ټولنه

په انځورونو کې: ګڼ شمير سيلانيان د کيهوړا د مالګي ماين څخه ليدنه کوي

د سيد عبدل باسط لخوا

د کيهوړا د مالګې ماين دننه برخه د جولای په ۷ مه ښودل شوې ده. [سید عبدل باسط]

سيلانيان د جولای په ۷ مه د کيهوړا د مالګې په ماين کې دننه د منار پاکستان په څير ماډل تصوير اوباسي. [سيد عبدل باسط]

د جولای په ۷ مه د کيهوړا د مالګې ماين په چت باندې د شفاف مالګې نه جوړ شوي شيان ليدل کيدې شي. [سيد عبدل باسط]

د جولای په ۷ مه د کيهوړا د مالګې په ماين کې دننه يو پل ښودل شوی دی. [سيد عبدل باسط]

د ريل چلونکې د کيهوړا د مالګې په ماين کې دننه د جولای په ۷ مه د لیدونکو لپاره انتظار کوي. [سید عبدل باسط]

د کيهوړا د مالګې په ماين کې دننه يو ريل د جولای په ۷ مه ښودل شوی دی. [سید عبدل باسط]

د کيهوړا د مالګې په ماين کې دننه د جولای په ۷ مه د بادشاهي جومات ماډل ښودل شوی دی. [سيد عبدل باسط]

د کيهوړا د مالګې په ماين کې دننه يو غار د جولای په ۷ مه ښودل شوی دی. [سيد عبدل باسط]

ماشومان د جولای په ۷ مه د کيهوړا د مالګې په ماين کې دننه د ډالۍ هټۍ بهر لوبې کوي [سید عبدل باسط]

د سړک غاړې يو پلورونکی د جولای په ۷ مه د کيهوړا د مالګې ماين نه بهر د همالایا مالګې نه جوړ شوي څراغونه پلوري. [سید عبدل باسط]

ماشومان د جولای په ۷ مه د کيهوړا د مالګې ماين څخه بهر په اوښ باندې سفر کوي. [سيد عبدل باسط]

جهلم، پنجاب -- ګڼ شمير ځايي او بهرني سيلانيان د پنجاب صوبې په جهلم ضلعه کې د بې ساري کيهوړا د مالګې ماین څخه لیدنه کوي.

د پاکستان د معدنياتو پراختیایي ادارې (پي ايم ډي سي) له مخې، دا ماين د ګلابي همالاين مالګې د پيدا کولو لپاره مشهور دی او هر کال نږدې ۲۷۰،۰۰۰ سيلانيان د دې څخه ليدنه کوي.

دا پخواني ماينونه په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان تر کنټرول لاندې راغلل، او پي ايم ډي سي په ۱۹۷۴ کې جوړه شوه.

د پي ايم ډي سي په وینا، دا ماين سپینه، ګلابي او سره مالګه پيدا کوي چې ٪۹۸ پاکوالی لري. دې په ۲۰۱۸ کال کې ۳۸۹۱۳۴ ټنه مالګه پيدا کړې وه.

د پنجاب په جهلم ضلعه کې د کيهوړا د مالګې ماين بهرنۍ برخه د جولای په ۷ مه په دې انځور کې لیدل کیږي. [سید عبدل باسط]

دا ماین د بجلې يو ريل لري چې سيلانيان اوچتوي او په چاندني چوک (مون سکوير) کې يې کوزوي. دننه، سیلانیان د بادشاهي جومات او منار پاکستان د مالګې نه جوړ شوي نقلونه او نور ځایونه ليدلې شي.

په پاکستان کې د سولې راتلو سره، سیلانیان د ترهګرۍ له ويرې پرته د زياتو ځایونو څخه ليدنه کوي.

محمد قيوم خان، چې د مالګې په ماين کې د رېل چلوونکی دی، وويل، هغه هلته کې له ۱۹۷۹ کال راهيسې کار کوي.

هغه وویل، "د ټول هیواد او بهر نه لیدونکي هره ورځ د دې ماينونو د لیدلو لپاره راځي." "په دې ورځو کې د سيلانيانو شمير زیات شوی دی."

يو ليدونکي، ۱۵ کلن، قاسم وويل، "موږ د فيصل آباد نه راغلي يو، او کيهوړا ته دا زموږ لومړی سفر دی."

هغه وويل، "د منار پاکستان ماډل او د ماين يخوالې زمونږ په حقيقت کې خوښ شول. له ليدلو وروسته، موږ د ماين نه بهر په اوښ باندې سفر وکړو او ډېر خوند مو ترې واخيستو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډير ښه!

ځواب

ډير ښه!!

ځواب