تروريزم

د ملګرو ملتونو يو ستر پلټونکی داعش د نازي جنګي جنایتکارانو په څير ګڼي او د محاکمو غوښتنه کوي

ای اېف پي

د داعش تنکي اعدام کوونکي په ۲۰۱۵ کال کې د سوریې په پالمیرا کې د خلکو په مخکې د سوریې رژیم د ۲۵ سرتیرو د وژلو لپاره تياری کوي. نړیواله ټولنه غواړي چې د محاکمو له کبله د دې ډول جرمونو مخه ونيول شي. [فايل]

د داعش تنکي اعدام کوونکي په ۲۰۱۵ کال کې د سوریې په پالمیرا کې د خلکو په مخکې د سوریې رژیم د ۲۵ سرتیرو د وژلو لپاره تياری کوي. نړیواله ټولنه غواړي چې د محاکمو له کبله د دې ډول جرمونو مخه ونيول شي. [فايل]

بغداد -- د ملګرو ملتونو (يو اين) مشر، چې د داعش د جرمونو يې په ځانګړې توګه پلټنه کړې ده، په نوريمبرګ کې د نازي مشرانو په څیر د محاکمې غوښتنه کړې څو دا يقيني کړي چې د سخت دريځو قربانیان اوریدل شوي او د هغوی نظریه رد کړې شوې ده."

د یو کال لپاره، د بریتانیایی وکیل کریم خان تقريباََ د ۸۰ همکارانو سره په عراق کې سفر کړې دی چې د ملګرو ملتونو د سازمان، چې د یونیتاد په نامه پيژندل کيږي، لپاره شواهد او ګواهان راټول کړي.

هغه وویل، "دا يو ډير ستونزمن کار دی،" په داسې حال کې چې تحقیقاتي ټیم کار کوي چې تقريباََ د ۲۰۰ نه د زياتو ډله بيزو قبرونو د ۱۲،۰۰۰ پورې د مړو، د داعش د جرمونو په اړه د ۶۰۰،۰۰۰ ويډيوګانو او د دغه ډلې د بیوروکراسۍ د ۱۵،۰۰۰ پاڼو معاينه وکړي.

د داعش لپاره ظلم حرام نه دی

پنځه کاله مخکې، کله چې داعش په عراق او سوریه کې په پراخه سيمه کنټرول لرلو، دې ډلې له خپل نظام، سکولونو، د ماشومانو سرتيرو، د اسلام د سختې تشريح او د پخواني دور د سزاګانو سره د اوو ميليونو نه په زياتو کسانو باندې په ظالمانه توګه حکومت کولو.

د ۲۰۱۶ کال د ویډیو هغه سکرین شاټ، چې داعش يو څو شيبې وروسته له هغې د لوی اختر په موقعه خپور کړې کله چې د هغې جنګیالو د سوریې د قربانیانو سرونه غوڅ کړل. [فايل]

د ۲۰۱۶ کال د ویډیو هغه سکرین شاټ، چې داعش يو څو شيبې وروسته له هغې د لوی اختر په موقعه خپور کړې کله چې د هغې جنګیالو د سوریې د قربانیانو سرونه غوڅ کړل. [فايل]

د عراق يوه یزیدي ښځه د مارچ په ۱۵مه ګوري کله چې د فورنسک کارکوونکي د عراق په سنجار ضلعه کې په کوجو کلي کې د داعش لخوا د وژل شويو په سلګونو یزیدیانو د ډله ییز قبر د خلاصولو په دوران کې د سیمې څارنه کوي. [زید العبیدي/ای اېف پي]

د عراق يوه یزیدي ښځه د مارچ په ۱۵مه ګوري کله چې د فورنسک کارکوونکي د عراق په سنجار ضلعه کې په کوجو کلي کې د داعش لخوا د وژل شويو په سلګونو یزیدیانو د ډله ییز قبر د خلاصولو په دوران کې د سیمې څارنه کوي. [زید العبیدي/ای اېف پي]

داعش به اقليتي ډلې د "کافرانو" او يا د "شيطانانو" په څير ګڼلې، کوم چې د زرګونو په شمير کې د مرګ، اذيت او یا غلامۍ سره مخامخ کيدل.

خان په بغداد کې د ملګرو ملتونو په پراخه کچه خوندي مرکزي دفتر نه وویل، داعش "د ګوریلا په څير جنګي یا ګرځنده یاغي ډله نه وه ... دا یو اړخ دی چې د نړیوال انصاف لپاره يوه غیر معمولي خبره ده."

هغه وويل، "د داعش لپاره هیڅ ممانعت نه وو."

"چا به په يويشتمې پيړۍ کې فکر کړې وو چې موږ به په صليب باندې د يوکس وژل کيدل او يا په یوې پنجره کې د يو کس سوځيدل، غلامي، جنسي غلامي، د ودانيو نه د خلکو غورځول او سرونه پريکول وينو؟"

او دا ټول "د ټي وي کیمرې" سره ريکارډ شوي دي.

هغه وویل، له وحشت سره، دا جرمونه "نوي نه دي." "يوه نوي خبره دا ده چې د داعش نظريه په ورته ډول دغه جنايي ډله هڅوي لکه څنګه چې فاشیزم د [نازي الماني مشر اډولف] هټلر جنايي پروګرامونه هڅولي ول."

د داعش نظريه ردول

نازي مشران په ۱۹۴۵-۱۹۴۶ کې د آلمان په نوريمبرګ کې په نړیوال پوځي عدالت کې د دويم نړیوال جنګ په جریان کې د شاوخوا شپږ ملیونو یهوديانو وژلو په تور محاکمه شوي ول.

نن ورځ تقریباََ هره ورځ عراقي محکمې د داعش نيول شويو غړو ته سزاګاني، اکثر د مرګ سزا، اوروي، خو قربانیان په محاکمو کې موجود نه وي او يوزاينې تور دا لګول کيږي چې دوی د داعش سره تړاو لرلو.

خان وویل، یوازې هغه محاکمې چیرې چې هر يو کس شواهد او ګواهانو ته لاسرسي لري پرمختګ کولی شي.

هغه د هټلر لخوا لیکل شوي سوانح عمرۍ منشور ته په اشارې سره وویل، د نوريمبرګ له امله، "د هیڅ يو کس سره په جدي توګه چلند نه شي کيدې، که چيرې هغوی د"مین کامپ" اصولو ملاتړ وکړي."

هغه وویل، "په حقیقت کې، د خلکو ضمیر به هله راژوندې شوې وای که چیرې خلکو دا فکر کړې وې چې د فاشیزم اصولونه یوه متبادله سیاسي فلسفه وه."

د خان په وینا، نوريمبرګ "د فاشيزم زهر د جرمني د خلکو نه لرې کړل."

هغه وویل، د داعش نه وروسته، "عراق او انسانیت د [داعش] نیوريمبرګ غورځنګ ته اړتیا لري."

خان وويل، د داعش لپاره عادلانه محاکمه "د سني ټولنې نه د داعش زهر په لرې کولو کې هم مرسته کولی شي." سني ټولنه په عراق کې يوه اقليتي ټولنه ده، چيرته چې دوه نیمه برخه وګړي شیعه ګان دي.

د داعش محاکمه به نه یوازې په سیمه کې بلکې د نړۍ په نورو برخو کې، چيرته چې ټولنې په احتمالي توګه د داعش د دروغو او پروپيګنډې تر لاندې راتلې شي، "تعلیمي اثر" ولري.

خان وویل، "دغه نظريه رد کيدې شي، نو هغه خلک چې څارنه يې کوي ... پخپله یو څرګند حقیقت ليدلې شي چې دا خورا غیر اسلامي دولت وو چې موږ لیدلې دی."

په هر ځای کې داعش محاکمه کول

یونیتاد کار کوي چې دا ثابته کړي چې آيا د داعش کړنې د انسانيت په وړاندې جرمونه ول، که جنګي جرمونه وو یا نسلي وژل ول، چې په نړیوال قانون کې ترټولو جدي جرمونه دي.

خان وویل، "تاسو به په راتلونکو دوو میاشتو کې ووینئ چې موږ په ځینو محاکمو کې شواهد چمتو کوو چې له مخکې په ځينو هيوادونو کې ترسره کيږي."

یو شمیر محاکمې له مخکې نه په ځانګړي توګه په فرانس او د جرمني په ميونيخ کې د هغه بريدونو په هکله رواني دي چې داعش يې ادعا کړې ده، چيرته چې یوه الماني ښځه په دې تور تورنه ده چې دې یوه ځوانه یزیدي جينۍ، چې د داعش د غلامانو په بازار کې اخيستل شوي وه، د تندې له امله مړه کړې وه.

خان وویل، "خو عراق لومړې هيواد دی چې زموږ شواهد او معلومات ترلاسه کوي."

عراق له مخکې نه په زرګونو خپل اتباع محاکمه کړې چې په خپل هيواد کې د داعش سره د یوځای کیدو په تور نیول شوي او په سلګونو کسان یې په مرګ محکوم کړي، که دوی د دې ډلې لپاره جنګیدلي وو او که نه.

خان وویل، "دا فورم دومره مهم نه دی،" لکه څنګه چې ځينو کسانو د نړیوالې محکمې د احتمال په اړه غږ پورته کړې دی، خو په نږدې راتلونکي کې ناشونې ښکاري.

مهمه خبره دا ده چې "قربانیان حق ولري چې د هغوی غږ واوريدل شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500