ديپلوماسي

امریکا په افغانستان کې د سولې په پروسه کې د پاکستان د رول ستاينه کوي

ای ايف پي

په سپینه ماڼۍ کې د ۲۰۱۹ کال د جولای په ۲۲ مه د متحده ایالاتو صدر ډونالډ ټرمپ او د پاکستان وزیر اعظم عمران خان سره د ګډ مطبوعاتي کانفرنس يو څو منظرونه. [کارمین کوسټا-روکا/ای اېف پي ټي وي/ډي سي پول/ای ايف پي]

واشنګټن، ډي سي -- د متحده ايالاتو صدر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ (د جولای په ۲۲ مه) په افغانستان کې د سولې خبرې اترې مخ پر وړاندې بوولو کې د پاکستان د مرستې ستاينه وکړه.

خان د شنبې په ورځ (د جولای په ۲۰ مه) د دريو ورځو رسمي دورې لپاره واشنګټن ته راورسيدو.

ټرمپ د وزیر اعظم عمران خان سره په اوول دفتر کې په خپل خطاب کې وويل، "موږ په تیرو څو هفتو کې ډیر پرمختګ کړی دی، او پاکستان په دې پرمختګ کې له موږ سره مرسته کړې ده."

هغه خان ته مخ واړوو او زياته يې کړه، "د متحده ايالاتو لپاره ډېر ستر کارونه روان دي، او زه فکر کوم چې د پاکستان لپاره به ستا د ليډرشپ لاندې ډير ستر کارونه روان شي."

د پاکستان وزير اعظم عمران خان د ۲۰۱۹ کال د جولای په ۲۲ مه په سپینه ماڼۍ کې د امریکې د صدر ډونالډ ټرمپ سره خبرې کوي. [سپینه ماڼۍ]

د پاکستان وزير اعظم عمران خان د ۲۰۱۹ کال د جولای په ۲۲ مه په سپینه ماڼۍ کې د امریکې د صدر ډونالډ ټرمپ سره خبرې کوي. [سپینه ماڼۍ]

خان د خپلې برخې په اړه وويل، هغه "تل په دې باور لري چې "د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د شخړې لپاره پوځي حل لاره نشته.

هغه وویل، "زه د صدر ټرمپ شکريه ادا کوم، ځکه چې هغه اوس خلک مجبوره کړي چې جګړه پای ته ورسوي."

خان وروسته ټويټ وکړو، "زه غواړم چې د ښې او سترې میلمستيا، د پاکستان د دريځ په اړه د پوهې او زمونږه ټول وفد د خوشحالولو له کبله د ټرمپ مننه وکړم." "زه غواړم چې صدر ټرمپ ته ډاډ ورکړم چې پاکستان به په افغانستان کې د سولی په پروسه کې د خپل وس پورې مرسته وکړي. د افغان خلکو، چې له اوږدې مودې راهيسې ځپل شوي دي، په ټوله نړۍ باندې دا حق دی چې د ۴ عشرو د جګړې وروسته سوله راولي."

د خان او پاکستان لپاره پرمختګ

شميله چوهدري، چې په څيړنيزې موسسې نيو امريکا کې سينير فيلو ده او د سپينې ماڼې پخوانۍ چارواکي ده، وويل، "د خان سفر د طالبانو سره په خبرو اترو کې د ښه چلند له کبله د ټرمپ نه ستاينه ترلاسه کړه."

هغې ای ايف پي ته وویل، "دا به د عمران خان مقام ښه کړي، په خپل هيواد او نړۍ دواړو کې."

د سپينې ماڼې د يو بيان له مخې، ټرمپ هيله لري چې د پاکستان سره د دوه اړخيزو اړیکو د ټولو اړخونو بیاکتنه وکړي، چې په دې کې د سوداګرۍ نوي معاهدې او"د پوځونو ترمنځ پیاوړي اړیکي" شاملي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 15

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زما ټايګر ځواک خوښ دی

ځواب

مهرباني وکړئ د پاکستان په ملي خزانه بار مه اچوئ..؟ د هیواد عام وګړي په کړاو اخته دي، په ټولو حکومتي ادارو کې پروموشنونه خلاص شوي دي، د ملیونو روپیو قرضې، یو ملیونه ټايګر ځواک، ودانیزې چارې ټول غیر ضروري دي. عام خلک د کورونا او لوږې له امله مړه کیږي او حکومت د هیڅ شي په اړه اندیښنه نه لري. ځینې بې شرمه خلک څو څو ځله راشن اخلي او بیا یې خرڅوي او ټول کرپټ د کار نه ډډه کوي، د کار نه ډډه کونکو او او لټانو لاټرۍ وګټلې. دوی یوازې د تنکي ځوانانو په اړه خبرې کوي خو د اي او بي آی متقاعدین نظر انداز شوي دي. دوی د هغو کسانو په اړه اندیښنه نه لري چې د ۶۰ کالو عمر پورې يې کار کړی دی. خدای دې ښاغلي سید زلفي بخاري وبخښي چې د اي او بي آی متقاعدینو پاملرنه کوي او د غریبانو او سپین ږیرو لپاره احساسات لري. الله دې ښاغلي بخاري ته صحت، دولت او اوږد عمر ورکړي. "آمین" پاکستان آی ايس آی زنده باد پاکستان پوځ زنده باد د پاکستان ټول دفاعي ادارې زنده باد پاکستان زنده باد

ځواب

جناب، هیڅ څوک زموږ نه د رایې په اړه پوښتنه نه کوي، او نه هیڅوک موږ ته څه راکوي. مونږ ډير بې وزله يو.

ځواب

زما نوم محمد شعیب احمد دی. زه د قصور ضلعې یم زه کار ته ډيره اړتیا لرم، مهرباني وکړئ له ما سره مرسته وکړئ او زه مزدور کار یم خو د کورونا له امله زما کار بند شوی دی. ما سره باید د احساس بيړني پروګرام له لارې مرسته وکړی شي. زه به مننه وکړم.

ځواب

سلامونه، زما نوم محمد منیر احمد دی او زه د ښو کارونو ترسره کولو سره مینه لرم، مهرباني وکړئ ماته د کار فرصت راکړئ. زه له هغه وخته راهيسې بې ارامه يم چې زموږ وزیر اعظم سيټيزن پورټل پيل کړی دی. ما په سيټيزن پورټل باندې درخواست کړی خو تراوسه مې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

ځواب

کله چې تاسو د ځمکنیو حقایقو سره سمه معامله حل کړئ، نو پایله به یې ګټوره او د تل لپاره وي

ځواب

هو، زه موافقه کوم

ځواب

دوی باید زموږ د پاکستان په اړه ښه فکر کړی وې.

ځواب

ډير ښه، الله دې عمران خان ته اوږد ژوند ورکړي!

ځواب

خان يو ډیر ښه کس دی

ځواب

هو، بالکل.

ځواب

د ځمکو قابضين د کراچۍ واکمنان کیږي او زموږ د کوپراتیو ډپارټمنټ ملازمين هم په دې کې ښکیل دي. هيڅ څوک هم غريبانانو ته نه ګوري او نه يې خبره اوري. دا د مدینې دولت دی؟

ځواب

لعنت دې وي په هغه کس چې د يهوديانو ايجنټ دی.

ځواب

رازق د پاکستان پوځ سره يو ځای کيږي په پاکستان کې دلچسپي لري زمونږ د حقونو لپاره په کشمير کې کار کوي د هند پوځ کشميريان د ۳۴ ورځو راهيسې په زور په توقيف کې ساتلي دي د کشمير ښار بند دی

ځواب

بدترین خبره دا ده چې ترڅو به مونږ د نورو د جنګ برخه يو، موږ ګڼ شمير هجرتونه کړي دي. د کشمير مسله تراوسه نه ده حل شوې او موږ هڅه کوو چې امریکا او افغانستان خپل ملګري کړو، نو ولې ښاغلی وزیر اعظم نه پوهیږي چې نه موږ طالبان پېژنو، او نه به موږ د خبرو اترو د ډلې برخه شو، تاسو به یوازې خپل لاسونه ګنده کړئ که چيرې تاسو يې په سکارو کې وهئ.

ځواب