روغتیا

سور صلیب د بریدونو څخه د روغتیایی کارکوونکو د ساتنې لپاره کمپاین پیل کړو

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

د سور صلیب نړیوالې کمیټۍ (آی سي آر سي) د جولای په ۲۳ مه په اسلام آباد کې يو کمپاين پيل کړو چې د روغتیایي کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي په پيښو کې کمې راولي. [آی سي آر سي]

د سور صلیب نړیوالې کمیټۍ (آی سي آر سي) د جولای په ۲۳ مه په اسلام آباد کې يو کمپاين پيل کړو چې د روغتیایي کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي په پيښو کې کمې راولي. [آی سي آر سي]

اسلام اباد -- د سور صليب نړيوالې کميټۍ په پاکستان کې يو کمپاين پيل کړې چې په روغتونونو کې د روغتيايي کارکوونکو په وړاندې تاوتريخوالې کم کړي او د کارکوونکو ساتنه وکړي او د ناروغانو علاج يقيني کړي.

ډاکټر ظفر اقبال مرزا، چې د ملي روغتيا خدماتو، مقرراتو او همغږۍ ریاست وفاقي وزير دی، وویل، دا نوښت ځکه پيل شو چې د روغتیا د پاملرنې کارمندان د هغو کورنیو لخوا د تاوتريخوالي سره ډير زيات مخامخ شوي دي چې عزيزان يې په روغتون کې داخل وي.

هغه وويل، دا مسله عموماََ رامنځته کيږي او مخ پر زياتيدو ده. هغه زياته کړه چې پاکستان لا تر اوسه د دې سره د مقابلې لپاره هيڅ نه دي کړي.

مرزا د سه شنبې په ورځ (د جولای په ۲۳ مه) په اسلام آباد کې د يوې ورځې په ورکشاپ کې، چې د "باور ولرئ" په نامه ياديږي، وویل، "دا يو ستر نوښت دی چې د روغتیا پاملرنې چمتو کوونکو ته درناوی وړاندې کوي او زموږ په روغتونونو کې د غوره خدماتو په برخه کې مرسته کوي."

د دې کمپاین موخه دا ده چې په پاکستان کې د نړیوالې هڅې، چې د روغتیا پاملرنه په خطر کې (ايچ سي آی ډي) په نامه ياديږي، د برخې په توګه په پاکستان کې ستونزو ته د خلکو پام راواړوي.

په پاکستان کې د آی سي آرسي د پلاوي مشري، ډريګانه کوجيک، وویل، دا ډول تاوتریخوالې په کارمندانو او د ناروغانو په پاملرنې باندې هم اثر کوي.

هغې په دغه پيښه کې وويل، "د روغتيا پاملرنې په برخه کې تاوتريخوالې يوه بشري ننګونه ده چې روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی او چمتو کولو ته زيان رسوي او د ناروغيو د مخنیوي او له منځه وړلو لپاره يوه خطرناکه خبره ده."

د خلکو چلند بدلول

د کمپاین د یوې برخې په توګه، په روغتونونو کې د تاو تریخوالي د پایلو په اړه د عامه خدماتو پیغامونه به په تلویزیون، راډيو او ټولنیزو رسنیو باندې خپاره شي.

کوجیک وویل، "موږ باید په روغتیایی مرکزونو کې د خلکو په چلند کې بدلون راولو څو دا يقيني کړو چې د ناروغانو د خپلوانو نه مسلکیان خوندي وساتو."

په پاکستان کې د آی سي آرسي ویاندې رمشا قريشي وویل، تیر کال د آی سي آرسي لخوا ترسره شوې څیړنې څرګنده کړه چي د روغتیا کارکونکي زياتره وخت د ناروغانو د کورنیو لخوا د بریدونو سره مخ کيږي او په روغتيايي مرکزونو کې د دې کړنو د مخنيوي لپاره اغيزمن اقداماتو ته اړتيا ده.

د ۴۶ پاڼو مطالعې له مخې، دا ډول بریدونه هغه ستر لامل دی چې طبي پرسونل په خپلو دندو پریښودلو باندې مجبوروي. هغې وويل، داسي حالات يو غير معمولي چاپېريال رامنځته کوي، چې د روغتيايې خدمتونو چمتو کونکو لپاره ستونزمنه وي چې ډيره پاملرنه وکړي.

د روغتيا لپاره د خيبر پښتونخواه سيکريټري، ډاکټر سيد فاروق جميل، په يوې مرکه کې وويل، قانون جوړونکو د روغتون کارمندانو د ساتنې لپاره یوه مسوده جوړه کړې ده.

هغه وويل، "د روغتیایی خدماتو په برخه کې د تاوتریخوالي په وړاندې څو اړخیزه اقدامات پکار دي، چې په دې کې د مسلې تجزيه، قانون جوړول او عملي کول او عملي مداخلت، مشاورت او عامه پوهاوي شامل دي." "په چلند کې د بدلون راوستلو او د روغتیایي پاملرنې يقيني کولو لپاره د ټولو برخه والو لخوا دوامداره هلې ځلې ډير اهميت لري."

د توقعاتو نه پوره کيدل او حقايق

ډاکټر حامد شهزاد، چې په پيښور کې په ليډي ريډنګ هسپتال کې د بیړنۍ پاملرنې ډايريکټر دی، وويل، یوه پیښه چې په روغتونونو کې رامنځته کيږي هغه دا ده چې کله ناروغان ويلچير یا ټرالي نه شي موندلې، نو د هغوی د غصې نه ډکي کورنۍ او ملګري وهل ټکول کوي.

هغه وويل، "په عملي توګه د توقعاتو او حقايقو ترمنځ فرق دی."

په داسې حال کې چې په پاکستان کې زيات امنیت د ترهګرۍ په مخه نيولو کې مرسته کړې ده، روغتیایي کارکوونکي او روغتیايي موسسې اوس هم د ځان وژونکو چاودنو او نورو ترورستي بریدونو وروسته د ناروغانو د زيات شمیر سره مخامخ کيدې شي، چې په کارمندانو باندې اضافي فشار راوړي او د ښه خدماتو مخه نیسي.

حامد وويل، "موږ د چاودنو، د سړک د حادثو، د ټوپک د ډزو او نورو ناروغيو قربانيان ترلاسه کوو، چې روغتيايې کارکوونکي ډير زيات مصروفه ساتي." "په داسې حالاتو کې، د ناروغانو [کورنۍ او خپلوان] مایوسه کیږي کله چې دوی ښه غبرګون ترلاسه نه کړي او مجبوره شي چې د تاوتریخوالي لاره غوره کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500