کډوالان

په پاکستان کې افغان کډوال د نويو بينک اکاونټونو سره خوشحالي څرګندوي

د جاويد خان لخوا

په پیښور کې يو افغان رستوران د جولای په ۶ مه لیدل کیدې شي. په پاکستان کې افغان کډوال اوس د رجسټريشن ثبوت د پپژندنې په توګه له کارولو سره د بينک اکاونټونه پرانستلی شي. [جاوید خان]

په پیښور کې يو افغان رستوران د جولای په ۶ مه لیدل کیدې شي. په پاکستان کې افغان کډوال اوس د رجسټريشن ثبوت د پپژندنې په توګه له کارولو سره د بينک اکاونټونه پرانستلی شي. [جاوید خان]

پيښور -- د وزيراعظم عمران خان نوي پاليسي چې په پاکستان کې کډوالو ته د بينک اکانټونو پرانستلو اجازه ورکړي له مخکې نه ګټې ورکوي.

خان د فبرورۍ په ۲۵ مه په پاکستان کې بينکونو ته امر وکړ چې ټولو رجسټر شوي افغان کډوالو ته د بينک اکاونټونو د پرانستلو اجازه ورکړي.

خان په هغه وخت ټويټ وکړو، "نن ورځ ما لارښوونې خپرې کړې چې هغه افغان کډوال د بينک اکاونټونه پرانستلی شي کوم چې رجسټر شوي دي، او له دې وروسته دوی کولی شي چې د هیواد په رسمي اقتصاد کې برخه واخلي."

هغه زياته کړه، "دا کار بايد ډېر مخکې ترسره شوې وې."

په پاکستان کې افغان کډوال به توان ولري چې د غیرقانوني پیسو تبادلوونکو د کارولو پر ځای د بينک اکاونټونو سره پيسې خوندي وساتي او ولیږي. [پيکسلز]

په پاکستان کې افغان کډوال به توان ولري چې د غیرقانوني پیسو تبادلوونکو د کارولو پر ځای د بينک اکاونټونو سره پيسې خوندي وساتي او ولیږي. [پيکسلز]

په هیواد کې بينکونو لارښوونې ترلاسه کړي چې د رجسټريشن ثبوت (پي اُو آر) کارډونه ومني کوم چې د کډوالو لپاره د شناختي اسناد په توګه د ملي ډیټابیس او د رجسټريشن ادارې (نادرا) لخوا صادر شوي دي. همداراز، د فبرورۍ په مياشت کې، نادرا د پي اُو آر کارډونو لپاره د انلاین تصديق سیسټم فعال کړو.

خونديتوب او اسانتياوې

ملک عزيز، چې ۳۷ کاله عمر لري او د ميوو پلورونکی دی، وويل، "دا زمونږ د ټولو لپاره ډيره ښه موقعه ده، ځکه چې موږ په کور یا دفترونو کې د پیسو ساتلو له کبله د امنيت احساس نه لرلو."

هغه وويل، اوس کډوال لکه هغه پخپله يوه موقعه لري چې په پاکستان کې په بينکونو کې اکاونټ ولري او خپلې پيسې خوندي وساتي.

حبيب الله، چې يو افغان سوداګر دی او د کوچنۍ کچې د کباړ کاروبار لري، وویل، "ما او زما ډيرو ملګرو به په کور کې پیسې ساتلې، چې هیڅکله خوندي نه وې." هغه زياته کړه چې هغه پلان لري چې ژر تر ژره د بينک اکاونټ پرانيزي."

هغه وويل، "دا به زموږ سره مرسته وکړي چې خپلې پیسې خوندي وساتو او په اسانه راکړه ورکړه ترسره کړو."

د بينک اکاونټ لرل به د افغان کډوالو لپاره آسانه کړي چې له بهر څخه پیسې ترلاسه کړي او پاکستاني چارواکي به په راکړه ورکړه باندې نظر وساتي. مخکې به کډوالو پيسې د پیسو د تبادلوونکو له لارې لیږدولې، چې پخوا په غیرقانوني فعالیتونو لکه د ترهګرۍ په تمویل کې ښکيل وو.

احمد شاه، چې د ۵۰ کالو يو افغان کډوال دی او په حيات آباد کې ژوند کوي، وويل، "دا به اوس د افغانانو، چې بهر کار کوي، لپاره اسانه وي چې خپلو کورنیو، په ځانګړې توګه ښځو ته، د هغوی د بينک اکاونټونو له لارې پیسې واستوي."

مختلف خلک یوځای کول

هغه وويل، هغه ځوانان چې په متحده ایالاتو، بریتانیا، اروپا او نورو ځایونو کې کار کوي په پاکستان کې د خپلو زرګونو افغان کورنيو سره مرسته کوي.

د شاه په وینا، د هغه افغانانو لپاره به راکړه ورکړه هم اسانه شي کوم چې په افغانستان کې ژوند کوي او په پاکستان کې د خپلو کورنیو څخه پیسې ترلاسه کوي.

هغه وويل، د پاکستان او افغانستان ترمنځ ډیره راکړه ورکړه به په چوک يادګار کې د پیسو تبادلې کونکو له لارې ترسره کيدله، چې زياتره په کې د وفاق د تحقیقاتو ادارې غیرقانوني ګرځولي دي. په دې وروستیو میاشتو کې په ډیرو چهاپو کې دا ډول سوداګر په نښه شوي دي.

يوسف علي، چې په پیښور يونيورسټۍ کې د نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ يو طالب علم دی، وویل، "دا اقدام به د زرګونو کورنیو سره مرسته وکړي چې د غير قانوني پيسو تبادله کوونکو پر ځای د يو خوندي چينل له لارې پیسې وليږي او ترلاسه کړي."

هغه زياته کړه، پاکستان تیره میاشت په هیواد کې د افغان کډوالو د پاتې کيدو نيټه د ۳۰ جون ۲۰۲۰ کال پورې وغځوله، يو داسې اقدام چې نړیوالې ټولنې يې هرکلی کړی دی.

علي وويل، "پاکستان په تېرو څلورو عشرو کې په هېواد کې د کډوالو سره ډيره مرسته کړې ده."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

فوراََ دا افغاني نمک حرامه وسله وال، د هندواتا رپستاني بنياس غلامان د پاکستان نه وباسئ او بيرته يې خپل جهنم افغانستان ته وليږئ او يا يې خپلو مشرانو راپستان ته وليږئ، د دوی دلته ضرورت نشته

ځواب