روغتیا

حکومت د پولیو واکسین د نوي کمپاین پیل کیدو سره په پوهاوي باندې تمرکز کوي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

د خیبر پښتونخواه وزیر اعلی محمود خان د اګست په ۲۶مه په پیښور کې یو ماشوم ته د پوليو ضد څاڅکي ورکوي. [د خیبرپختونخواه حکومت]

د خیبر پښتونخواه وزیر اعلی محمود خان د اګست په ۲۶مه په پیښور کې یو ماشوم ته د پوليو ضد څاڅکي ورکوي. [د خیبرپختونخواه حکومت]

پیښور -- پاکستان د دوشنبې په ورځ (د اګست په ۲۶مه) د دې ناروغۍ نه د ساتلو لپاره د پوليو واکسین ورکولو کمپاین په هغه ۴۶ ضلعو کې پیل کړ کوم چې د پوليو د زيات خطر سره مخامخ دي.

حکومت په ماشوخېل کلي کې دا کمپاین پیل کړو، چې د اپرېل په مياشت کې وروسته له هغې ویره جوړه شوه کله چې په ټولنیزو رسنیو باندې ویډیوګانو او پیغامونو په دروغه ادعا وکړه چې د پولیو واکسین ماشومان ناروغه کوي. په ويره کې اخته والدینو په زرګونو ماشومان د څه دليل نه بغير د خیبر پښتونخواه روغتونونو ته راوړل.

د پوليو د له منځه وړلو لپاره د وزیر اعظم عمران خان فوکل پرسن بابر بن عطا په مراسمو کې وویل، حکومت د واکسين ورکولو د ضرورت په اړه په عامه پوهاوي باندې تمرکز کوي.

عطا وویل، په ټول هیواد کې به ۸.۵ ملیونه ماشومانو ته واکسين ورکړل شي.

واکسین ورکوونکي د جون په مياشت کې په لکي مروت کې د پوليو څاڅکي ورکوي. [د خیبرپښتونخواه د روغتیا اداره]

واکسین ورکوونکي د جون په مياشت کې په لکي مروت کې د پوليو څاڅکي ورکوي. [د خیبرپښتونخواه د روغتیا اداره]

وزیر اعظم عمران خان د اګست په ۲۶مه په صوابۍ کې په غلام اسحاق خان انسټیټیوټ کې ماشومانو ته واکسین ورکوي [د بابر عطا ټویټر]

وزیر اعظم عمران خان د اګست په ۲۶مه په صوابۍ کې په غلام اسحاق خان انسټیټیوټ کې ماشومانو ته واکسین ورکوي [د بابر عطا ټویټر]

هغه د دارالقلم سکول ډايريکټر نظرمحمد ته څاڅکي ورکړل. دارالقلم سکول په هغه سکولونو کې شامل دی چيرته چې افواهګانې رامنځته شوي وي.

د خیبر پښتونخواه وزیراعلی محمود خان په ماشوخېل کې د مراسمو پر مهال وویل، دا کمپاین د صوبې په ۲۹ ضلعو کې پيل شوی دی چې هدف يې ۴.۶ ملیونه ماشومان دي.

هغه وویل، دا کمپاین به د سپتمبر تر لومړۍ نیټې پورې دوام ولري. هغه زیاته کړه چې چارواکو انتظامات کړي دي چې روغتیایي کارکونکي د ترهګرو نه خوندي وساتي.

وزیر اعظم عمران خان د اګست په ۲۱مه د یوې لوړې کچې غونډې په ترڅ کې د پوليو ناروغۍ له منځه وړل د حکومت تر ټولو ستر لومړيتوب وبللو.

د پوليو په پیښو کې د وروستي زياتوالې په اړه د جدي اندیښنې په څرګندولو سره، خان فدرالي او صوبايي دواړو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د پوهاوي او د واکسین ورکولو اغیزمن کمپاینونه پيل کړي.

هغه د پوليو هغه کارکوونکو ته باج ورکړو کوم چې د دې ناروغۍ په له منځه وړلو کې د مرستې په دوران کې وژل شوي ول. له ۲۰۱۲ کال راهيسې، ۷۶ کسان، د روغتیايي کارمندانو او پولیسو افسرانو په ګډون، وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ هم د هیواد په لرې پرتو سیمو کې ماشومانو ته د رسيدو په برخه کې د پوليو د ټیمونو سره د خپل بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ.

د پوليو واکسين ضد کسانو سره مقابله کول

د خیبر پښتونخواه د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزۍ د ماشوخېلو په مراسمو کې وویل، چارواکو پریکړه کړې چې والدین دې ته قانع کړي چې خپلو ماشومانو ته واکسین ورکړي او د زور کارولو څخه ډډه وکړي.

یوسفزۍ وویل، د واکسين ضد کارکوونکي، چې د واکسین کمپاین د خبرو اترو لپاره او د حکومت څخه د غوښتنې لپاره د يوې وسيلې په توګه کاروي -- د بیلګې په توګه، د مالیې بیرته اخیستل، د سړکونو جوړول او د بجلۍ او اوبو برابرول -- به د هیواد د تروریزم پرضد د قانون له مخې محاکمه شي.

په بنو کې سوداګرو، چې سږکال په کې په ټول هیواد کې د پوليو په ۵۸ کيسونو کې ۲۲ کيسونه ثبت شوي دي، د اګست په ۱۷مه اعلان وکړو چې دوی به خپلو ماشومانو ته واکسین ور نه کړي تر څو چې حکومت ټيکسونه کم نه کړي.

یوسفزۍ وویل، د خیبرپښتونخواه حکومت خلکو ته دا پیغام ورکوي چې بايد د خپلو ماشومانو په خاطر د واکسین ورکولو مخالفت کول پریږدي.

شاهين بي بي، چې ۲۲ کاله عمر لري او د پیښور په هغه سيمو کې د پوليو کارکوونکي ده چې له زيات خطر سره مخامخ دي، وويل چې هغې د پوليو ضد کارکوونکو لخوا چېلنج منلی او هغه به په خپله سيمه کې هر ماشوم ته د رسیدو لپاره زياته هڅه وکړي.

هغې په یوې مرکه کې وویل، "موږ د ګواښونو څخه نه ويريږو او ماشومان به د واکسين ورکولو نه بغير پريږ نه دو."

هغې زیاته کړه چې وسله وال او ترهګر د ټولنې دښمنان دي ځکه چې دوی غواړي چې ماشومان معذوره کړي او سکولونه یې بند کړي.

بي بي وويل، د واکسينو نه منع کول او په سکولونو باندې بريدونه کول د وسله والو د اجنډې يوه برخه ده چې عام وګړي وځپي، خو پاکستانيان د خپلو ماشومانو سره ودريږي.

مشتاق علي، چې په بنو کې د سکول ښوونکی دی، وویل، واکسين ورکونکي به واکسین ورکړي او هیچاته به اجازه ورنه کړي چې د پاکستاني ماشومانو روغتیا په خطر کې واچوي.

هغه وویل، "زه له دولت څخه غوښتنه کوم چې د واکسین د مخنیوي په وړاندې جدي اقدامات وکړي. دا د ترهګرۍ ترټولو ناوړه شکل دی چې ماشومان په ناروغۍ کې اخته کوي."

اورپکي او پوليو

د خیبرپښتونخواه د روغتیايي خدماتو ډايريکټر جنرل ډاکټر ارشد خان په یوې مرکه کې وویل، پاکستان په نړۍ کې د پوليو د وايرس سرچينه جوړه شوې ده ځکه چې سخت دريځي عناصر ماشومانو ته د واکسين ورکولو مخه نيسي.

په افغانستان کې، یو بل هیواد دی چیرې چې د پوليو ناروغي عامه ده، سږکال په هغه سیمو کې ۱۲ کيسونه ثبت شوي کوم چې د افغان طالبانو تر کنټرول لاندې دي.

د شمالي وزیرستان په ضلعه کې د پوليو یو افسر ډاکټر غفران خان وویل، اورپکۍ او غلط فهمۍ سږکال په خیبر پښتونخواه کې ۴۱ ماشومان معذوره کړي دي.

هغه زیاته کړه چې شمالي وزیرستان سږکال اته کيسونه لري، چې دا ټول کيسونه ځکه رامنځته شول چې والدینو د واکسین ورکولو نه انکار وکړو.

د پيښور د يونيورسټي ټاون مفتي غلام حیدر وویل، دا د والدینو دنده ده چې خپل ماشومان د ناروغیو په وړاندې خوندي وساتي او د هغوی روغه وده یقیني کړي.

هغه وویل، "هغه څوک چې نه غواړي چې خپلو ماشومانو ته واکسین ورکړي د اسلامي حکمونو مخالفت کوي، کوم چې د ناروغیو په وړاندې د ماشومانو د ساتنې غوښتنه کوي. ترهګر باید د خپلې ناوړه اجنډې پرمخ بيولو لپاره د ماشومانو ژوند په خطر کې وانه چوي."

کامران آفريدي، چې په خیبرپښتونخواه کې د پولیو لپاره د بيړني عملیاتو مرکز کوآرډينيټر دی، وویل، د قانون پلي کونکي ادارې امر کړی چې په هغه کسانو باندې نظر وساتيچې د پوليو واکسین پر وړاندې غلطې افواه ګانې خپروي.

هغه وويل، "ورته واکسین په ټوله نړۍ کې د پوليو د له منځه وړلو لپاره کارول شوي دي، او د نړیوال روغتیا سازمان له مخې دا د ماشومانو لپاره خوندي دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500