جرم او انصاف

د پیښور پولیس د ترهګرو د پټنځايونو د اندیښنو له کبله د کرایه دارانو بيرته تصديق کوي

د جاويد خان لخوا

په پېښور کې په صدر کې د جون په ۲۸ مه د کرایۍ کورونه ښودل شوي دي. پولیسو د اپريل په نيمايۍ کې په حيات آباد کې د عملياتو نه وروسته په پېښور او نورو ضلعو کې د کرايې د کورونو د کرايه دارو بيرته تصديق پیل کړې دی. [جاوید خان]

په پېښور کې په صدر کې د جون په ۲۸ مه د کرایۍ کورونه ښودل شوي دي. پولیسو د اپريل په نيمايۍ کې په حيات آباد کې د عملياتو نه وروسته په پېښور او نورو ضلعو کې د کرايې د کورونو د کرايه دارو بيرته تصديق پیل کړې دی. [جاوید خان]

پیښور -- پولیس په پېښور کې د ټولو کرایه دارانو بيا تصديق کوي چې په ښار کې د ترهګرو د پټيدو مخه ونيسي.

چارواکو د چهارشنبې په ورځ (د جون په ۲۶ مه) وویل، د اپریل په مياشت کې د کمپاين د پیل راهیسې، پوليسو یوازې په حیات آباد کې د ۷۵۰ کورونو بيرته تصديق کړې دی.

د خيبر پښتونخواه د کرایې د ودانیو د بنديز (امنیت) قانون ۲۰۱۴ له مخې، هغه کرايه داران چې د کرايې په کورونو کې ژوند کوي هغوی له پکار ده چې د ترهګرۍ او جرم سره د مبارزې د برخې په توګه د خیبر پښتونخواه د پولیسو سره ځان ثبت کړي. په صوبه کې ټول پوليس سټيشنونه د تيرو څلورو کالو راهيسې داسې کرایه دران ثبت کوي.

د بيرته تصديق دا وروستې نوښت وروسته له هغې پیل شو کله چې پولیسو وموندل چې د شکمنو ترهګرو یوې ډلې د جعلي اسنادو په کارولو سره په حيات آباد فيز-۷ کې يو کور په کرايه اخيستی وو، چې په ښکاره توګه یې د عملیاتو د اډې په توګه کارولو.

امنیتي ځواکونو د ۱۶ ګهنټو په يوې نښته کې پنځه ترهګر ووژل او یو شکمن یې ونیولو. یو پولیس افسر او یو سرتیری ووژل شو او یو بل سرتیری ژوبل شو.

د ډلې یو شکمن غړي، چې پولیسو نیولی وو، وروسته عدالت ته وویل چې په دغه کور کې ترهګرو د بريدونو لپاره پلان جوړولو.

د خیبر پښتونخواه د پولیسو ویاند، جنرل قاضي جمیل الرحمان، وویل، "د اسسټنټ سب انسپکټر په مشرۍ کې ځانګړي ټیمونو ته دنده سپارل شوي چې د صوبې په مرکزي ښار کې د کرايه دارانو معلومات او ريکارډ وګوري چې په پیښور کې ترهګر د اډو لرلو نه منع کړي."

هغه وويل، دې ځواک تر اوسه پورې په صوبه کې د سلګونو کورونو د معلوماتو بيرته تصديق کړې دی.

د دې هڅو د یوې برخې په توګه، پولیسو په حيات آباد کې د پلټنې او برید ۱۲عملیات ترسره کړل او ۱۰۵ مشکوک کسان يې د تحقیق لپاره ونیول. هغه زیاته کړه چې د نورو ۱۸۰ کرایه دارانو خلاف کيس درج کړې شو ځکه چې دوی د کرايه دار د معلوماتو فارمونه نه لرل او د کرایه دار په توګه هلته اوسيدل.

رحمان وويل، پوليسو په حيات آباد کې د ۳۵۰ خصوصي امنيتي ساتونکو او همدارنګه د ۳۲ اخبار خرڅوونکو د معلوماتو هم تصديق کړی دی.

د ترهګرۍ اندیښنې

اسد علي، ۲۷ کلن، چې د حيات په فيز-۱ کې اوسيږي، وويل، "د پوليسو ډلو زمونږ په کوڅه کې زمونږ په سيمه کې کورونه وکتل او بيرته يې د هغه تفصيلاتو تصديق وکړو چې کرايه دارانو له مخکې نه پولیسو سټيشنونو ته او د پولیسو د مرستې مرکزونو ته ورکړي ول."

هغه وويل، ځايي خلک اندېښمن شول کله چې هغوی په ښارګوټي کې د ترهګريزو فعاليتونو په اړه پوهه شول.

علي وويل، "ټول ښارګوټې په ويره کې وو کله چې د ۱۶ ګهنټو اوږد عمليات په فيز-۷ کې ترسره کېدل." هغه زياته کړه چې هغه کسانو ته دې سزا ورکړل شي کوم چې په جعلي اسنادو کې ښکيل دي.

د پيښور د پولیسو ډپټي سپرنټنډنټ عتیق شاه وویل، "موږ په تیرو څو میاشتو کې د سلګونو کورونو بيرته تصديق وکړو چې د هغه تفصيلاتو تصديق وکړو چې کرايه دارانو د کرايې په ودانيو کې جمع کړي وو او دا يقيني کړو چې هیڅ يو نا رجسټر شوی کس له جعلي اسنادو سره په ښار کې ژوند ونه کړي."

هغه زياته کړه، پوليسو په دې وروستيو مياشتو کې د پلټنې او بريد عمليات تيز کړل څو دا يقيني کړي چې په سيمه کې شکمن کسان شتون ونه لري.

شاه وويل، "موخه دا ده چې پوليس بايد د هر هغه کس په اړه معلومات ولري کوم چې په ښار کې اوسيږي او هيڅوک د دې موقع ونه لري چې د کرايې د ودانۍ ناوړه استعمال وکړي."

پیښور یوازینې ښار نه دی چې دا مبارزه کوي.

د ضلعې د پوليسو افسر سجاد خان وويل، "د کرایۍ د ودانیو سربیره، موږ په منظم ډول د هوټلونو او مسافر خانو پلټنه کوو چې د هغه کسانو په اړه معلومات ترلاسه کړو کوم چې زمونږ په ضلع کې اوسيږي."

هغه وويل، افسران دا يقيني کوي چې د پلټنو او عملياتو او د عمومي پوليسۍ په دوران کې ټول داسې ځايونه وګوري.

هغه وويل، "په دې وروستيو کلونو کې، د پوليسو لخوا پورته شوي اقدامات، د خبير پښتونخواه د کرايۍ د ودانيو د بنديز قانون لاندې د اقداماتو په ګډون، په خيبرپښتونخواه کې د سولې په راوستلو کې مرسته کړې ده."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 5

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا زما خوښ شو

ځواب

په زړه پورې

ځواب

کمپیوټرایزډ سيسټم ته اړتیا لري ۱. د کرایه دار/ مالکانو نوم او د هغوی په اړه په مياشتني ډول معلومات ۲. همدارنګه په هوټل/ فلېټ کې چې په کرايه اخيستل شوې وي .۳ د ځمکې تعقیب او د خلکو (پاکستانی یا افغاني/ کوچي) لپاره د پي ډي ای څخه ریکارډ     

ځواب

ډېر ښه کار

ځواب

داډيره ښه ده چې د ټولو کرایه دارانو تصدیق وکړو، نو هیڅوک به د تصديق نه ‌بغير ژوند ونه کړي او زموږ ښار به د ترهګرو نه پاک وي.

ځواب