امنیت

د بلوچستان پولیس په لورالايي کې د ځانمرګي برید هڅه ناکامه کړه

د عبدل غني کاکړ لخوا

په دې تصوير کې د جون په ۲۶ مه د لورالايي پولیس لینونه هغه وخت ښودل شوي دي، کله چې امنیتي ځواکونو درې ځانمرګي برید کونکي ووژل. په دې جګړه کې یو ګاډي ته زيان ورسيدو. [د عبدل غني کاکړ نه په مننه]

په دې تصوير کې د جون په ۲۶ مه د لورالايي پولیس لینونه هغه وخت ښودل شوي دي، کله چې امنیتي ځواکونو درې ځانمرګي برید کونکي ووژل. په دې جګړه کې یو ګاډي ته زيان ورسيدو. [د عبدل غني کاکړ نه په مننه]

کويټه -- د پوځ د عامه اړيکو دفتر (آی ايس پي آر) د چهارشنبې په ورځ (د جون په ۲۶ مه) په يو بيان کې وويل چې امنيتي ځواکونو لږ تر لږه درې ځانمرګي برید کوونکي هغه وخت ووژل کله چې دوی د بلوچستان صوبې په لورلايي ضلع کې د پولیسو په لينونو باندې د برید کولو هڅه کوله.

آی ايس پي آر وويل، "یو ځانمرګی بريد کونکی په دروازه کې ووژل شو، په داسې حال کې چې دوه نور برید کونکي د پولیس لينونو په سيمه کې ووژل شول."

د ترهګرو موخه ناکامه کړی شوه

په دغه بيان کې راغلي چې ترهګرو هڅه کوله چې هغه سیمې ته ورسیږي چیرته چې پولیس افسران امتحان ته ناست وو.

د آی ايس پي آر په وينا، د پوليسو يو افسر ووژل شو او دوه نور ټپيان شول. هغه زياته کړه چې امنيتي ځواکونو دغه ودانۍ د ترهګرو نه پاکه کړې ده.

د بلوچستان وزير اعلی جام کمال په کويټه کې په يو خپور شوي بيان کې وويل چې هغه د امنیتي ځواکونو د چټک غبرګون ستاینه وکړه او هغه د وسله والو په وړاندې د سخت ګامونو پورته کولو امر کړی دی.

کمال وويل، "د سولې مخالف عناصر د بې ګناه خلکو د ژوند سره لوبې کوي او هڅه کوي چې د دولت واکمنۍ چيلنج کړي. په بلوچستان کې د دښمن ايجنډه ناکامه کول د دولت لومړۍ ترجيح ده."

تحريک طالبان پاکستان د مسوولیت ادعا کوي

د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) يوه ډله د دې بريد مسؤلیت په غاړه واخیستو.

د لورالايي يو سينير امنیتي چارواکي محمد ریاض وويل، "په تیرو څو میاشتو کې دا دريم بريد دی چې په لورالايي ضلع کې رامنځته شو."

رياض وويل، "د قانون پلي کونکي ادارې په لورالايي او د بلوچستان په نورو ناکراره سيمو کې د وسله والو په وړاندې جدي ګامونه پورته کوي." هغه زياته کړه، "ترهګر هڅه کوي چې زموږ په قبايلي سيمو کې خپل نفوذ پياوړی کړي، خو دا يقيني خبره ده چې دوی به هيڅکله په خپلو اهدافو کې بريالي نه شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500