اسلام اباد -- پاکستان د سه شنبې په ورځ (د جولای په ۱۶ مه) هيله څرګنده کړه چې د دې مياشت په وروستيو کې سپينې ماڼۍ ته د عمران خان په لومړي ځل سفر به د واشنګټن سره د اړیکو په ښه کولو کې مرسته وکړي ځکه چې امریکا غواړي چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي.
کتونکي پيش ګويي کوي چې دا شخړه به د جولای په ۲۲ مه د خان او متحده ایالاتو د صدر ډونالډ ټرمپ د خبرو اترو لوی تمرکز وي. تمه کیږي چې خان به د جولای په ۲۱ مه راورسيږي او په دغه ورځ به پاکستاني وګړو ته خطاب وکړي.
یو ګډ مسولیت
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي په اسلام اباد کې په يو سیمینار کې وویل، "پاکستان په نيک نيتۍ سره د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ په خبرو اترو کې مرسته کوي او دا په ګوته کوي چې دا يو ګډ مسوليت دی."
هغه زیاته کړه، "له هم دې امله دا به مناسبه وي چې نه يوازې د افغانستان په اړه خبرې اترې وکړو بلکې د دوه اړخیزو مسلو، اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ، په سویلي آسیا کې د سولې او ثبات په اړه هم خبرې اترې وکړو."
قريشي وویل، د ټرمپ لخوا خان ته بلنه د "دواړو لوريو د اړیکو اهمیت" په ګوته کړو.