چارواکو وويل، يوې ښځينه ځانمرګي بريد کوونکي د يکشنبې په ورځ (د جولای په ۲۱ مه) د پاکستان په شمال لویدیځ کې په يو بريد کې، چې طالبانو يې ادعا کړې ده، د دوو پوليسو په ګډون شپږ کسان ووژل.
دا چاودنه د ډيره اسماعیل خان په شاوخوا کې په کوټلان سیدان کلي کې د يو هسپتال په دروازه کې رامنځته شوه.
د ضلعې د پوليسو مشر سلیم ریاض ای ايف پي ته وويل، ځانمرګي برید کوونکي دا بريد هغه وخت ترسره کړو کله چې پولیسو د خپلو دوو همکارانو -- چې د يکشنبې په ورځ (د جولای په ۲۰ مه) د وسله والو لخوا په ډزو وويشتل شوي ول -- د لاشونو په وړلو کې مرسته کوله.
بريد کونکي د هسپتال پورې راغله
هغه وويل، "ښځينه بريد کونکي، چې تقريباََ ۲۸ کاله عمر يې لرلو، پيدل راغله او ځان ته یې چاودنه ورکړه، چې دوه پوليس او څلور ملکيان یې ووژل او ۱۳ نور یې ټپیان کړل."
په ژوبل شوي کسانو کې اته پولیس او پنځه ملکيان شامل ول.
هغه وويل، د ځايي پوليسو يو بل چارواکي ملک حبيب د دې بريد او د ټپيانو د شمېر تاييد وکړو. افسرانو وروسته د بريد کونکي پرې شوی سر وموندلو.
د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني ځايي رسنیو ته په لیږل شوي بیان کې د دې بريد مسؤولیت په غاړه واخيستو.