امنیت

خیبر پښتونخواه په صوبه کې د سياحت د ښه کولو لپاره د نوي ایپ په اړه هيله لري

د جاويد خان لخوا

يو سيلانی د جولای په میاشت کې د شمالي پاکستان په یوې وادۍ کې په اس باندې سفر کوي. [جاوید خان]

يو سيلانی د جولای په میاشت کې د شمالي پاکستان په یوې وادۍ کې په اس باندې سفر کوي. [جاوید خان]

پېښور -- د سمارټ فون د يو نوي ايپ، چې د خیبر پښتونخواه حکومت پيل کړی دی، موخه دا ده چې په صوبه کې د سولې د راتګ سره د زرګونو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو سفر اسان کړي.

دا ایپ، چې د جولای له ۳ مې نيټې راهیسې فعال دی، هغه سيلانيانو ته توان ورکوي چې د آثارقديمه، مهم جويۍ، مذهبي او کلتوري ځايونو په اړه معلومات او د اړوندو ادارو، د سفر انتظام کوونکو، هوټلونو او ریسټورانټونو اړیکې شمیرې ترلاسه کړي. لیدونکي د ایپ کارولو سره کولی شي چې د پياده سفر کولو لارې او د پياده تګ ځایونه ومومي او د سیاحت ځایونه، جهيلونه، سیندونه او د اوبو آبشارونه په ګوته کړي.

د سپورټ او سياحت سینير وزیر محمد عاطف خان په پیښور کې د دې ايپ د پيلولو په غونډه کې وويل، "موږ ډيرې زياتې هڅې کوو چې د خپل حکومت د پنځو کالو په موده کې تقريباََ ۱۰ ملیونه بهرني سیلانیان خیبرپښتونخوا ته راجلب کړو." "په خیبرپختونخواه کې د سیاحت د ښه کولو لپاره نورې پروژې روانې دي."

هغه وویل، نږدې دوه ملیونه سیلانیان، چې په دوی کې ډیر بهرنیان شامل دي، د وړوکي اختر په چهټيانو کې يې د خیبر پښتونخواه مختلفو برخو ته سفر وکړو.

هغه زیاته کړه، خیبر پښتونخواه، د وفاقي حکومت په ملاتړ، سږکال د سیاحت د ودې لپاره ۵.۵ ملیارده روپۍ (۳۴ ملیونه ډالره) کيښودي دي.

د خيبر پښتونخواه د سياحت ادارې له مخې، دا نوی ایپ، کوم چې په وړيا توګه ډونلوډ کيږي، د ټولنیزو رسنیو بشپړه برخه لري چې لیدونکو ته توان ورکوي چې د نورو سیلانيانو سره اړیکه ونیسي او هغوی خپلې تجربې شریکي کړي.

هغه سيلانيان چې خیبر پښتونخواه ته سفر کوي د دې صوبې د قدرتي ښکلا، لکه د دې شنو وادیو، سیندونو، منظرونو، د واورو نه ډک غرونو، آبشارونو او اوبو لښتو او د دې د بډایه کلتوري میراثونو او آثار قديمه ځايونو نه متاثره کيږي.

چارواکي وايي چې خیبرپښتونخواه د لیدو لپاره د بودا کهنډارات هم لري، په داسې حال کې چې که زيات سهولتونه چمتو کړی شول نو داسې سیمې لکه هزاره او مالاکنډ ډويژونونه امکان لري چې ډیر شمیر بهرني سیلانیان راجلب کړي.

محمد سعيد وزير، چې په ملاکنډ کې د سيمه بيزو پولیسو افسر دی، په یوې مرکه کې وویل، "د جون د لومړۍ هفتې راهیسې، په سلګونو زره سیلانیانو ملاکنډ ډویژن ته سفر کړی دی ځکه چې په سیمه کې سوله بحال شوې ده او نوره هیڅ يوه امنیتي مسله شتون نه لري."

هغه وویل، ګڼ شمير هغه بهرنیان په دغه سیلانیانو کې شامل ول چې د جولای په میاشت کې يې د شندور په روايتي جشن کې ګډون وکړو.

وزیر وویل، "د اوړي له پیل راهیسې، د سوات په کالام، مالم جبه، د دیر په کمراټ او د چترال په مختلفو برخو کې او د ملاکنډ ډویژن په نورو ضلعو کې ډير پروګرامونه ترسره کیږي."

سيلانيانو ته توان ورکول

دا ډول سیمې یو وخت د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) تر اثر لاندې وې، چې سیلانیان يې د سفر کولو نه منع کړي ول او په لسګونو زره ځایي خلک يې په ایستلو مجبوره کړي ول.

د حکومتي چارواکو په وینا، په سیمه کې پوځي عملیاتو او د حکومت ګڼ شمير ګامونو په ملاکنډ کې د سولې په بیرته راوستلو کې مرسته وکړه، او اوس په سلګونو زره سیلانیان دې سيمې ته راځي.

قاضي جلال، چې د خیبرپښتونخواه د حکومت د ټولنیزو رسنیو د ډلې يو غړی دی، وویل، "اوس، بهرني سیلانیان د اين او سي [د اعتراض نه لرلو سند] نه بغير د خيبر پښتونخواه هرې وادۍ ته سفر کولی شي." پخوا به بهرنيانو د خیبر پښتونخواه مختلفو برخو ته د سفر کولو لپاره د امنیتی وجوهاتو له کبله د حکومت څخه د اعتراض نه لرلو سندونو ته اړتیا لرله.

جلال وویل، د سياحت ایپ او د اين او سي نه بغير په خیبرپښتونخواه کې د سفر کولو وړتیا به بهرني او ځایي سیلانیان زيات وهڅوي چې د دې صوبې د مختلفو سیمو څخه لیدنه وکړي.

د دې نه علاوه، خیبرپښتونخواه د جون په لومړيو کې په هزاره او مالاکنډ سیمو کې د سياحت پولیسو يو ځواک جوړ کړو چې د سيلانيانو او د سياحت د ځایونو امنیت خوندي کړي او د ټريفک روان ساتلو کې مرسته وکړي.

د هزارې د سیمه ایزو پولیسو افسر محمد علي باباخېل وویل، "موږ په هزاره ډويژن کې ټول غیر ضروري پوسټونه لرې کړې چې سیلانیانو او نورو لیدونکو ته ښه هرکلی ووایو."

هغه زیاته کړه، د سياحت پولیس د هغه ګڼ شمیر سیلانیانو سره مرسته کوي کوم چې کاغان، ناران، شوګران، نهتیاګلي او د هزارې نورو برخو ته راځي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 4

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډير ښه تصويرونه

ځواب

da app sa name de

ځواب

دې ته ويلي شي ’د خېبر پښتونخواه سياحت‘

ځواب

دا ښه خبره ده چې پوهه شو چې حکومت په خېبر پښتونخواه کې د سياحت ودې ته پام کوي. زه پوره امید لرم چې دا سیمه به د ضروري سهولتونو سره په زړه پورې وي او خلک به ورته لاسرسی ترلاسه کړي.

ځواب