اقتصاد

د مهمند ډېم پروژه د ځایي اوسیدونکو لپاره هیلې رامنځته کوي

د ظاهر شاه شيرازي لخوا

د مهمند ډېم لپاره د لاس رسۍ په سړکونو باندې د می په ۳۱ مه ساختماني کار روان دی. [د ظاهرشاه شیرازي نه په مننه]

د مهمند ډېم لپاره د لاس رسۍ په سړکونو باندې د می په ۳۱ مه ساختماني کار روان دی. [د ظاهرشاه شیرازي نه په مننه]

غلنۍ -- د مهمند ضلعې اوسېدونکي د نوي ډېم د جوړولو په اړه خوشبین دي، چې تمه کیږي دا به په دغه سیمه کې پرمختګ روالي.

وزيراعظم عمران خان د می په ۲ مه د مهمند ډېم هايډرو پاور پروژې، چې د اوږدې مودې رهيسې يې خلکو انتظار کولو، پرانيسته وکړه.

د پنځو عشرو نه د زیاتې مودې لپاره له ځنډیدلو وروسته، دا پروژه به په جولای ۲۰۲۴ کال کې بشپړه شي. دا ډېم به ۱.۲ مليونه جريبه اوبه (ايم ای ايف) ذخیره کړي، د کم لګښت ۸۰۰ میګاواټه بجلي به پيدا کړي او په پيښور، چارسده او نوښار کې به د سیلابونو په کمولو کې مرسته وکړي.

دا پروژه به نږدې ۱۶،۷۰۰ جریبه نوي ځمکه اوبه کړي او پیښور ته به هره ورځ ۳۰۰ میلیونه ګیلنه د څښاک اوبه برابر کړي.

د ۲۰۱۱ کال د جولای په ۲۰ مه په دې انځور کې پاکستاني کورنۍ د سوات سيند په غاړه د بحرین په مشهور غرنۍ سیمه کې بهر په روايتي کټونو کې ناست دي. دا نوی ډېم چې په مهمند کې جوړيږي د سیلابونو په کمولو کې مرسته کولی شي. [ای مجید/ای ايف پي]

د ۲۰۱۱ کال د جولای په ۲۰ مه په دې انځور کې پاکستاني کورنۍ د سوات سيند په غاړه د بحرین په مشهور غرنۍ سیمه کې بهر په روايتي کټونو کې ناست دي. دا نوی ډېم چې په مهمند کې جوړيږي د سیلابونو په کمولو کې مرسته کولی شي. [ای مجید/ای ايف پي]

د اوبو او د بجلۍ د پراختیا اداره (واپډه)، چې د ډېمونو د جوړولو دنده لري، له مخکې نه د دې پروژې څو برخې بشپړې کړي دي.

په دې کې د پروژې په سيمه کې د موسم مرکز جوړول او د سوات سیند په اوږدو کې آلات نصب کول شامل دي چې د اوبو د بهيدو او د لومړني جیو تخنیکي بور کولو ارزونه وکړي.

په عین وخت کې، د سیند په دواړو غاړو کې د لاس رسۍ په دايمي سړکونو باندې کار په زور سره روان دی. ۱۵.۵ کلومټره اوږد سړک، چې د منډه هيډورکس نه پيل کيږي، به د ډيم، د اوبو لارې او د اوبوخور د سرنګانو د جوړولو لپاره لاسرسی چمتو کړي.

د واپډا چيرمين لفټننټ جنرل (ريټايرډ) مزمل حسین او نورو چارواکو، د قومي اسمبلۍ (اين ای) د غړي ساجد خان په ګډون، د می په ۳۱ مه د کار ځای ته لاړل.

حسين وويل، "د مهمند ډېم پروژه به د ۶،۰۰۰ نه زيات کارونه برابر کړي."

هغه وويل، "د ځمکې او شتمنیو لپاره د معاوضې نه علاوه، د پروژې د سیمې پراختیا لپاره به ۴.۶۱ میلیارده روپۍ (۲۸ مليونه امریکایي ډالره) د اعتماد جوړولو تدابیرو په توګه خرچ کړې شي، چې تعليم، روغتیا، د اوبو رسولو، سړکونو، د ونو کرلو او د کبانو د ساتلو فارمونو ته به په ځانګړی توګه پام وکړل شي."

هغه وويل، د خیبر پښتونخواه د لرې پرتو سیمو د پراختیا نه علاوه، د مهمند ډېم د بجلۍ پروجيکټ به په راتلونکې کې د ملي اقتصاد په ښه کولو کې مرسته وکړي ځکه چې دا به په هیواد کې د اوبو او بجلۍ د مخ پر زياتيدو غوښتنې په پوره کولو کې مرسته وکړي.

'يو ريښتينې خوب'

خان، چې د قومي اسمبلۍ غړی دی او د مهمند ضلعې استازیتوب کوي، وویل، "هر څوک به د دې پروژې د بشپړېدو پورې خپله ټوله مرسته په دوامداره توګه چمتو کړي، او سیمه ایز خلک به له دې پروژې نه زياته ګټه پورته کړي."

هغه دا ډېم د "يو رښتیني خوب" په توګه وبللو او زیاته یې کړه چې خلک به د دې پروژې له کبله ټولنیز او اقتصادي پراختیا، د کار فرصتونه او په بې وزلۍ کې کمې وويني.

فوزي خان مهمند، چې په مهمند کې يو قبايلي ژورنالسټ دی، وویل، دا ډېم د مهمند لپاره "د سولې يوه لویه نښه" ده، چې د ترهګرۍ لخوا ځپل شوی دی او د پرمختګ کولو نه پاتې شوی دی.

هغه وويل، ځايي اوسيدونکي "خوشبين او خوشحاله دي ځکه چې دوی نوي دندې ويني او دا د ضلعې د بهبود لپاره د اميد يوه رڼا ده."

افتاب مهمند، چې يو بل قبايلي ژورنالسټ دی او په مهمند کې ميشت دی، وویل، که چيرې دا ډېم د پنځو عشرو نه د زياتې مودې لپاره نه وې ځنډول شوی، نو په دې ضلع کې به اورپکي، وینه تويول او د بې ګناه خلکو وژل نه وو رامنځته شوې.

هغه وويل، "دا ډېم د سولې او پرمختګ رښتیني نښه ده ... دا به د سیمې په ټولنيز او اقتصادي پرمختګ کې مرسته وکړي، چې د ترهګرۍ او اورپکۍ له امله خورا ځپل شوي ده."

شاهسوار مهمند، چې په مهمند کې د پرمختيا ماهر دی، وویل، دا پروژه به "دا ضلع مشهوره کړي ځکه چې د اړیکو شبکې به دا سیمه د بهرنۍ نړۍ سره وتړي، سرمايه کاري به رامنځته کړي او سیمه ایز تجارت ته به وده ورکړي ... دا ډېم به د سیمه ییز تجارت او د سوداګرۍ لپاره د اقتصادي کتلست په توګه کار وکړي."

هغه زياته کړه، دا ډېم به د ځايي ځوانانو لپاره دندې رامنځته کړي او دوی به د اورپکۍ په لاس د ورتلو نه منع کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا زما خوښ دی

ځواب

آيا تاسو څه معلومات لرئ، کله به دا کار پيل کيږي؟

ځواب

که چیرې ۱۸ کسيزه ملي کمیټي لرې شي، نو بيا به د پرمختګ او کار زمینه مستقيمه وي. که چيرې هماغه دوديزه وطن پرستي موجود وي، نو بيا تاسو د پرمختګ تمه نه لرئ.

ځواب