تروريزم

د ترهګرۍ آنلاین ملاتړ کونکي په نړۍ کې د چارواکو د زیاتو پلټنو سره مخ دي

د ضياء الرحمان لخوا

د داعش د يوې ويډيو، چې سږ کال په لومړیو کې خپره شوې وه، سکرین شاټ یو ملاتړی ښيي چې په 'ډیجیټل جهاد' کې بوخت دی. [فايل]

د داعش د يوې ويډيو، چې سږ کال په لومړیو کې خپره شوې وه، سکرین شاټ یو ملاتړی ښيي چې په 'ډیجیټل جهاد' کې بوخت دی. [فايل]

کراچۍ -- د نړۍ په کچه چارواکي د هغه کسانو او ډلو پر ضد مبارزه کوي کوم چې د داعش او نورو ترهګريزو ډلو د ملاتړ لپاره ټولنیزې رسنۍ کاروي.

په دې هڅو کې ځینې هغه د قانون پلي کونکي ادارې شاملي دي چې کمپیوټرې او د نيټ ورک سرورونه ضبطوي او همدارنګهد داعش په شمول د ترهګريزو ډلو لخوا کارول شوي انټرنیټ پورټلونه بندول شامل دي.

چارواکي په پاکستان او افغانستان کې سخت اقدامات کوي، ځکه چې دوی په نړۍ کې د قانون پلي کونکي هغه ادارو لخوا هڅول شوي دي کوم چې د هغه کسانو په وړاندې ګامونه پورته چې ترهګرۍ ته وده ورکوي او د ترهګريزو ډلو لپاره ځوانان استخداموي.

دا د سعد عزیز او نورین لغاري -- هغه دوه زده کونکي چې د پاکستان چارواکو وروسته له هغې ونيول کله چې دوی د داعش د پروپيګنډې له کبله سخت دريځه شول -- د دوو کيسونه نه واضحه ده.

عزيز، چې ۲۷ کاله عمر لري، د داعش د ټولنيزې رسنۍ د پيغامونو نه متاثره شو او د يوې ځايي افراطي ډلې سره يو ځای شو او اعتراف يې وکړ چې هغه په کراچۍ کې په يو لړ تروريستي عملونو کې ښکيل وو.

سږ کال یوې محکمې هغه ته په ۲۰۱۵ کال کې په کراچۍ کې د يو امريکايي ښونکي د وژلو د هڅې په تور د ۲۰ کالو قيد سزا واوروله.

په عین وخت کې، په اپريل ۲۰۱۷ کال کې، لغاري، چې په هغه وخت کې په دغه ضلعه کې د طب علومو په يو حکومتي سکول کې، د طب او د روغتيا علومو لياقت يونيورسټي، د دوهم کال طالب علمه وه، په لاهور کې د داعش په يو پټنځای باندې په یو پوځي برید کې ونیول شوه.

لغاري، چې غوښتل یې په لاهور کې د ایسټر په موقعه د عيسايانو په يوې غونډه کې ځان ته چاودنه ورکړي، د داعش لخوا د ټولنیزو رسنیو شبکو له لارې ګمارل شوي وه.

چارواکو وروسته هغه خوشې کړه او ويې ویل چې داعش هغه غولولې وه.

په ګاونډي افغانستان کې، چارواکو د اپریل په میاشت کې په کابل کې د داعش د ټولنیزو رسنیو يو ګروپ مات کړ او د یاغیانو د تبلیغاتو وړتیا یې کمزورې کړه.

د دغه ډلې غړو له ۶۰ څخه تر ۸۰ پورې د ټولنیزو رسنیو اکاونټونه لرل. د دوی دنده داعش ته وده ورکول، د دولت پروړاندې پروپيګنډه کول، قومي اختلافات زیاتول او د وسله والو سازمان لپاره ځوانان او زده کونکي استخدامول وو.

په متحده ایالاتو کې، مديحه سالکيسويچ، چې په متحده ایالاتو کې د ایلونای اوسیدونکي ده او په بوسنیا کې زيږيدلې وه، ته په تير جون کې په سوريه کې د ترهګريزو ياغيانو د ملاتړ له کبله د شپږ نيم کالو سزا واورول شوه. څارنوالانو وویل، سالکیسويچ او د هغې همکارانو په ټولنیزو رسنیو باندې خفيه ژبه استعمال کړه او هڅه يې وکړه چې د هغه کسانو سره مرسته وکړي کومو چې د داعش سره تړاو لرلو.

آمیر سینان الهګاګي، چې د متحده ایالاتو په کيلیفورنیا کې د داعش ملاتړی وو، د فبرورۍ په میاشت کې د شناخت د پټولو او د تروریستي ډلو د ملاتړ له کبله په بند محکوم شو. نوموړی هغه وخت ونیول شو کله چې هغه آنلاين وویل چې هغه غواړي چې "ترهګرۍ ته بل شکل ورکړي" او په هم جنس پرستۍ کې اخته د خلکو په نایټ کلبونو او کالجونو باندې بريدونه ترسره کړي. هغه ته د هغه اشخاصو لپاره د ټولنیزو رسنیو اکاونټونو په جوړولو کې د مرستې کولو له کبله نږدې د ۱۶ کالو سزا ورکړل شوه په کومو چې هغه باور لرلو چې هغوی هم د داعش ملاتړ کوي.

افضل نعيم، چې په کراچۍ کې يو څیړونکی دی او د ټولنیزو رسنیو د رجحاناتو څارنه کوي، په یوې مرکه کې وویل، "د آنلاین افراطیت د دې لویې ننګونې د قابو کولو لپاره د آنلاين جرمونو قانون په کلکه توګه پلي کول ډير اړین دي."

نعیم وویل، "خلک، په ځانګړي توګه ځوانان، د څه احساس نه بغير، په ټوله نړۍ کې د افراطي نظريو نه متاثره کيږي او په ځينو کيسونو کې دوی د ترهګريزو ډلو سره یوځای کیږي."

د تروریستي پروپيګنډې سره مبارزه کول

په پاکستان کې، "د ترهګرۍ لپاره د انټرنیټ او ټولنیزو رسنیو د غلط استعمال پروړاندې په اقداماتو" کې د هیواد د ملي عمل پلان په ۲۰ ټکو کې یوه برخه په دې باندې مشتمله ده. د ملي عمل پلان د تروریزم پروړاندې د مبارزې يوه ستراتیژي ده چې وروسته له هغې پلي شوه کله چې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په پیښور کې په دسمبر ۲۰۱۴ کال کې د ۱۰۰ نه زيات د سکول ماشومان ووژل.

د جنوري ۲۰۱۵ کال راهيسې، د پاکستان د اطلاعاتو ټکنالوژۍ وزارت د ۲۵،۰۰۰ نه زيات ویب سايټونه بلاک کړي چې د داعش په ګډون تروريستي ډلو کارول.

احسن علي، چې په لاهور کې يو امنیتی چارواکی دی، په یوې مرکه کې وویل، په تیرو څو کلونو کې، د قانون پلي کونکو ادارو په ځانګړي توګه د فدرالي تحقیقاتو ادارې (ایف آی ای) د هیواد په مختلفو برخو کې د وسله والو د پټنځایونو نه د کمپیوټر ډیر سیسټمونه ترلاسه کړي دي.

په مارچ ۲۰۱۸ کال کې، ایف آی ای په کراچۍ کې د داعش د ټولنیزو رسنیو منيجر عمران عرف سیف الاسلام، ونیولو. هغه په دې تورن دی چې ځوانان يې د وسله والې ډلې سره د يوځای کيدو لپاره هڅولې ول.

عمران اوس هم په توقیف کې دی ځکه چې تحقیقات روان دي.

د اېف آی ای يو چارواکي، چې د شناخت د نه ښکاره کولو غوښتنه يې وکړه ځکه چې هغه د رسنيو سره د خبرو اترو اجازه نه لرله، وويل، "د تفتیش په جریان کې، دا معلومه شوه چې د عمران په ګډون د داعش وسله والو د ځوانانو په ځانګړي توګه د ښځو د استخدامولو لپاره د ټولنيزو رسنيو هغه اپپلي کيشنز، لکه ټيلي ګرام، کارول کوم چې لږ مشهور ول."

تير کال، د تروریزم ضد ملي ادارې (نیکټا)، یوه حکومتي اداره چې د هیواد د تروریزم سره د مبارزې د ستراتیژۍ د جوړولو مسولیت لري، د آنلاین افراطیت سره د مبارزې لپاره د سرف سيف په نوم د آنلاین راپور ورکولو يو ويب سايټ جوړ کړو.

د ځوانانو په استخدامولو باندې تمرکز کول

په افغانستان او پاکستان کې د ترهګرو د ملاتړ کونکو په وړاندې مبارزه د دې کال په سر کې په عراق او سوریه کې د داعش د ځمکنۍ ماتې سره سمون لري او په داسې حال کې چې دا ډله د سویلي آسیا په دوو هیوادونو باندې تمرکز کوي.

په پاکستان کې، داعش -- د موجوده سیمه ایزو وسله والو ډلو څخه د استخدام سربیره -- د يونيورسټۍ په زده کونکو او مسلکي کسانو په استخدام باندې تمرکز کړی دی. شنونکي او حکومتي چارواکي وايي چې د ټولنیزو رسنیو د کارولو له لارې، تروریستي ډلې نوي کسان استخدام کړي چې بریدونه ترسره کړي، پيسې راټولې کړي او تبلیغاتي عملیات ترسره کړي.

د ټکنالوجۍ شرکتونه هڅې زياتوي چې د افراطي ډلو لخوا د پوسټونو مخه ونيسي ځکه چې دا ډلې ډير زيات تخنیکي مهارت ترلاسه کوي.

ګوګل او فېسبوک -- د ټولنیزو رسنیو دوه مشهور پليټفورمونه -- په داسې پروګرامونو کې سرمايه کاري کړې ده چې موخه یې دا ده چې د داعش په ګډون د ترهګريزو ډلو د فعالیتونو څارنه وکړي.

جیګسا، د تکنالوژۍ یو انکيوبيټر چې ګوګل جوړ کړې دی، په جولای ۲۰۱۷ کال کې د ريډايريکټ ميتهډ (Redirect Method) په نوم يو پروګرام پيل کړو چې اېډورډز (AdWords) او د یوټیوب ویډیو کاروي څو هغه ماشومان په نښه کړي کوم چې د سخت دريځۍ د خطر سره مخامخ وي.

په همدې ډول، فېسبوک وايي چې دې د مصنوعي استخباراتو او د مشین زده کړو يو ترکیب استعمال کړو چې د داعش او د القاعدې د پروپيګنډې د ۳ ملیونو نه زيات پوسټونه یې د ۲۰۱۸ کال په دریمه ربع کې لرې کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500