جرم او انصاف

پولیس په ټولنیزو رسنیو باندې د راپور شوي جرمونو په وړاندې مبارزه پیلوي

د جاويد خان لخوا

پولیس په ټولنیزو رسنیو باندې د خپاره شوي موادو پر اساس د جرمونو تعقیب کوي. [فايل]

پولیس په ټولنیزو رسنیو باندې د خپاره شوي موادو پر اساس د جرمونو تعقیب کوي. [فايل]

پېښور -- په پاکستان کې پولیس او چارواکي کار کوي چې په ټولنیزو رسنیو باندې د شکایتونو په اړه له چټکۍ سره ګام پورته کړي.

په تیرو څو میاشتو کې د ټویټر، فېسبوک او واټس ایپ په اړه د شکایتونو په رڼا کې ګرفتارۍ ترسره شوي دي او افسران په مستقیمه توګه غبرګون ښیې او د خلکو سره اړيکي جوړوي.

د پیښور د پولیسو ویاند الیاس خان وویل، "یوه ښځه، شفق زاور، چې په پاريپورا کې اوسېږي، وروسته له هغې سمدستي ونیول شوه کله چې یو کس د هغې ویډیو په ټولنیزو رسنیو باندې خپره کړه. په دغه ويډيو کې هغه خپل زوی په بې دردۍ سره وهي ټکوي."

خان وویل، "دغه ښځې د خپل زوی د وهلو ټکولو ویډیو جوړه کړې وه چې خپل خاوند ته خفګان ورسوي." هغه زیاته کړه، که څه هم، دا ویډیو ډیره زړه وه، خو پولیسو وروسته له هغې سمدستي ګام پورته کړو کله چې دوی په ټولنیزو رسنیو باندې د ويډيو د ښکاره کيدو په اړه معلومات ترلاسه کړل.

یوه ښځه (ګس اړخ ته) د خپل زوی د ځورونې په تورد ګرفتارۍ نه وروسته په دې بې نيټې تصوير کې د يوې ښځينه پوليسې سره ولاړه ده. [د پېښور پولیس]

یوه ښځه (ګس اړخ ته) د خپل زوی د ځورونې په تورد ګرفتارۍ نه وروسته په دې بې نيټې تصوير کې د يوې ښځينه پوليسې سره ولاړه ده. [د پېښور پولیس]

په ټولنیزو رسنیو باندې ډيرو کسانو د پولیسو ستاينه وکړه چې د هغه ښځې پروړاندې يې سمدستي ګام پورته کړو چې دغه ویډیو یې جوړه کړې وه.

آمنه خان، چې د پيښور اوسيدونکي ده، په فېسبوک وويل، "زه د پیښور پولیسو او ټولو افسرانو مننه کوم چې سمدستي یې دې ته پام وکړو، هغه ښځه یې ونیوله او دا یې يقيني کړه چې ماشوم خوندي دی."

په یوه بله پیښه کې، پولیسو دوه سړي وروسته له هغې ونیول کله چې دوی په ټولنیزو رسنیو باندې د ښځو د ځورلو په تور تورن شول.

د لاهور د پولیسو سپرنټنډنټ (ایس پي) احسان سیف الله وویل، "موږ د اګست په میاشت کې دوه ځوان کسان وروسته له هغې ونیول کله چې دوه مختلفو ښځو د ټویټر له لارې شکایت وکړو چې دوی د ملزم لخوا ځورول کیږي." هغه زیاته کړه چې دغه ښځو د یوې هفتې په جریان کې خپل شکایتونه پوسټ کړل.

هغه وويل، یوې ښځې د خپل ځورونکي عکسونه خپاره کړل او بلې یوه ویډیو خپره کړه، چې په ټولنیزو رسنیو باندې یې خلکو غندنه وکړه.

د وایرل پوسټونو په وړاندې اقدامات

سیف الله وویل، "موږ د انځورونو او ویډیوګانو په مرسته دواړه مجرمان وموندل." هغه زیاته کړه چې د د لاهور د مرکزي ښار د پولیسو افسر (سي سي پي او) بي ای ناصر دغه پیښو ته پام وکړه او افسرانو ته یې دنده وسپارله چې عاملین ومومي.

د سیف الله په وینا، په عین وخت کې، د لاهور پولیسو د اګست په ۱۳مه د هغه ښځې پر وړاندې د فيکټرۍ سيمې په پولیس سټیشن کې وروسته له هغې د یوې میرمنې خلاف یو کيس درج کړو کله چې په يوې خپره شوي ویډیو کې وښودل شوه چې هغه خپله ښځينه پلورونکي په يو مارکيټ کې وهي ټکوي.

سیف الله وویل، "یو بل ملزم، د اقبال ټاون ابراهیم شیخ، وروسته له هغې ونیول شو کله چې یوه ویډیو په ټولنیزو رسنیو باندې خپره شوه چې هغه پکې وليدل شو چې په يو عام ځای کې په هوا کې ډزې کوي."

په شيخوپوره کې د سیمه ایزو پولیسو افسر سهیل حبیب تاجک وویل، "د شیخوپوره پولیسو سمدلاسه د ټولنیزو رسنیو راپورونو پر اساس ګام پورته کړو او ملزم [ابراهیم شیخ] یې ونیولو."

نور دولتي چارواکي د ضرورت په وخت په چټکۍ سره کار کوي. لوړ پوړو چارواکو تیره هفته وروسته له هغې ګام پورته کړو کله چې یوه ویډیو وښودله چې یو ړوند سړی د خپلو سترګو د علاج غوښتنه کوي.

د پاکستان بيت المال، چې په اسلام اباد کې يوه خپلواکه خيراتي او د فلاح و بهبود اداره ده، ډپټي منيجنګ ډايريکټر مبشر حسن وويل، "زمونږ افسرانو په ډيره غازي خان کې د محمد نعیم سره رابطه وکړه او د حکومتي مرستې لپاره د هغه په کيس باندې په چټکې سره کار روان دی."

مبشر او د هغه ادارې د ګڼ شمیر هغه پاکستانیو سره مرسته کړې چې د عکسونو یا ویډیوګانو په ذریعه يې د مرستې غوښتنه کړې ده.

يار محمد، چې په پیښور کې د رکشې ډريور دی، وویل، "ما وروسته له هغې سمدستي کال ترلاسه کړو کله چې زما درخواست يو کس په ټویټر باندې پوسټ کړو، او چارواکو له ما څخه وغوښتل چې زما د مور د درملنې لپاره هغوی ته ضروري اسناد برابر کړي."

هغه د پاکستان بیت المال ستاینه وکړه، چې ژر تر ژره يې د ټولنیزو رسنيو په يو غير واضحه پوسټ باندې کار وکړو.

ډیر کتونکي دا هم فکر کوي چې پوليس توان لري چې په ټولنیزو رسنیو باندې د خپاره شوي موادو پر اساس د افراطيانو او ترهګريزو ډلو پر وړاندې اقدامات وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا د خپلو ګټو سره زیانمن دی. دوهم دا چې دا د حکومت لپاره هم یوه وسیله ده چې عام وګړي کنټرول کړي.

ځواب