ټولنه

د کُرم د موسیقۍ لومړۍ اکيډمي قبايلي اوسيدونکو ته خوشحالي ورکوي

د سيد انصار عباس لخوا

امتیاز حسین (په منځ کې) په پاړه چنار کې د جون په ۸ مه د موسيقۍ درس ورکوي. [د سید انصار عباس نه په مننه]

امتیاز حسین (په منځ کې) په پاړه چنار کې د جون په ۸ مه د موسيقۍ درس ورکوي. [د سید انصار عباس نه په مننه]

پاړه چنار -- په کُرم ضلعه کې د موسيقۍ نوي جوړه شوي اکيډمي سولې ته د ودې ورکولو په توګه ځوانانو ته ښایي چې څنګه د موسيقۍ آلات وغږوي.

امتياز حسين، چې يو ځوان سندرغاړی دی، په پاړ چنار کې د سما ميوزک اکيډمي په نوم يوه اکيډمي جوړه کړه، چې په قبايلي سيمو کې لومړۍ اکيډمي ده.

کُرم -- په ځانګړې توګه پاړه چنار -- مخکې د اورپکۍ مرکز وو.

حسين وويل، هغه د دې اکيډمۍ پرانيسته وکړه چې د هغه خلکوزړونه خوشحاله کړي کوم چې د ترهګرۍ لخوا ځپل شوي ول او ځايي خلکو ته سوله، خوشحالي او موسيقي برابر کړي.

امتیاز حسین د جون په ۷ مه په پاړه چنار کې د موسیقۍ په لومړۍ اکيډمۍ کې زده کونکو ته موسیقی ښایي. [د سید انصار عباس نه په مننه]

امتیاز حسین د جون په ۷ مه په پاړه چنار کې د موسیقۍ په لومړۍ اکيډمۍ کې زده کونکو ته موسیقی ښایي. [د سید انصار عباس نه په مننه]

زده کونکي د جون په ۸ مه په پاړه چنار کې د موسیقۍ په لومړۍ اکيډمۍ کې موسیقی زده کوي. [د سید انصار عباس نه په مننه]

زده کونکي د جون په ۸ مه په پاړه چنار کې د موسیقۍ په لومړۍ اکيډمۍ کې موسیقی زده کوي. [د سید انصار عباس نه په مننه]

هغه وويل، "په پاړه چنار کې، چې پخوا د ترهګرۍ لخوا ځپل شوی وو، په لومړي ځل د موسيقۍ اکيډمۍ پرانيستل د سولې نښه ده."

د حسين په وينا، د ۳۰ نه زياتو زده کوونکو، چې د ۱۵ نه تر ۴۰ کلونو پورې عمر لري، له مخکې نه په دې اکيډمۍ کې داخله اخيستې ده. هغه زياته کړه چې هغه نورو ۱۵ زده کوونکو ته ويډيويي درسونه ليږي.

زده کوونکي، چې زياتره ښوونکي او انځورګران دي، د رباب، پیانو، بانسوري او د تبلې او د سندرو لپاره تخنيکونه زده کوي.

"زه پخپله د رباب او پیانو درس ورکوم، په داسې حال کې چې دوه نور ښوونکي د ډول (تبلې) او شپيلۍ (بانسري) درس ورکوي."

حسین وویل، "زه د ۲۰۱۳ نه تر ۲۰۱۸ پورې د موسیقۍ په کلاسونو کې د ګډون لپاره لاهور او راولپنډی ته تللی وم." هغه زیاته کړه چې هغه د پټياله ګهرانه سردار فتح علي خان، چې د سندرو زده کولو يو مشهور سکول دی، نه د موسیقۍ تعليم ترلاسه کړو.

حسین د اګست په میاشت کې د موسیقۍ په اکيډمۍ کې کار پیل کړو.

حسين وويل، "زه اوس غواړم چې دا اکيډمي د موسيقۍ په يو مناسب سکول کې بدله کړم." "زه هغه پښتنو ته هم آنلاين درس ورکوم چې په بهر کې اوسیږي."

هغه وويل، "موسيقي تاسو د ترهګرۍ، اورپکۍ او انديښنو نه لرې ساتي."

حسين وويل، "ما غوښتل چې د موسيقۍ اکيډمي مخکې پيل کړم، خو دا د ترهګرۍ د څپې له امله ناکامه شوه." هغه زياته کړه چي هغه اوس خوشحاله دى چې سوله پاړه چنار ته راستانه شوې ده."

خوشحالي او اطمینان

وسیم عباس، چې د ۲۱ کالو زده کونکی دی او په ځايي فني کالج کې د انجنيرۍ سبق وايي، د تیرو شپږو میاشتو راهیسې د رباب د غږولو زده کړه کوي.

عباس وويل، "د موسيقۍ اکيډمۍ د موسيقۍ مينه والو ته يو فرصت ورکړې چې هلته راشي او د موسيقۍ په اړه زده کړه وکړي." نوموړي زياته کړه چې ترهګرۍ نه يوازې سوداګري بلکې تعليم او حتی موسيقي يې هم وځپله.

هغه وويل، د سولې بيا بحلالي د اکيډمۍ لپاره دا ممکنه کړه چې په کُرم کې فعاليت وکړي. "په سکولونو کې بيا تعلیمي فعالیتونه پيل کيږي، او د سوداګرۍ فعالیتونو پراختيا وموندله."

اقرار حسين، چې د ۲۰ کالو زده کونکی دی او د سول انجینرۍ سبق وايي، وويل چې د موسیقۍ سره مينې هغه اکيډمۍ ته راوستلو.

هغه وويل، "د موسيقۍ زده کول او د رباب غږول ما ته خوشحالي او اطمينان راکوي."

حسین وویل، "اوس هلته کې په بشپړه توګه امنیت دی، چې ما ته او زما نورو ملګرو ته يې توان راکړو چې د موسيقۍ په اکيډمۍ کې ګډون وکړو." هغه زیاته کړه چې ترهګرۍ به هغوی ته د موسيقۍ د زده کولو اجازه نه وې ورکړې.

فهیم عباس، ۲۰ کلن، د تیرو دوو میاشتو راهيسې د پیانو د غږولو زده کړه کوي.

هغه وويل، موسيقۍ په دې وروستيو وختونو کې د ترهګرۍ له امله لږ پام ترلاسه کړو.

عباس وويل، "اوس د موسيقۍ اکيډمي موسيقۍ ته په وده ورکولو کې يو مهم رول لوبوي."

فهيم حسين، چې د پاړه چنار يو بل اوسيدونکی دی، وويل، "حکومت بايد په حکومتي سکولونو کې د موسيقۍ د زده کړو د پيلولو لپاره ګامونه پورته کړي چې زده کوونکي هلته کې موسيقي زده کړي."

"موسيقي نه یوازې هنر دی بلکې د پښتنو کلتور یوه برخه هم ده."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500