ټولنه

د صاحبان موسسې لخوا وړيا ودونه د عشرو راهيسې د ترهګرۍ د زخمونو په ښه کولو کې مرسته کوي

د عديل سعيد لخوا

د پاکستان پوځ بريګيډير اختر عليم د اپريل په ۲۸ مه په پاړه چنار کې د اجتماعي ودونو په مراسمو کې د واده نارينو ته د قران پاک نسخې د تحفې په توګه ورکوي. صاحبان ټرسټ د دغه ودونو انتظام کړی وو چې د ترهګرۍ ځپل شويو او د ضرورت مندو خلکو سره مرسته وکړي. [صاحبان ټرسټ]

د پاکستان پوځ بريګيډير اختر عليم د اپريل په ۲۸ مه په پاړه چنار کې د اجتماعي ودونو په مراسمو کې د واده نارينو ته د قران پاک نسخې د تحفې په توګه ورکوي. صاحبان ټرسټ د دغه ودونو انتظام کړی وو چې د ترهګرۍ ځپل شويو او د ضرورت مندو خلکو سره مرسته وکړي. [صاحبان ټرسټ]

پيښور -- د خيبر پښتونخواه د کرم ضلعې اوسيدونکي، چې د تيرې لسيزې راهيسې د ترهګرو لخوا د تاوتريخجن نفرت د کمپاين هدف پاتې شوي دي، اوس ويني چې په سيمه کې مينه وده کوي.

صاحبان ټرسټ، چې يو فلاحي سازمان دی او مذهبي ډلې او عالمان يې چلوي، په کرم کې هغه کورنيو او ضرورتمندو کسانو ته د وړيا او اجتماعي ودونو له لارې خوشحالي ورکوي کوم چې د ترهګرۍ لخوا ځپل شوي دي.

دې موسسې په تیرو لسو کلونو کې نږدې د دوو زرو وړیا ودونو انتظام کړی دی، چې زياتره ګټه اخیستونکي په کې د ترهګرۍ قربانیان دي.

د کرم ضلعې او د هغې مرکزي ښار پاړه چنار د ۲۰۰۷ کال راهیسې د ګڼ شمير ترهګريزو بریدونو هدف پاتې شوی دی. په دغه کال کې یو وسله وال په یوې غونډې باندې برید وکړ او ۴۰ کسان يې په کې ووژل چې په سیمه کې يې فرقه ایز تاوتریخوالی رامنځته کړو.

د کور سامان او فرنیچر چې د جهيز په توګه د اجتماعي ودونو په مراسمو کې د واده زنانو ته ورکول کیږي د اپریل په ۲۸ مه په پاړه چنار کې د صاحبان موسسې لخوا ښودل شوي دي. [صاحبان موسسه]

د کور سامان او فرنیچر چې د جهيز په توګه د اجتماعي ودونو په مراسمو کې د واده زنانو ته ورکول کیږي د اپریل په ۲۸ مه په پاړه چنار کې د صاحبان موسسې لخوا ښودل شوي دي. [صاحبان موسسه]

علامه باقر حيدري، چې د صاحبان ټرسټ ډايريکټر دی، وويل، په تیره عشره کې د سیمې په سلګونو اوسیدونکي د ترهګرو لخوا وژل شوي دي، او د آبادۍ لویه برخه د صدمې نه وروسته په بيمارو کې اخته ده.

حيدري په يوې مرکه کې وويل، "د صاحبان ټرسټ موخه دا ده چې د بې وزلو او مستحقینو سره مرسته وکړي، خو موږ لومړیتوب هغه کسانو ته ورکوو کوم چې د ترهګرۍ لخوا ځپل شوي دي او د هغوی مشران د چاودنو، هدفي وژنو او فرقه ایز تاوتریخوالي په پیښو کې شهیدان شوي دي."

د بهرني پاکستانيانو لخوا مرسته

حيدري وويل، نږدې ۳۰ جوړو د روژې د مبارکې مياشت نه مخکې په پاړه چنار کې د اپريل په مياشت کې په اجتماعي ودونو کې ودونه وکړل.

هغه وويل، "هر کال موږ درې ځله يا زيات د اجتماعي ودونو انتظام کوو -- دا د هغه کسانو په چندو باندې انحصار لري چې په دې ستر کار کې مرسته کوي."

حیدري وویل، زیاتره چندې هغه پاکستانيان ورکوي کوم چې په متحده عرب اماراتو، سعودي عرب، امريکا، کنيډا او نورو هيوادونو کې ژوند کوي.

علامه سيد افتخار حسين، چې د صاحبان ټرسټ د انتظامي کميټۍ غړی دی، وويل، "د دې ودونو اصلي موخه دا ده چې د ترهګرۍ لخوا ځپل شويو کورنيو ته خوشحالي ورکړو او بې وزلي ځوانان د زياتې بې وزلۍ له کبله د جنايتکارانو او افراطيانو په لاس ورتلو نه خوندي وساتو."

افتخار په یوې مرکه کې وویل، "د دغه کسانو په ودونو کولو سره موږ غواړو چې د دوی ساتنه وکړو او د هغوی پام دې ته وګرځوو چې هغوی خپله کورنۍ جوړه کړي او د ماشومانو تربيت په مناسب ډول وکړي."

حسين وويل، په دې اجتماعي ودونو کې، په مراسمو کې د خوراک او همداراز د ودونو لپاره د جامو او د ناويګانو د جهيز لپاره انتظامات کيږي.

هغه زياته کړه، "موږ ناويګانو ته مناسب جهيز، د جامو، لوښو، ضروري فرنيچر، توشکونو او نورو شيانو په ګډون، ورکوو، چې يوه جوړا د واده نه وروسته په آرام سره وي."

'د الله تعالی ستر رحمت'

حسين وويل، د اجتماعي ودونو نه علاوه، صاحبان ټرسټ اقليتي ټولنو، د عيسايانو او هندوانو په ګډون، ته خوراک ورکوي.

عظمت عليزۍ، چې په پاړه چنار کې یو ژورنالسټ دی، وويل، د کرم ضلعې سوداګریزې ټولنې او شتمن اوسیدونکي د بې وزلو او ضرورتمندو کسانو سره د مالي مرستې له لارې د صاحبان ټرسټ ملاتړ کوي."

نوموړې سازمان د ډیرو کورنيو سره مرسته کړې چې خپلوان یې د ترهګريزو فعالیتونو له کبله وژل شوي ول. عليزۍ وویل چې دې د ځایي خلکو باور ترلاسه کړی او له همدی کبله زياته مرسته ترلاسه کوي.

هغه وويل، "په پاړه چنار کې ډیر اوسيدونکي د ترهګرۍ د خطر لخوا ځپل شوي دي، او د صاحبان ټرسټ لخوا مرسته د هغوی زخمونه ښه کوي او د هغه خلکو په ژوند کې خوشحالي راولي کومو چې د خپلو کورنيو غړو د غمجن وژلو له کبله خندا کول هير کړي ول."

بي بي خديجه، چې د پاړه چنار يوه کونډه ده او د هغې زوی په ۲۰۰۹ کال کې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) لخوا وژل شوی وو، وويل، "د صاحبان ټرسټ مرستې د الله تعالی د لوی نعمت په څیر دي -- دا زما لپاره ناممکنه وه چې ما د خپلو ماشومانو د واده لپاره انتظامات کړې وې."

بي بي وويل، هغه وسله والو په کرم ضلع کې د هغې مشر زوی عبدالله ووژلو کله چې دوی په ټل پاړه چنار سړک باندې په يوې کانوايۍ باندې بريد کولو.

هغې وويل، په داسې حال کې چې د هغې په مخ باندې اوښکې راروانې شوې، ټي ټي پي دغه ګاډي ته د اور لګولو نه مخکې ټول مسافر په دغه ګاډي کې ووژل. د هغه مرګ د هغه د کورنۍ مشکلات زیات کړل ځکه چې هغه يوازينې غړی وو چې روزي به يې ګټله.

هغې زياته کړه، د اپرېل په مياشت کې د بل زوی واده، چې دغه موسسې يې انتظام کړې وو، د کلونو غم وروسته د هغې په مخ خوشحالي او خندا راوستې ده.

نجمم الحسن، چې په پاړه چنار کې د حسنزۍ سيمې اوسيدونکی دی او د اپريل په مياشت کې يې د وړيا ودونو په مراسمو کې برخه اخيستې وه، وويل، د صاحبان ټرسټ لخوا د خیرخواهۍ مرستې د هغو خلکو خوبونه ريښتيا کوي کوم چې زيات ضرورت مند دي.

هغه وويل، "صاحبان ټرسټ زما خوب ريښتيا کړی دی." "د لږو سرچینو له امله، دا زما لپاره تقريباََ ناممکنه وه چې د واده لپاره انتظامات وکړم."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د سولې لپاره سترې هڅې نورې ستاينو ته اړتیا لري.

ځواب