روغتیا

د خیبرپښتونخواه حکومت او ډبليو اېچ او د لشمينیایسز یا کالدانې د ناروغۍ سره مبارزه کوي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

په دې تصوير کې، چې د اپريل په مياشت کې په پيښور کي اخيستل شوی دی، يو سړی د لشمينيا لخوا رامنځته شوي پرهارونو سره ليدل کيدې شي. [بې سرحده ډاکټران]

په دې تصوير کې، چې د اپريل په مياشت کې په پيښور کي اخيستل شوی دی، يو سړی د لشمينيا لخوا رامنځته شوي پرهارونو سره ليدل کيدې شي. [بې سرحده ډاکټران]

پیښور -- د خیبر پښتونخواه (کی پي) حکومت د نړیوال روغتیایي سازمان (ډبليو اېچ او) او بې سرحده ډاکټران (ايم ايس ايف) په همکارۍ د تیر کال په اوږدو کې د ۲۰،۰۰۰ نه زياتو ناروغانو علاج کړې دې کوم چې د پوستکي په ناروغۍ لشمينیا کې اخته شوي وو.

د پوستکي ناروغي لشمينیا د يو پيراسايټ له کبله رامنځته کيږي او د سينډ فلايي ماشې د خاص ډولونو لخوا خپريږي او په نتيجه کې مسخ کوونکي پرهارونه رامنځته کيدې شي.

دې ناروغۍ په تېر يو نيم کال کې له ۲۵،۰۰۰ نه زیات ناروغان، زیاتره په قبايلي سیمو کې، متاثره کړې دي.

د ايم ايس ايف د هیواد استازې توماس بالیوټ وویل، ايم ايس ايف، چې په پیښور کې یوازینۍ مرکز چلوي او د دې ناروغۍ درملنه کوي، تیرکال ۲،۳۲۹ ناروغان په سختو حالاتو کې ترلاسه کړل. په بنو کې یو نوی مرکز به د سپتمبر په میاشت کې کار پیل کړي.

په لشمينیا کې اخته يوه افغان میرمن د جنورۍ په ۱۳ مه د پیښور په نصیرالله خان بابر میموریل روغتون کې علاج ترلاسه کوي. [د خیبرپښتونخواه د روغتیا اداره]

په لشمينیا کې اخته يوه افغان میرمن د جنورۍ په ۱۳ مه د پیښور په نصیرالله خان بابر میموریل روغتون کې علاج ترلاسه کوي. [د خیبرپښتونخواه د روغتیا اداره]

هغه وويل، "دا ناروغۍ په بدن باندې داغونه پرېږدي او موږ د دې ناروغۍ د ختمولو لپاره له حکومت سره نژدې کار کوو." هغه زياته کړه چې په خطرناکو سيمو کې د دې وايرس د خپريدو مخنيوې په مچرۍ کې د سملاستلو او د اوږد لستوڼو شرټونو سره کيدې شي.

بالیوټ وویل چې د متاثره ناروغانو شمیر مخ په زیاتیدو دی. د ۲۳ ضلعو څخه ناروغانو په می ۲۰۱۸ کال کې د پیښور په نصیر الله خان بابر میموریل روغتون (اين کی بي ايم ايچ) کې د دغه مرکز د جوړيدو راهيسې درملنه ترلاسه کړې ده.

د بالیوټ په وینا، د دغه ناروغۍ د رامنځته کيدو په اړه ژورې اندیښنې شتون لري، او ايم ايس ايف غواړي چې حکومت د دې ناروغۍ لپاره داسې علاج دستياب کړي چې خلک يې برداشت کولی شي او د ناروغانو د ضرورتونو مطابق وي.

هغه وويل، ايم ايس ايف د بلوچستان په کويټه او کوچلاک سيمو کې هم دوه مرکزونه لري." دا مرکزونه یوازيني مرکزونه دي چې ناروغانو ته د جامع تشخیص، درملنې او مشورې موقعې برابروي.

"د لومړۍ ترجيح په توګه، موږ غواړو چې د لشمينیا ناروغانو علاج وکړو او بیا د ناروغۍ د مخنیوي لپاره اقدام وکړو، کومه چې يوه وژونکي ناروغي نه ده خو د تل لپاره په بدن باندې داغونه پريږدي."

بالیوټ وویل، د دې ناروغۍ له امله د تل لپاره د رامنځته شوي داغونو له کبله "د مخونو او پښو شکل بدليږي او له دې کبله هغه کسان چې په دې ناروغۍ کې اخته شوي وي -- په ځانګړې توګه ښځې -- د ټولنیز رد سره مخامخ وي."

په پاکستان کې د عامې روغتیا د هڅو په وړاندې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) چيلينجونه موجود دي چې د پوليو د لاملونو په اړه ناپوهي او غلط معلومات خپروي. ټي ټي پي د پوليو واکيسن ورکوونکو وژلو ته مخه کړې ده.

ظرفیت لوړول

د روغتیا نړیوال سازمان ملي مسلکي افسر ډاکټر قطب الدین کاکړ وویل، "د قربانیانو ډير شمير ښځینه او ماشومان دي. موږ د ناروغانو لپاره ۷۰،۰۰۰ انجیکشنونه وارد کړي دي."

هغه وویل چې د روغتیا نړیوال سازمان د پوستکي د ډاکټرانو لپاره د پنځو ورځو د روزنیز کورس انتظام کړی چې څنګه په اغیزمنه توګه ناروغان سمبال کړي.

کاکړ وويل، "د درملنې تر څنګ، موږ د ویکټر کنټرول لپاره اقدامات هم کوو چې د سينډ فلايي ماشي هغه ډولونه ختم کړو چې دا ناروغي خپروي." هغه زياته کړه چې د دې ناروغۍ مخنيوې کيدې شي، خو دا ناروغي ځکه په پراخه کچه رامنځته شوه چې ګلوکينټايم انجکشنونه، اصلي علاج، په پاکستان کې موجود نه ول.

هغه وويل، ډاکټرانو د مخنيوي پروګرام پيل کړې چې په خلکو کې پوهاوي رامنځته کړي چې څنګه د سينډ فلايي ماشې د چيچلو نه ځان خوندي وساتي او څنګه د دې ناروغۍ نه ډډه وکړي.

د خيبر پښتونخواه د روغتیا سيکريټري سید فاروق جمیل له مخې، د روغتیا نړیوال سازمان د اغیزمنو پایلو ترلاسه کولو لپاره د انجیکشنونو لګولو لپاره لارښوونې کړي دي.

د خیبرپښتونخواه حکومت، د پوځ او نړیوالو سازمانونو سره، اقدامات پورته کړي چې د پوستکي ناروغي لشمينيا کټرول کړي او له پاکستانيانو څخه غوښتنه کوي چې د ماشو د چيچلو نه ځان وساتي او په نږدې روغتون کې درملنه وکړي.

جمیل وویل، "د دې ناروغۍ نه وروسته، موږ په متاثره ضلعو کې مرکزونه جوړ کړي دي چې د دې ناروغۍ د خپریدو مخه ونیسو. موږ د حشراتو ۵۰ پوهان استخداموو چې په صوبه کې د سينډ فلايي ماشي سره مبارزه وکړو."

ډاکتر سراج محمد، چې په اين کی بي ايم ايچ کې ميډيکل سپرنټنډنټ دی، وویل، اين کی بي ايم ايچ د افغانستان او د پنجاب صوبې، د اسلام آباد په ګډون، نه ناروغان ترلاسه کوي.

هغه وويل، د ناروغانو د زيات شمير له کبله، اين کی بي ايم ايچ په صوبه کې سيمه ييز مرکزونه جوړوي چې په خپلو ضلعو کې د اوسيدونکو درملنه وکړي.

علاج

غفار علي، ۱۴ کلن، چې پېښور ته نژدې د متنو کلي اوسېدونکی دی، وويل چې هغه به خپل مخ پټوو ځکه چې نورو کسانو به هغه ته په سپک نظر کتل کله چې هغوی به د هغه د لشمينیا داغونه ولیدل.

هغه وويل، "اوس، زما زخم په بشپړ ډول د علاج سره ښه شوی دی."

شماله بي بي، ۲۳ کلنه، چې د سویلي وزیرستان سره تعلق لري، وویل چې هغه په پیښور کې په دې مرکز کې د درملنې لپاره له خپلو خپلوانو سره اوسيږي.

هغې وويل، "په لومړي سر کې، زه په خپل کلي کې د اوسيدونکو له کبله د ډېرو ستونزو سره مخامخ ومه، ځکه چې هغوی نه غوښتل چې ما ته وګوري، خو اوس زما زخم ډير ښه شوې دی. حتی داغونه هم په ختميدو دي."

هغې وويل، "حتی زما نژدې خپلوانو نه غوښتل چې ما سره خوراک شريک کړي." "د ناروغۍ د ترلاسه کولو د ويرې له کبله دوی ما ته جدا لوښي او توليې او نور شيان راکړی شوي ول."

هغې وويل، د هغې په کلي کې په سلګونو ناروغان ستونزې لري، ځکه چې نور اوسيدونکي نه غواړي چې هغوی ته وګوري.

سید جمال، یو ښوونکی، چې خپل زامن یې د درملنې لپاره دغه مرکز ته بوتللې ول، وویل، دا ناروغي د شمالي وزيرستان د ميران شاه تحصيل په سيمه کې په پراخه کچه موجود وه.

هغه وويل، حکومت او د پوځ مرکزونه ناروغانو ته وړيا علاج برابروي. هغه زياته کړه چې زياتره ناروغان د دې ناروغۍ په اړه معلومات نه لري او د دې نښې نښانې د ماشو چيچل ګڼي، چې وروسته دا ناروغي د کورنۍ نورو غړو ته منتقل کيږي.

هغه وويل، د جمال دواړه زامن، ۱۰ کلن او ۱۳ کلن، ډير ښه شوي دي.

"موږ دلته څلور ځله راغلي یو، خو زخمونه اوس ښه شوي دي، او ډاکټران وايي چې د دوی په مخ باندې داغونه به ژر ختم شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500