امنیت

د سولې د بیرته راستنېدو سره، ملګري ملتونه خپلې عملې ته اجازه ورکوي چې د کورنیو سره پاکستان ته سفر وکړي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

د ملګرو ملتونو د ښځو چارو ايګزيکيټيو ډايريکټرې فومزیل ايملابمو- کا (ښي اړخ ته) د تير دسمبر په ۷ مه په اسلام اباد کې په پاکستان کې د معذوره ښځو په وړاندې د ځورونې په اړه د خبرو اترو وروسته د میلمنو سره د تصويرونو لپاره پوز جوړي. [فاروق نعيم/ای ايف پي]

د ملګرو ملتونو د ښځو چارو ايګزيکيټيو ډايريکټرې فومزیل ايملابمو- کا (ښي اړخ ته) د تير دسمبر په ۷ مه په اسلام اباد کې په پاکستان کې د معذوره ښځو په وړاندې د ځورونې په اړه د خبرو اترو وروسته د میلمنو سره د تصويرونو لپاره پوز جوړي. [فاروق نعيم/ای ايف پي]

اسلام اباد - ملګرو ملتونو (يو اين) د جون په ۲۰ مه د ملګري ملتونو د کسانو لپاره د "غیر کورنۍ" د دندې ځای په توګه د پاکستان حيثيت ختم کړو، چې دا د سولې د بیرته راستنیدو یوه بله نښه ده.

د هغه يو ليک له مخي، چې د ملګرو ملتونو د نړیوال خدماتو کمیشن (آی سي ايس سي) مليحه لودهي، چې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي ده، ته استولی وو، دا پریکړه د خونديتوب او امنیت لپاره د انډر سیکريټري جنرل پیټر ډرینن، چې په اسلام آباد کې يې د امنیتي حالت ارزونه وکړه، د سپارښتنو په بنياد وشوه.

د آی سي ايس سي چيرمين لاربي جاکټا په ليک کې ويلې شوي، "زه، د دې کمیشن د سپارل شوي واکمنۍ لاندې، د غير کورنۍ د دندې ځای په توګه د اسلام آباد، پاکستان حيثيت ختموم، چې دا به د ۲۰۱۹ د جون په ۱۴ مه عملي شي."

د ملګرو ملتونو له مخې، د غیر کورنۍ د دندې ځای معنا لري چې "د خوندیتوب او امنیت دلایلو له کبله د کورنۍ ټول وړ غړي د شپږو میاشتو یا زیات وخت لپاره د دندې په ځای کې د پاتې کيدو نه منع کيږي." په دې حالت کې بدلون معنا لري چې په پاکستان کې د ملګرو ملتونو ځای پر ځای شوي کارکوونکي خپلې کورنۍ د تل لپاره راوستلې شي.

د ملګرو ملتونو چارواکو په اسلام اباد کې د مارچ په ۲۰ مه په يوې غونډه کې ګډون وکړو. دا سازمان، په امنیت کې پرمختګ ته په اشاره کولو سره، د ملګرو ملتونو بهرني کارکوونکو ته اجازه ورکوي چې خپلې کورنۍ پاکستان ته راولي. [ملګري ملتونه]

د ملګرو ملتونو چارواکو په اسلام اباد کې د مارچ په ۲۰ مه په يوې غونډه کې ګډون وکړو. دا سازمان، په امنیت کې پرمختګ ته په اشاره کولو سره، د ملګرو ملتونو بهرني کارکوونکو ته اجازه ورکوي چې خپلې کورنۍ پاکستان ته راولي. [ملګري ملتونه]

لودهي په ټویټر باندې وویل، "دا یو مثبت پرمختګ دی چې د دې لپاره موږ ټولو یوځای کار وکړو."

د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي په ټویټر باندې وویل، "ښه خبر! د جامع امنیتي بیاکتنې پر اساس، ملګرو ملتونو د نړیوالو کارکوونکو لپاره د اسلام آباد حيثيت د کورنۍ سټيشن په توګه بيا بحال کړو."

هغه ای آر وايي نيوز ته وويل، په دې حالت کې بدلون يو ښه پرمختګ دی ځکه چې پخوا پاکستان د ترهګرۍ له کبله د نړیوالې نیوکې سره مخامخ شوی وو.

هغه وويل، د ملګرو ملتونو دا اقدام به د پاکستان لپاره د ټولو هيوادونو سره د سوداګرۍ او سفارتي اړيکو لپاره نوي موقعې رامنځته کړي.

قريشي وويل، "د سولې لپاره زموږ هڅې ملګرو ملتونو منلي دي. دا به زموږ هېواد ته ګټه ورسوي... ځکه چې نړيوالې ټولنې پاکستان د يو سوله ايز هېواد په توګه منلی دی."

شهريار آفريدي، چې د کورنیو چارو وزارت پخوانې وزیر دی، وویل، "د ترهګرۍ پرضد زموږ هڅې بالاخره منل شوي ځکه چې موږ ګڼ شمير اقدامات کړي چې پاکستان یو سوله ايز هېواد جوړ کړو. دا زمونږ په ګټه ده چې ترهګري پای ته ورسوو."

افريدي وويل، په پاکستان کې د امنيت وضعيت ښه شوى او د سوکالۍ د رامنځته کولو لپاره نورې هڅې روانې دي.

ښه امنيت

د ملګرو ملتونو نړیوال کارمندان چې په پاکستان کې میشت دي اوس کولی شي چې په دې هیواد کې د خپلو کورنیو سره کار وکړي، پر ځای د دې چې دوی د هغوی سره د کتلو لپاره خپلو هيوادونو ته بار بار سفر وکړي.

په اسلام آباد کې د ملګرو ملتونو یو سينير چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "زه په اسلام آباد کې کار کوم، خو زما کورنۍ په متحده ایالاتو کې ده. اوس موږ ته اجازه راکړل شوې چې له خپلو کورنیو سره دلته کې د ښه امنیت له کبله ژوند وکړو."

هغه وويل، "ما خپلې کورنۍ ته ويلي چې اسلام آباد ته د منتقل کيدو لپاره چمتو شي."

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو یو بل کارکوونکي، چې هغه هم د نوم نه ښودلو غوښتنه وکړه، وویل، "ما ته اکثر خپل کور د خپلو والدينو، ښځې او ماشومانو له کبله راياديږي، خو د خپلو کورنيو سره د ژوند کولو لپاره د ملګرو ملتونو د مرکز لخوا اجازې ما سره مرسته کړې ده."

هغه وويل، "اوس، زه پلان لرم چې ژر تر ژره خپله کورنۍ دلته راولم."

هغه زیاته کړه، "موږ وکتل چې په امنیت کې ډیر پرمختګ شوی دی، نو هر يو ښار ته سفر کولی شو." "د امنیتي ادارو د کار له کبله زموږ فعالیتونو وده ترلاسه کړې ده."

سرمايه کاري هڅول

دا اقدام د بهرنۍ سرمايه کارۍ او سوداګرۍ سکتورونو لپاره يوه مثبت نښه ګڼل شوې ده.

عقيل کريم، چې په کراچۍ کې يو سوداګر دی، دنيا ټي وي ته وويل، دا به ټولې نړۍ ته یو پیغام ورکړي چې پاکستان د سرمايه کارۍ لپاره يو خوندي هیواد دی.

هغه وويل، "د پاکستان کاروباري خلک به د نورو هېوادونو سره د سوداګرۍ لپاره زيات فرصتونه ترلاسه کړي. دا به د يو سوله ايز هېواد په توګه د پاکستان په انځور ښه کولو کې مرسته وکړي."

په پېښور کې يو سينير امنیتي شنونکي بریګيډير (ريټايرډ) شاه محمود په یوې مرکه کې وویل، "په وروستيو کې، پاکستان د بهرنیو سیلانیانو د راجلبولو لپاره يو څو پروګرامونه پیل کړي دي."

هغه وويل، "د ملګرو ملتونو پرېکړه به د حکومت سره د پلان په پلي کولو کې ډېره مرسته وکړي، ځکه چې سيلانيان به اوس د امنيت احساس ولري."

شاه وويل، پاکستان د تیرو دوو لسیزو راهیسې د ترهګرې په ولقه کې پاتې شوی دی، خو وضعیت د پرمختګ نښې څرګندوي، چې دا د هیواد د خلکو لپاره ښه خبره ده.

هغه وويل، د ملګرو ملتونو لخوا د پاکستان حيثيت بدلول د ترهګرۍ په مخه نيولو کې د هېواد د برياليتوب اعتراف کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500