واشنګټن، ډي سي -- وزير اعظم عمران خان د یکشنبې په ورځ (د جولای په ۲۱ مه) په واشنګټن ډي سي کې د پاکستان امریکایي ټولنې غړو ته خطاب وکړو.
خان د درې ورځو رسمي دورې لپاره د شنبې په ورځ (د جولای په ۲۰ مه) واشنګټن ته راورسېدو.
خان په کيپيټل ون سيمه کې يوې غونډې ته د خطاب په دوران کې د پاکستان په مهمو مسلو باندې خبرې وکړې، چې په دې کې کرپشن، تعليم، اقتصاد او جمهوريت شامل دي.
د پاکستان تحريک انصاف پارټۍ د ټويټر اکاونټ له مخې، خان وويل، "په پاکستان کې ميرټ شتون نه لري، يو داسې سیسټم شتون نه لري چې د منځنۍ کچې يو کس په يو ورته ميدان کې سیالي وکړي، نو ځکه زموږ خلک شاته پاتې شوي دي."
هغه وویل، "یوازې هغوی ته د ميرټ نظام ورکولو سره به موږ د نوي ليډرشپ د رامنځته کولو چانس چمتو کړو." "دا وخت دی چې پاکستان به بدلون ومومي. موږ باید د ميرټ سیسټم په پاکستان کې راولو."
خان به د متحده ایالاتو صدر ډونالډ ټرمپ سره د دوشنبې په ورځ (د جولای په ۲۲ مه) لیدنه وکړي چې د نورو مسلو په ګډون په افغانستان کې د سولې پروسې په اړه بحث وکړي.
هغه دغه غونډې ته وويل، "ما بار بار وويل چې په افغانستان کې د مسلې هيڅ پوځي حل نشته. دوی ما ته د 'طالبان خان' نوم راکړو. خو نن ټوله نړۍ زما د دريځ تاييد کوي چې پوځي حل شتون نه لري."
زه له دې پاڼې سره مينه لرم
ځوابتبصرې 2
عمران خان ۱۰۰ فيصده ښه او ايمانداره سړی دی. هغه چې څه وايي زه پې يقين کوم. نور ټول مشران په پاکستان کې غله دي. آمريکا ښه ملګری دی. پکار ده چې دا د تیلو په صنعت کې، د تیلو او ګيس په راویستلو کې د پاکستان سره مرسته وکړي.
ځوابتبصرې 2