چاپیریال

په انځورونو کې: د باجوړ اوسیدونکي د "پاکستان لپاره ونې نالې کړئ" له لارې د اقلیم د بدلون سره مبارزه کوي

د حنيف الله لخوا

د باجوړ د ځنګلاتو افسر محمد الیاس د اګست په ۱۸مه 'د پاکستان لپاره ونې نالې کړئ' په کمپاين کې يوه ونه نالوي. [حنیف الله]

د باجوړ د ځنګلاتو افسر محمد الیاس د اګست په ۱۸مه 'د پاکستان لپاره ونې نالې کړئ' په کمپاين کې يوه ونه نالوي. [حنیف الله]

د سکول ماشومان د اګست په ۱۸مه 'د پاکستان لپاره ونې نالې کړئ' په کمپاين کې يوه ونه نالوي. [حنیف الله]

د سکول ماشومان د اګست په ۱۸مه 'د پاکستان لپاره ونې نالې کړئ' په کمپاين کې يوه ونه نالوي. [حنیف الله]

په باجوړ ضلع کې یو زده کونکی د اګست په ۱۸مه یوه ونه نالوي. [حنیف الله]

په باجوړ ضلع کې یو زده کونکی د اګست په ۱۸مه یوه ونه نالوي. [حنیف الله]

د باجوړ ډپټي کميشنر عثمان محسود د اګست په ۱۸مه يوې نوي نالې شوي ونې ته اوبه ورکوي. [حنیف الله]

د باجوړ ډپټي کميشنر عثمان محسود د اګست په ۱۸مه يوې نوي نالې شوي ونې ته اوبه ورکوي. [حنیف الله]

د باجوړ اوسیدونکي د اګست په ۱۸مه ونې نالوي. [حنیف الله]

د باجوړ اوسیدونکي د اګست په ۱۸مه ونې نالوي. [حنیف الله]

په باجوړ ضلعه کې د یو پرايويټ سکول زده کونکي او ښوونکي د اګست په ۱۸مه یوه ونه نالوي. [حنیف الله]

په باجوړ ضلعه کې د یو پرايويټ سکول زده کونکي او ښوونکي د اګست په ۱۸مه یوه ونه نالوي. [حنیف الله]

خار -- د باجوړ اوسیدونکو د چهار شنبې په ورځ (د اګست په ۱۸مه) د هیواد له مختلفو وګړو سره يو ځای شول او د "پاکستان لپاره ونې نالې کړئ" په کمپاين کې یې برخه واخیستله. د دې کمپاین موخه د اقليم د بدلون له اغیزو سره مبارزه کول دي.

د باجوړ ډپټی کميشنر عثمان محسود د اګست په ۱۸مه په مراسمو کې، چې د دغه کمپاين پرانيسته په کې وکړې شوه، وويل، زياتې ونې نالول د اقلیم د بدلون د اغیزو د مخنیوي لپاره یوازینۍ لار ده.

هغه وويل، "د ونو د نالولو سره، موږ کولی شو چې خپله ضلعه او هیواد زرغون او خوندي کړو." "موږ به د اوبو له کمي سره مخ نه شو او په راتلونکي کې به ښه ژوند ولرو که چیرې موږ ډیرې ونې نالې کړو."

د پاکستان په باجوړ ضلعه کې د ځنګلاتو ادارې ډويژنل افسر حیات علي وویل، "پاکستان د نړۍ په هغه لسو لومړیو هیوادونو کې دی چې د اقليم د بدلون له امله اغیزمن شوی دی."

د باجوړ ډپټي کميشنر عثمان محسود، نور چارواکي، قبايلي مشران، او ځایي خلک د اګست په ۱۸مه 'د پاکستان لپاره ونې نالې کړئ' په اړه د پوهاوي رامنځته کولو لپاره پياده تګ کوي. [حنیف الله]

د باجوړ ډپټي کميشنر عثمان محسود، نور چارواکي، قبايلي مشران، او ځایي خلک د اګست په ۱۸مه 'د پاکستان لپاره ونې نالې کړئ' په اړه د پوهاوي رامنځته کولو لپاره پياده تګ کوي. [حنیف الله]

هغه زیاته کړه چې د خیبر پښتونخواه د ځنګلاتو اداره به په دې کمپاین کې ۱۵۰،۰۰۰ ونې وويشي او نالې کړي.

د باجوړ یو دیني عالم مفتي نور الحق وویل، اسلام مسلمانان د ډیرو ونو نالولو په هکله هڅوي او د ونې نالول د خیرات یو شکل دی.

د سیمې اوسیدونکي او چارواکي وايي، د چاپیریال دا ډول فعالیتونه یوازې هغه وخت ممکنه شول کله چې اورپکۍ ته ماتې ورکړل شوه او په قبایلي سیمو کې سوله بحال شوه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه په باجوړ کې ۱۰۰ کناله ځمکه لرم چې بنجره ده. زه د دې لپاره بوټو ته اړتیا لرم، زه دا له کوم ځای څخه ترلاسه کولی شم؟

ځواب