ترانسپورت

د پاکستان تيز رفتار او کمې کرايې ټرینونه د تفریح او سوداګرۍ سفر اسانوي

د محمد شکيل لخوا

د رېلوې وفاقي وزیر شیخ رشید احمد د تير دسمبر په ۲۲ مه د پېښور رېلوې سټيشن د یوې برخې څخه ليدنه کوي. پاکستاني چارواکو د رېلوې د بیا رغاونې او ښه کولو لپاره یو ستر پلان پیل کړی دی. [محمد شکیل]

د رېلوې وفاقي وزیر شیخ رشید احمد د تير دسمبر په ۲۲ مه د پېښور رېلوې سټيشن د یوې برخې څخه ليدنه کوي. پاکستاني چارواکو د رېلوې د بیا رغاونې او ښه کولو لپاره یو ستر پلان پیل کړی دی. [محمد شکیل]

پیښور -- د پاکستان حکومت هڅې زياتوي چې په مختلفو لارو باندې د کمې کرایې او تیز رفتار رېلونو پيلولو له لارې د هيواد د ريلوې سيکټر ښه کړي.

د ریلوې وفاقي وزیر شیخ رشيد احمد د جولای په ۷ مه اعلان وکړو چې وزیر اعظم عمران خان چمتو دی چې د جولای په ۱۹ مه د لاهور ميانوالي نيازي ايکسپريس اورګاډي پرانيسته وکړي.

دا پرانیسته به د مارچ په میاشت کې د خان له خوا د جناح ايکسپريس او د دې میاشتې په پیل کې د کراچۍ لپاره د نان سټاپ سر سيد ایکسپریس د افتتاح کولو نه وروسته ترسره شي.

يو بل ایکسپريس ټرېن، رحمان بابا ایکسپریس، هم د تیر دسمبر په میاشت کې پيل شو، له داسې کرايې سره چې موخه يې لږ معاش والا کارکوونکي راجلب کول دي. دا رېل د پیښور څخه کراچۍ ته سفر په ورو اورګاډو کې د ۳۲ ګهنټو په پرتله تر ۲۶ ګهنټو پورې کموي.

پاکستانیان په هیواد کې خپل منزل ته د رسيدو لپاره په پراخه کچه رېلونه کاروي، په داسې حال کې چې امنیت په ښه کیدو دی او حکومت افراطيان تر خپل کنټرول لاندې راولي.

په عين حال کې، حکومت هڅه کوي چې د ترانسپورت په څير سکيټورونه بيا ښه کړي کوم چې اورپکۍ ويجاړ کړي ول.

شيخ رشيد احمد د دسمبر په میاشت کې د رحمان بابا ایکسپریس په پیل کې په يوې مرکه کې وويل، د مسافرینو د رېلونو شمیر زياتول د یو پلان برخه ده چې سوداګرۍ ته وده ورکړي او سوداګریزې ټولنې ته ګټه ورسوي.

هغه وويل، "د سوداګرو ټولنې لپاره به د ۸ نه تر ۱۰ د مسافرو رېل او د مال بردار اورګاډي پيل شي چې اکثر د سوداګرۍ مرکز کراچۍ نه لاهور، فیصل آباد، راولپنډۍ او پېښور ته سفر کوي." "دا به د رېلوې مالي حالت پیاوړی کړي او عایدات به رامنځته کړي چې هغه پيسې بيرته ورکړي کومې چې ريلوې سيکټور په پاکستان کې خرچ کړي دي."

هغه وويل، حکومت دا پلانونه هم لري چې له کراچۍ څخه تر پېښور پورې نوې پاټلۍ وغځوي، او په دې کال کې به د ليوال پارټو سره تړون لاسليک شي.

احمد زياته کړه، دا پاټلۍ به په هيواد کې مهمو ځايونو ته د سفر وخت کم کړي.

په هیواد کې د رېل سیسټم په ښه کولو باندې تمرکز له مخکې نه پايلې رامنځته کوي.

شيخ رشيد احمد د اګست نه تر اکتوبر ۲۰۱۸ کال پورې مودې ته اشاره وکړه او ويې ويل، د پاکستان تحريک انصاف حکومت په لومړينو ۶۰ ورځو کې، د پاکستان ريلوې د فريټ ډويژن ګټه د تیر يو کال په پرتله ۱.۲ ملیارده روپو ( ۷.۶ مليونه آمريکايي ډالره) پورې زياته شوه. د دې مودې ګټه ۶.۹ ميليارده روپۍ (۴۳.۵ ميليونه امريکايي ډالره) وه، چې دا په ورته موده کې يو کال مخکې ۵.۷ ملیارده روپۍ (۳۵.۹ ملیونه امريکايي ډالره) وه.

د ټيکټ اخيستلو نوی نظام

په لاهور کې د پاکستان د ریلوې د معلوماتو افسر اعجاز شاه وویل، نوي پرمختګونو د ټکټونو په کلکه د څارنې په شمول د زیانونو په ختمولو کې مرسته کړې، او پاتې شوي پيسې به د ريل د نوي پروجيکټونو د پيلولو لپاره لاره همواره کړي.

شاه وويل، د اورګاډي د څارنې ټیمونو ۳۲۰ مليونه روپۍ (۲ مليونه امريکايي ډالره) د هغه مسافرينو نه راټولې کړې چې د ۲۰۱۸ کال په وروستۍ کوارټر کې يې د ټکټونو نه بغير سفر کولو.

شاه وويل، د پاکستان د رېلوې خساره په ۱۰ مياشتو کې د ۳۶.۶۲ ملیارده روپو نه ۳۲.۵۹ ميليارده روپو پورې کمه شوه، او چارواکي پلان لري چې د کراچۍ او په لاهور ريلوې سټيشنونو په مرمت باندې ۱۲۵ مليونه روپۍ (۷۹۱،۰۰۰ امريکايي ډالره) خرچ کړي.

هغه زياته کړه چې "د مسافرینو سره مرستې او د راجلبولو لپاره، زموږ د ټکټونو د اخيستلو مرکزونو وخت د ۲۴ ګهنټو او د هفتي د اوو ورځو پورې زيات کړی شوی دی." "د دې کاري وختونو له کبله د نومبر په میاشت کې د ریلوې لخوا په خرڅ شويو ټکټونو کې د ۴۱۰۰۰ ټکټونو زياتوالی راغلی دی."

هغه وويل، د اورګاډي چارواکو د مشرانو وګړو چې ۷۵ کاله او يا د دې نه زيات عمر لري لپاره د وړيا سفر پروګرام اعلان کړې دی، په داسې حال کې چې هغه مسافرین چې د ۶۰ او ۷۴ کالو ترمنح عمر لري هغوی ٪۵۰ کمې په کرايه کې ترلاسه کولی شي.

شاه وويل، دا نوي پرمختګونه ستر پلانونه، چې د حکومت لخوا پیل شوي دي، په ګوته کوي چې د عام پاکستاني وګړو سره د اورګاډو په کارولو کې مرسته وکړي.

هغه وويل، "موږ د اورګاډي د لويو سټيشنونو په ښه کولو او بيا جوړولو باندې کار پيل کړی دی چې مسافرينو ته ښه سهولتونه چمتو کړو." "د روهړي په څیر ټولو لويو سټیشنونو او جنکشنونو ته به هغه سهولتونه برابر کړی شي کوم چې د پرمختللي هیوادونو په سټیشنونو کې شتون لري."

رحيم داد، ۳۵ کلن، چې په پيښور کې يو سوداګر دی او په پاکستان ريلوې کې اکثر سفر کوي، وويل، "د رېلوې يو پرمختللې سيسټم لرل يو فکتور دی چې تل يې سوداګرۍ او اقتصادي فعاليتونو ته په وده ورکولو کې مهم رول لوبولی دی."

هغه وويل، "د سامانونو خوندي او ارزان انتقال هغه دوه اړخونه دي چې د يو سوداګر لپاره، کله چې هغه سامان راغواړي، تر ټولو لومړي ترجيحات وي." "دا غوښتنې يوازې د ريلوې عصري، چټک او ارزان نظام پوره کولې شي."

داد وويل، اوس مهال د پيښور نه کراچۍ ته لږ تر لږه ۳۲ ګهنټې وخت لګي او سوداګر توان نه لري چې د دومره اوږدې مودې پورې د کار څخه لرې پاتې شي.

داد، چې اکثر کراچۍ ته سفر کوي چې په سايټ صنعتې سيمه کې د يوې فيکټرۍ نه کپړې او د جرابې، بنيان وغيره سامان واخلي، وويل، سوداګر د ټيټې کرايې او تيزرفتار رحمان بابا ايکسپريس ستاينه کوي کوم چې د وخت قدر کوي او د الوتنې توان نه لري.

هغه وویل، "موږ د ښه پرمختګ لپاره امکانات وينو... چې په راتلونکې کې د توکو په چټکۍ سره او پر وخت لیږدولو سره رامنځته کيږي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500