چندې وښيي.

د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل اصف غفور وويل، دیني عالمان او پوهان په بشپړ ډول د حکومت د اصلاحاتو د پلانونو ملاتړ کوي او غواړي چې د هغوی زده کونکي عصري مضامین زده کړي.

غفور په يو بیان کې وویل، "په دې مدرسو کې به د اسلامي تعليم تدریس جاري وي، خو په دې کې به د نفرت هیڅ وینا نه وي."

هغه وويل، "دا به د دې موسسو نه په تعليم ترلاسه کولو کې د ماشومانو سره مرسته وکړي چې د دندو هغه ورته فرصتونه ولري کوم چې د پرايويټ او نورو سکولونو ماشومان لري."

آی ايس پي آر وویل چې حکومت او آی ټي اېم پي په ۲۰۱۰ کال کې يوه معاهده لاسليک کړه چې د مدرسو په زرګونو زده کونکو لپاره فرصتونه رامنځته کړي او په پاکستان او يا په بهرنيو هېوادونو کې عصري زده کړې ترلاسه کړي.

په دغه بيان کې راغلي، په مدرسو کې د تعيلم ساحه پراخول د زده کونکو عمومي تعلیمي معیارونه لوړوي، په راتلونکې کې د دوی د دندې امکانات ښه کوي او په امنیتې وضعیت مثبت اثر کوي.

د پنجاب صوبې محمد اقرار، چې د هغه زوی په یوې ځايي مدرسه کې زده کوونکی دی، وویل، "حکومت توان نه لري چې بې وزلو ماشومانو ته تعلیم برابر کړي، نو یوازې مدرسې وړیا تعلیم ورکوي."

هغه زياته کړه، "یوازې هغه زده کونکي دې مدرسو ته ځي کوم چې لږ عايد لري. که چیرې حکومت د دې زده کونکو سره مرسته وکړي، نو دا به ډير بدلون رامنځته کړي."

يو نوی نصاب

په پاکستان کې د مدرسو يوه لویه برخه د حکومت تر کنټرول لاندې نه ده او ډير کم عصري مضامين لري.

د تعلیم او مسلکي زده کړې وزیر شفقت محمود په یوې مرکه کې وویل، هڅې رواني دي چې په ټول هیواد کې د يباکتنې وروسته يو مساوي نصاب پلي کړو.

هغه وويل، مدرسې به عصري مضامین ښایي او د دې مضامینو امتحان به د وفاق د منځني او ثانوي زده کړو بورډ ترسره کوي.

لفټننټ جنرل (ريټايرډ) نصير خان جنجوعه وويل، "په هیواد کې د مذهبي همغږۍ د يقيني کولو لپاره، حکومت په مدرسو کې ورته نصاب معرفي کړې ... چې د مسلمانانو د مختلفو فرقو ترمنځ اختلافات کم کړي."

جنجوعه وویل، "حکومت هڅه کړې چې د مدرسو زده کونکي د دې وړ کړي چې د زده کړې په اصلي نظام کې شامل شي ... کوم چې به دوی ته ټول فرصتونه ورکړي چې د پاکستان د يو بل وګړي په څیر دنده غوره کړي."

هغه وويل، "د مدرسو زده کونکي د پاکستان وګړي دي او دا د دوی حق دی چې د لوړو زده کړو او د نورو ټولو دندو نه ګټه پورته کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500