امنیت

وسله والو په بلوچستان صوبه کې په یو لړ حملو کې افغان طالبان په نښه کړل

د عبدل غني کاکړ لخوا

د وژل شوي طالب مشر ملا محمد اعظم لاش د اګست په ۱۷مه کویټې ته نږدې په کچلاک سیمه کې په يو امبولينس کې وړل کيږي. [عبدل غني کاکړ]

د وژل شوي طالب مشر ملا محمد اعظم لاش د اګست په ۱۷مه کویټې ته نږدې په کچلاک سیمه کې په يو امبولينس کې وړل کيږي. [عبدل غني کاکړ]

کویټه -- د بلوچستان صوبې په مختلفو برخو کې د افغان طالبانو پرضد د حملو په وروستۍ څپه کې د دغه وسله والې ډلې ګڼ شمير مشران وژل شوي دي.

د دفاع وزارت د سرچینو له مخې، د جمعې په ورځ (د اګست په ۱۶مه) د کویټې نه بهر په کچلاک کې په يوې مدرسه کې د افغان طالبانو د مشر ملا هيبت الله اخونزاده ورور په يوې چاودنه کې ووژل شو.

د ای اېف پي له مخې، د طالبانو دوو سرچینو -- یوه په کویټه کې او یوه په چمن کې -- هم وویل چې هغه وژل شوی دی.

د دې وزارت سرچینو وويل چې د شنبې په ورځ (د اګست په ۱۷مه) د وژنې په يوې بله پيښه کې، وسله والو ملا محمد اعظم اخوند، چې د طالبانو یو بل مهم مشر او د کچلاک په کلي قاسم کې د هيبت الله نږدې ملګرې دی، ووژلو.

طالب چارواکي د جولای په ۷مه دوحه، قطر ته راورسيدل چې د افغانانو ترمنځ په خبرو اترو کې ګډون وکړي. پاکستاني چارواکي په پاکستان کې د هغه کاروبارونو او سرمايه کارۍ تحقيقات کوي کوم چې له طالبانو سره تړاو لري. [کریم جعفر/ای اېف پي]

طالب چارواکي د جولای په ۷مه دوحه، قطر ته راورسيدل چې د افغانانو ترمنځ په خبرو اترو کې ګډون وکړي. پاکستاني چارواکي په پاکستان کې د هغه کاروبارونو او سرمايه کارۍ تحقيقات کوي کوم چې له طالبانو سره تړاو لري. [کریم جعفر/ای اېف پي]

سرچینو زیاته کړه چې وسله والو د یکشنبې په ورځ (د اګست په ۱۸مه) د بلوچستان د چاغي ضلعې په ګردي ځنګل سیمه کې د طالبانو په یوې مدرسه برید وکړو چې د طالبانو قوماندان ملا میرا جان یې ووژلو او درې نور یې ټپیان کړل.

په عين حال کې، د طالبانو مشران هڅه کوي چې په پاکستان کې د ګن شمير کاروبارونو او سرمايه کارۍ، چې شک کيږي چې د دغه ډلې د مشرانو سره تعلق لري، په اړه د پاکستان د فدرالي تحقيقاتو ادارې لخوا زيان رسونکي او روان تحقيقات رد کړي.

د افغانستان د استخباراتو یو سينير چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "افغان طالبان زیاتره د پناه لپاره د کډوالو سیمې کاروي."

هغه وویل، طالبان په بلوچستان کې د پښتنو په سیمو کې قوي شتون لري، چې په دې کې چمن، کچلاک، پشین، سرانان، پشتون آباد او د کويټې ختیځ بايي پاس سیمه او نور ځايونه شامل دي.

دغه چارواکي وویل، "زموږ د قانون پلي کونکي ادارې په سیمه کې د سولې ضد ډلو د له منځه وړلو لپاره په فعاله توګه کار کوي. زموږ په خاوره کې، افغان طالبان لږ نفوذ لري او "دوی د خپل شناخت د پټولو لپاره د افغان کډوالو پوښښ کاروي."

هغه زیاته کړه، د کچلاک د بمبارۍ وروسته، "په بلوچستان کې په لویه کچه پلټنې پیل شوې چې هغه مدرسې په ګوته کړي چې د پاکستان د مذهبي نصاب بورډ "وفاق المدارس العربیه" سره تړاو نه لري."

دغه چارواکي زیاته کړه، "تير کال، د طالبانو د مرکزي شورا مشر ملا کوچي هم په کچلاک کې وژل شوی وو، که څه هم، هيڅ يوې ډلې د دغه برید ادعا نه وه کړې."

'غیر معمولي ستراتیژي'

د دغه استخباراتي چارواکي په وینا، "داعش په سیمه کې د افغان طالبانو د اصلي سیال په توګه راپورته کیږي او په تیرو څو میاشتو کې داعش زياتره د هغه تروریستي پیښو ادعا کړې ده چې هدف يې طالبان ول."

داسې نا تاييد شوي راپورونه هم شتون لري چې د افغان طالبانو په ډله کې هغه عناصر د دې ګڼ شمیر بریدونو تر شا دي کوم چې د خپلو مشرانو د فعاليت نه خوشحاله نه دي.

هغه زیاته کړهد طالبانو په وړاندې مخ پرزياتيدو بریدونه په افغانستان کې د سولې د بهیر په اړه ډیرې اندیښنې راپورته کولی شي.

په اسلام آباد کې د دفاعي چارو شنونکې ډاکټر رشید احمد وویل، "داسې ښکاري چې په افغان طالبانو باندې وروستي بریدونه د یوې غیر معمولي ستراتیژۍ یوه برخه ده. زما په اند هغه عناصر چې د افغان طالبانو مشران په نښه کوي نه غواړي چې د افغانستان د سولې پروسه دې بریالي شي."

هغه وویل، "د طالبانو او د امریکې د حکومت ترمنځ په روانو خبرو اترو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی، نو ځکه داسې ښکاري چې د طالبانو ځینې سیالې ډلې هڅه کوي چې د سولې دا پروسه ګډوډه کړي."

هغه زیاته کړه، "په وروستي بریدونو کې د مهمو طالب مشرانو وژل د طالبانو تحریک لپاره يو لوی ګوزار دی."

نديم خان، چې په کویټه کې د افغانستان د چارو شنونکی دی، د طالبانو خپلمنځي نښتې ته په اشارې سره وویل، "په افغان طالبانو باندې بریدونه مختلف دلایل لرلی شي، خو یو اصلي لامل د دوی پخوانۍ دښمني ده."

هغه وویل، "په افغانستان کې، طالبان خورا قوي دي او د هغوی سیالان هغوی ته لاسرسی نه شي ترلاسه کولی، خو په پاکستان کې دوی دومره خوندي نه دي." هغه زیاته کړه چې په وسله والو باندې بریدونه د افغانستان په مختلفو برخو کې د دې ډلې د اوسني تروریستي پيښو خلاف يو غبرګون کيدی شي.

د وسله والو سره مبارزه

خان وویل، "زما په نظر، د پاکستان او افغانستان د حکومتونو تر منځ د بې اعتمادۍ موجوده فضا د سیمه ییزې سولې لپاره یو خنډ دی. دواړه ګاونډي هیوادونه باید د خپلو پالیسیو بيا کتنه وکړي."

هغه وویل، "اوس وخت دی چې پاکستان د هغو ډلو پروړاندې جدي اقدامات وکړي چې په دواړو ګاونډیو هیوادونو کې سوله ګډوډوي."

ملک عبدل ولي، چې د بلوچستان نيشنل پارټۍ نايب صدر دی، وويل، "د پاکستان لپاره، دا باید د ژورې اندیښنې وړ موضوع وي چې افغان طالب وسله وال په بلوچستان کې مدرسې چلوي. دا نه شي رد کيدی چې دغه مدرسې د وسله والو د استخدام لپاره هم کارول کيدی شي."

هغه وویل، "موږ په خپله خاوره کې د بهرني عناصرو جګړه نه شو زغملې، نو له همدې امله، زموږ بهرنۍ پاليسي اړتیا لري چې په دې مسلې غور وکړي." "د وسله والو ډلو په بشپړه توګه له منځه وړلو پرته، دولت په هېواد کې د تل پاتې سولې هدف نه شي ترلاسه کولی."

ولي وويل، "افغان طالبان زموږ خاوره د خپلو ستراتیژیکو پلانونو لپاره کاروي، او د دوی د شتون له امله، د ځایی اوسیدونکو ژوند هم له ګواښ سره مخ دی. زما په اند، بايد هیچاته اجازه ورنه کړل شي چې زموږ په خاوره کې د بهرني ګټې لپاره مدرسې وچلوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500