امنیت

د ایران د انقلابي ګارډ له خوا د تېلو د ټانکر په نیولو سره په خلیج کې ترینګلتیاوې زیاتې شوې

سلام ټایمز او ای اېف پي

د ایران انقلابي ګارډ د چنګاښ په ۲۷مه په هورموز تنګي کې یو د تېلو ټانکر ونیو. په دې عکس کې چې په ۲۰۱۲ کال کې اخیستل شوی، د ایران چټکې کیشتۍ د تېلو د یوه ټانکر بېړۍ مخې ته روانې دي. [عطاء کیناري/ای اېف پي]

د ایران انقلابي ګارډ د چنګاښ په ۲۷مه په هورموز تنګي کې یو د تېلو ټانکر ونیو. په دې عکس کې چې په ۲۰۱۲ کال کې اخیستل شوی، د ایران چټکې کیشتۍ د تېلو د یوه ټانکر بېړۍ مخې ته روانې دي. [عطاء کیناري/ای اېف پي]

واشنګټن -- د خلیج په سیمه کې ترینګلتیاوې وروسته له هغه زیاتې شوې چې واشنګټن وویل، د متحده ایالاتو سمندري ځواک یوه ایرانۍ بې پیلوټه الوتکه وروسته له هغه ویجاړه کړه چې هغې د هورموز تنګي په دروازه کې یوه امریکایي سمندري بېړۍ وګواښله.‌

باور کیږي چې دا د زیاتېدونکو جدي پېښو له یوې لړۍ څخه وروسته له ایران سره د متحده ایالاتو د پوځ لومړنۍ نښته ده.

د پنتاګون ویاند جونتن هوف مین وویل، د متحده ایالاتو بوکسر، بریدګرې کیشتۍ د پنجشنبې په ورځ /د چنګاښ ۲۷مه/ د ایرانۍ بې پیلوټه الوتکې پر ضد «دفاعي ګام پورته کړ» څو «د کیشتۍ او د هغې د عملیې خوندیتوب یقیني کړي».‌

همدارنګه، د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ‌ ځواک د پنجشنبې په ورځ وویل چې هغوی یو «بهرنی ټانکر» او د هغه ۱۲ تنه عمله د تېلو د قاچاق په تور نیولي دي.‌

د ایران پوځي منسوبین د چنګاښ په ۲۶مه په یوه بې پیلوټه الوتکه کار کوي. [ډي اي اېف ای پرېس]

د ایران پوځي منسوبین د چنګاښ په ۲۶مه په یوه بې پیلوټه الوتکه کار کوي. [ډي اي اېف ای پرېس]

د ایران اسلامي انقلابي ګارډ د کیشتۍ د نوم یا منشاء په هکله د جزیاتو له ورکولو څخه پرته وویل چې دغه کیشتۍ د ایران د لاراک جهیل په جنوب کې نیول شوې ده.‌

د ایران تلوېزیون د پنجشنبې په ورځ داسې یوه ویډیو وښودله چې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ له خوا کارېدونکیو د ګزمې کیشتیو ته ورته کیشتۍ د «ریه» او «پانامه» په نومونو د تېلو یوه ټانکر څخه دورې وهي.

د ایران اسلامي انقلابي ګارډ‌ په نړۍ کې د لسیزو اوږدو ورانکارو فعالیتونو له ترسره کولو څخه وروسته د وري په میاشت کې د یوه ترهګر تنظیم په نامه ونومول شو.

له یو شمېر بریدونو څخه وروسته چې ملامتیا یې په ایران ور اچول کیږي، د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کینیت مکینزي د پنجشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې د خلیج په ستراتیژیکو اوبو کې د سمندري تګ راتګ د خوندیتوب د ډاډمنولو لپاره به «په فشار سره» کار ترسره کړي.‌

«مونږ به له خپلو شریکانو سره څنګ په څنګ په ډېر فشار سره عمل ترسره کړو... څو داسې یو حل راوباسو چې ... له سیمې څخه د تېلو او نورو وسایلو ازاد تګ راتګ ته لاره جوړه کړي.»

د ایران د اتومي بډاینې پروګرام

ارت د پنجشنبې په ورځ په ایران، بلجیم او چین کې د شرکتونو یو ګروپ له دې امله د خپلو بندیزونو په تور لست کې ونیو چې د تهران د اتومي بډاینې د پروګرام لپاره د یوې تأمینوونکې شبکې په توګه کار کوي.‌

د ایران رژیم تېره اونۍ اعتراف وکړ چې د یورانیمو د غني کولو له هغې کرښې څخه پښه اړوي چې د ۱۳۹۳ کال د اتومي تړون له خوا ورته ټاکل شوې وه.

د خزانې وزارت وویل چې دغو شرکتونو د ایران د سنتریفیوژ ټکنالوجۍ کمپنۍ لپاره چې د ایران د اتومي انرژۍ موسسې لپاره د غني کولو سنتريفیوژونه تولیدوي، د یوې تدارکاتي شبکې په توګه کار کاوه.‌

دغه شبکه د ایراني شرکت،‌ باختر رعد سپاهان شرکت، او په بهر کې د هغې د ملګرو کمپنیو له خوا رهبري کېدله. په دې کې یوه چینایي کمپني، هینان جیایوان المونیم انډسټري کمپني شامله وه چې په هغې هم بندیزونه ولګول شول.‌

د خزانې وزارت وویل چې نور هغه بنسټونه چې بندیزونه پرې لګیدلي په چین او بلجیم کې واقع دي.‌

د خزانې وزیر سټیفن منوچین په یوه اعلامیه کې وویل، «په داسې حال کې چې ایران د سنتریفیوژونو لپاره تولیدات اخلي او ذخیره کوي هغه نشي کولی چې په نړۍ وال سټېج له هغه سره د نرم چلند کولو ادعا وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

غوره کار

ځواب