تروريزم

د کراچۍ مذهبي عالمان او فعالان د فرقې ايز اختلاف د مخنيوي لپاره يوځای کيږي

د ضياء الرحمان لخوا

د کراچۍ مذهبي عالمان او د مدني ټولنې فعالان د جون په ۱۳ مه په مري کې راټول شول چې يو ګډ فورم جوړ کړي او د فرقه ایز تاوتریخوالي مخه ونيسي او مذهبې هم آهنګۍ ته وده ورکړي. [ضیاء الرحمان]

د کراچۍ مذهبي عالمان او د مدني ټولنې فعالان د جون په ۱۳ مه په مري کې راټول شول چې يو ګډ فورم جوړ کړي او د فرقه ایز تاوتریخوالي مخه ونيسي او مذهبې هم آهنګۍ ته وده ورکړي. [ضیاء الرحمان]

کراچۍ -- مذهبي عالمان، د مدني ټولنې فعالان او د رسنیو استازي په کراچۍ کې یوځای راغونډ شول چې يو ګډ فورم جوړ کړي چې موخه یې په سيمه کې د فرقه ایز تاوتریخوالي مخه نيول او مذهبي هم آهنګۍ ته وده ورکول دي.

د ۳۰ څخه زیاتو ګډون کوونکو په مري کې د جون په ۱۱-۱۳ مه راټول شول چې په کراچۍ کې د فرقه ایز تاوتریخوالي، د دې په اغیز او د دې د کمولو لپاره په لارو چارو بحث وکړي.

اسلامي نظریاتي کونسل (سي آی آی) د دې غونډې انتظام کړې وو. دا کونسل یوه دولتي اداره ده چې غواړي د اسلامي مسلو په اړه حکومت ته د مذهبي چارو لپاره د نړیوالې څیړنې شورا (آی آر سي آر ای)، چې په اسلام آباد کې يوه خپلواکه مدافعي ډله ده، په همکارۍ مشوره ورکړي.

د غونډې ګډونوالو ومنله چې د ۲۰۰۷ کال راهیسې کراچۍ له فرقه ایز تاوتریخوالي سره مخامخ شوې ده، چې وسله وال مذهبي عالمان، مشران او د مدرسو زده کونکي او مسلکيان لکه ډاکټران او سوداګران په نښه کوي.

دوی موافقه وکړه چې د "سوله ايزه کراچۍ" په نامه یو نوښت پيل کړو، يو داسې فورم چی د ټولو فرقو او قومونو، د مدنې ټولنې او ميډيا په ګډون، استازيتوب وکړي.

د آی آر سي آر ای ډايريکټر او د غونډې اصلي متنظم محمد اسرار مدني وویل، د دې فورم موخه د مختلفو فرقو او مذهبونو عالمان یوځای کول دي چې د هم آهنګۍ ته د ودې ورکولو لپاره ګډې لارې په ګوته کړي.

مدني په یوې مرکه کې وویل، "دا فورم به د خپلو اتباعو سره مرسته وکړي چې د بین المذاهب هم آهنګۍ او په هیواد کې د مخ پر زیاتیدو نازغم او افراطیت د غندلو په ملاتړ کې خبرې وکړي."

هغه زياته کړه، دا فورم به د تاوتریخوالي او د هغه عملونو په وړاندې اقدامات وکړي کوم چې قانون په خپل لاس کې اخلي، په داسې حال کې چې دا به د مختلفو عقایدو او فرقو ترمنځ هم آهنګۍ ته وده ورکړي.

د هغه کسانو خپلوان به په دې فورم کې برخه واخلي کوم چې په کراچۍ کې په فرقه ایز تاوتریخوالي کې وژل شوي او يا په نښه شوي دي.

د مارچ په میاشت کې، د هیواد ستر مذهبي عالم او د وفاقي شرعي عدالت پخوانې جج مفتي تقي عثماني د وژلو د هڅې نه هغه وخت بچ پاتې شو کله چې هغه په کراچۍ کې د جمعې د خطبې ورکولو لپاره د خپلې کورنۍ سره جومات ته روان وو.

د هغه وراره، مفتي زبير اشرف عثماني، چې هغه هم يو مذهبي عالم دی او د دارالعلوم کراچۍ -- چې په هيواد کې يوه مهمه مدرسه ده -- سره تړاو لري، په دې فورم کې ګډون کوي.

مفتي تقي عثماني په یوې مرکه کې وویل، "پکار ده چې هڅې وشي چې د فرقو ترمنځ د اختلافاتو پر ځای ګډ کارونو ته د پام وړ وده ورکړل شي." "وسله وال د اختلافاتو نه ګډه پورته کوي او د تروريستي بریدونو له لارې ویره او نفرت خپروي."

ګواښونه شته

د مختلفو دولتي او خپلواکو ادارو لخوا د پالیسۍ د اسنادو له مخې، د منع شويو ډلو په وړاندې روانې مبارزې په ټول هیواد اوپه ځانګړې توګه په کراچۍ کې قرقه ايز تاوتريخوالی کم کړی دی.

د سولې د مطالعاتو لپاره د پاکستان انسټيټوټ (پيپس)، چې په اسلام ‌‌آباد کې يوه څيړنيزه او خپلواکه موسسه ده، په خپل کلنيز امنيتې راپور، چې د جنورۍ په مياشت کې خپور شوې وو، کې وويل، په ۲۰۱۸ کال کې ديارلسو بريدونو نور اسلامي فرقې، يو مذهبي اقليت او يا مخالف فرقه ايزه ډله، په نښه کړې وې. دا په ۲۰۱۷ کال کې د بريدونو نه نهه ځله کم دی.

د دغه راپور له مخې، کراچۍ په تیرو دوو کلونو کې د هغه سيمو د ليسټ نه لرې شوې کوم چې د فرقه ايز تاو تریخوالي مرکزونه ګڼل کيدل ځکه چې په ښار کې د څو کلونو راهيسې مبارزه ترسره کيږي.

بيا هم، چارواکي وایي چې دوی به ځان چمتو ساتي.

په کراچۍ کې د استخباراتو یو سينير چارواکې، چې د رسنیو سره د خبرو کولو اجازه نه لري، وويل، "که څه هم روانه مبارزه چې په سپتمبر ۲۰۱۳ کال کې پيل شوي وه د طالبانو ډلې، د نسلي او سیاسي پارټۍ او جنایي ډلې يې کمزورې کړې، خو فرقه ایز تاوتریخوالی اوس هم د قانون پلي کونکو ادارو لپاره يو لوی چيلنج دی."

داعش پټ ناست دی

د دغه چارواکي په وینا، داعش په هیواد کې د فرقه يي غلطو نه هم ګټه پورته کوي.

هغه وويل، بهرني عوامل، په ځانګړې توګه په منځني ختیځ هیوادونو کې بحران او په سيمه کې د داعش پراختيا، په کراچۍ کې په فرقه ايز تاوتريخوالي اثر کوي.

په خپل راپور کې د پيپس له مخې، په ۲۰۱۸ کال کې، داعش په بلوچستان کې د څلورو بريدونو او په خیبرپښتونخواه کې د يو بريد د ترسره کولو له لارې په بلوچستان او خیبر پښتونخواه (کی پي) صوبو کې خپل شتون وښودلو، چې ټولټال ۲۲۴ کسان په کې وژل شوي او ۳۰۱ ټپیان شوي ول.

دغه راپور وويل، "داعش په افغانستان او پاکستان دواړو کې په فرقه ایزو ترهګریزو بریدونو کې ښکیل دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500