امنیت

په خېبر پښتونخواه کې راتلونکي ملي لوبې د سولې بيرته بحاليدل په ګوته کوي

د عديل سعيد لخوا

د فوټبال لوبغاړي د اګست په مياشت کې د خېبرپښتونخواه د فوټبال د اتحادیې صدر سید ظاهر علي شاه سره د تصوير لپاره پوز جوړوي. خېبر پښتونخواه به د اکتوبر په مياشت کې ملي لوبې ترسره کړي. [عدیل سعید]

د فوټبال لوبغاړي د اګست په مياشت کې د خېبرپښتونخواه د فوټبال د اتحادیې صدر سید ظاهر علي شاه سره د تصوير لپاره پوز جوړوي. خېبر پښتونخواه به د اکتوبر په مياشت کې ملي لوبې ترسره کړي. [عدیل سعید]

پېښور -- خېبر پښتونخواه (کی پي) چمتو دی چې د اکتوبر په مياشت کې د ملي لوبو کوربه توب وکړي. دا لوبي د ګڼ شمير لوبو يوه پيښه ده چې د کلونو کلونو راهيسې د اورپکۍ او ترهګرۍ لخوا د ځپل کيدو نه وروسته به په دغه سيمه کې د سولې بيرته بحاليدل په ګوته کړي.

دا پیښه، چې خېبرپښتونخوا په وروستي ځل په ۲۰۱۰ کال کې منعقد کړې وه، به په ټول هيواد کې د مختلفو لوبو نږدې ۱۰،۰۰۰ لوبغاړو او متنظمينو ته يوه موقعه ورکړي چې دې صوبې ته سفر وکړي او دوی په خپلو غوره شويو لوبو کې ګډون وکړي.

وزیر اعظم عمران خان به د اکتوبر په ۲۱ مه د راتلونکو لوبو پرانيسته وکړي او صدر عارف علوي به د اکتوبر په ۲۷مه په اختتامي مراسمو کې برخه واخلي.

د خېبرپښتونخوا د سياحت، فرهنګ، لوبو، آثارقديمه او ځوانانو د چارو سينير وزیر عاطف خان په یوې مرکه کې وویل، "د ملي لوبو په ترسره کولو سره به موږ نړیوالې ټولنې ته د سولې د بيرته راتللو پیغام واستوو" او په سیمه کې د امنیت پرمختګ به روښانه کړو.

د خان له مخې، په دې لوبو باندې به تقريباََ ۱۷۰ ميليونه روپۍ (۱ مليونه آمريکايي ډالره) خرچ شي.

په داسې حال کې چې صوبايي حکومت د سولې د سیمې په توګه د خېبرپښتونخواه انځور ته د ودې ورکولو لپاره کار کوي، دې په صوبه کې د سياحت سيکټور هم ښه کړی دی او نوي ځايونه يې پرانستلي او امنیت يې ښه کړی چې په سيمه کې لیدونکو ته ډاډ ورکړي.

هغه وويل، ځینې پیښې به په قبایلي ضلعو کې ترسره شي چې په دې وروستیو کې د خېبرپښتونخواه سره ضم شوي دي.

په دې ضلعو کې دوه ځایونه، په خېبر ضلعه کې جمرود سپورټس کمپلیکس او په وزیرستان ضلعه کې یونس خان سټيډيم، د دې لوبو د ترسره کولو لپاره غوره شوی. د خان په وینا، دا به لومړی ځل وي چې په دغو سیمو کې به ملي لوبې ترسره شي.

غلط فهمۍ لرې کول

نږدې یوه عشره مخکې، په خېبرپښتونخواه کې اورپکي خپل اوج ته رسیدلي وه او ترهګرو په سیمه کې د لوبو پیښې په نښه کړې چې په ځایی اوسیدونکو کې ویره خپره کړي.

د مثال په توګه، په ۲۰۱۰ کال کې، یو ځانمرګي برید کونکي د خېبر پښتونخواه په لکي مروت ضلعه کې د لوبو په يو خلاص میدان کې، چې د ليدونکو نه ډک وو، د والي بال ميچ په دورن کې د چاودیدونکو توکو نه ډک یو ګاډي ته چاودنه ورکړه چې د ۱۰۰ نه زيات کسان په کې ووژل شول.

عاقل علي شاه، چې د خېبر پښتونخواه د اولمپيک اتحاديې صدر دی، وويل، "په خېبرپښتونخواه کې د ملي لوبو د ترسره کولو مطلب دا دی چې په سیمه کې د عادي حالت او د سولې بیرته راستنیدو په اړه د خپلو خلکو او لوبغاړو باور بیرته بحال کړو."

شاه وویل، دا به ۳۳مې ملي لوبې وي، چې په دې کې به د ۳۴ مختلفو لوبو لوبغاړي برخه واخلي. په دې ۳۴ لوبو کې به په ۲۷ کې ښځینه لوبغاړې وي.

اعجاز احمد، چې په پېښور کې د لوبو ژورناليسټ او د لوبو ليکوالانو اتحاديې صدر دی، وویل، "راتلونکې ملي لوبې به په ېیښور کې په اووم ځل ترسره شي."

هغه په یوې مرکه کې وویل، "ملي لوبې په وروستې ځل په خېبر پښتونخواه کې په ۲۰۱۰ کال کې د پاکستاني پوځ لخوا د سختو اقداماتو په ترڅ کې ترسره شوي وې."

احمد وویل، دا ډول لويې پیښې د ژوند د ټولو برخو غړو ته فرصت چمتو کوي -- د لوبغاړو، ژورنالیسټانو، منتظمينو او سیاستدانانو په شمول -- چې په سیمه کې له يو بل سره وګوري او خبرې اترې وکړي. دا تنوع نه یوازې د اړیکو په جوړولو او پراخه کولو کې مرسته کوي بلکې د خېبر پښتونخواه په اړه غلط فهمۍ هم له منځه وړي.

احمد، چې د لوبو لپاره د میډیا کمیټۍ هم مشري کوي، وویل چې د ټول هيواد نه به نږدې ۳۰ ژورناليسټان د دې پیښې په اړه د راپورونو جوړولو لپاره پیښور ته راشي.

احمد زياته کړه، د ملي لوبو لپاره د مشعلونو يوه ريلي به د کراچۍ له مزار قايد څخه پیل شي او د کویټې، لاهور او اسلام آباد له لارې به د خېبر ضلعې په تورخم کې باب خېبر ته ورسیږي او بیا به په پیښور کې خپل وروستي منزل ته ورسيږي.

د خېبرپښتونخواه د سایکلینګ ټولنې صدر نثار خان وویل، "د ملي لوبو ترسره کیدل به ځوانان په لوبو کې بوخت کړي او د ننۍ ورځې نارینه او ښځینه لوبغاړي به وهڅوي چې په لوبو کې برخه واخلي او خپلې کارکردګۍ ته وده ورکړي."

که چیرې ځوانانو ته د لوبو مناسب چاپیریال برابر شي، نو خېبر پښتونخواه د نړیوالو معیارونو مطابق د نارينه او ښځينه لوبغاړو په پيدا کولو کې لوی ظرفیت لري. هغه زیاته کړه چې د ملي لوبو ترسره کیدل په سم لور یو ګام دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500