تروريزم

داعش په کويټه کې د هغه بريد مسوولیت پرغاړه اخيستې چې طالبان يې په نښه کړې ول

د عبدل غني کاکړ لخوا

ځايي اوسيدونکي په هغه ځای کې زيانونو ته ګوري چيرې چې د داعش لخوا منل شوي چاودنه په کويټه کې د جولای په ۲۳ مه رامنځته شوه. [د عبدل غني کاکړ نه په مننه]

ځايي اوسيدونکي په هغه ځای کې زيانونو ته ګوري چيرې چې د داعش لخوا منل شوي چاودنه په کويټه کې د جولای په ۲۳ مه رامنځته شوه. [د عبدل غني کاکړ نه په مننه]

کويټه -- داعش د سه شنبې په ورځ (د جولای په ۲۳ مه) په کویټه کې د یوې چاودنې مسولیت پر غاړه واخیستو چې درې تنه په کې وژل شوي ول او ۲۵ نور کسان په کې ژوبل شوي ول.

داعش د سه شنبې په ورځ په يو بيان کې وويل، دا چاودنه يو ځانمرګی بريد وو چې هدف يې د افغان طالبانو غړي ول، کوم چې د بايي پاس په ختيځ سيمه کې د يوې فارميسۍ نه بهر موجود ول.

د کویټې د پوليسو مشر وويل، که څه هم، دا برید يو ځانمرګی برید نه وو.

د کویټې د پولیسو مشر، عبدالرزاق چیمه، په یوې مرکه کې وویل، "دا یو ځانمرګی برید نه وو، په یو سايکل باندې يو ريموټ کنټرول بم ځای پر ځای شوی وو او شیرجان سټاپ ته نږدې وچاوديدو."

د داعش غړي د جون په مياشت کې په يو خپور شوي انځور کې د افغانستان او پاکستان پولې ته نږدې د پلانونو په اړه خبرې کوي. [فايل]

د داعش غړي د جون په مياشت کې په يو خپور شوي انځور کې د افغانستان او پاکستان پولې ته نږدې د پلانونو په اړه خبرې کوي. [فايل]

هغه وويل، "د [صوبې] د ترهګرۍ پر ضد ادارې (سي ټي ډي) د نامعلومو وسله والو په وړاندې کيس ثبت کړی دی." "د څیړنې ټیم له سیمې څخه ټول شواهد ترلاسه کړي دي، او دا د وخت نه مخکې خبره ده چې دا اعلان وکړو چې څوک د دې برید تر شا کيدې شي."

ويل کيږي چې زياتره قربانیان افغانان ول

د سرچینو په وینا چې د پټ پاتې کيدو غوښتنه يې وکړه، چارواکي د قربانیانو د هویت د معلومولو لپاره کار کوي، او دوی باور لري چې زياتره په کې افغان وګړي ول.

هغه وويل، "د ختيځ بايي پاس بريد وروسته، د صوبايي مرکزي ښار امنيت لوړ کړې شوې او پوليس او د قانون پلي کونکي ادارې کلک ګامونه پورته کوي چې د امنيت يو جامع پلان يقيني کړي."

په کویټه کې د استخباراتو يو سينير چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط پاکستان فارورډ ته وویل، "داعش په تيرو کې زمونږ په سيمه کې زيات شمير ترهګريز بريدونه ترسره کړي دي، او دا ډله په پراخه کچه کار کوي چې د نورو وسله والو ډلو له لارې خپلې پښې دلته کې پياوړي کړي."

هغه زياته کړه، "په بلوچستان او د صوبې په نورو برخو کې د بغاوت پرضد بریدونو کې، داعش ستر زيان ترلاسه کړې او د دې وسله والې ډلې ډير مهم ځايي مشران په مختلفو عملیاتو کې نیول شوي."

هغه وويل، په کویټه کې، داعش د څو افغان کډوالو د وژلو ادعا کړې ده.

هغه وويل، "زموږ څيړنو ثابته کړې چې وسله والو زياتره هغه افغانان په نښه کړي چې په رسمي توګه په هېواد کې رجسټر نه دي."

د بلوچستان وزير اعلی جام کمال د چهار شنبې په ورځ (د جولای په ۲۴ مه) په يو بيان کې وويل چې هغه پوليسو او نورو قانون پلي کونکو ادارو ته لارښوونه کړې چې په صوبه کې د ترهګرۍ ضد او استخباراتي فعاليتونه زيات کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500