امنیت

پاکستان موخه لري چې د داعش د خراسان څانګې د نفوذ مخه ونيسي ځکه چې ترهګر د تعليم يافته ځوانانو د استخدامولو هڅه کوي

د ضياء الرحمان لخوا

نيم پوځي رينجر د می په لومړۍ نيټه په کراچۍ کې خپلې دندې ترسره کوي. د داعش د خراسان څانګې د نفوذ په وړاندې د مبارزې په هڅو کې، پاکستاني چارواکي په مختلفو محاذونو د وسله والو ډلو په وړاندې مبارزه کوي. [ضیاء الرحمان]

نيم پوځي رينجر د می په لومړۍ نيټه په کراچۍ کې خپلې دندې ترسره کوي. د داعش د خراسان څانګې د نفوذ په وړاندې د مبارزې په هڅو کې، پاکستاني چارواکي په مختلفو محاذونو د وسله والو ډلو په وړاندې مبارزه کوي. [ضیاء الرحمان]

کراچۍ -- پاکستان د داعش د خراسان څانګې (داعش- کې) د نفوذ د مخنیوي لپاره هڅې زياتوي او په تعليمي ادارو کې په احتمالي استخدام کوونکو په ځانګړي توګه تمرکز کوي.

د روان کال په لومړیو کې په عراق او سوریه کې د داعش د سیمه ایزې ماتې راهيسې، شنونکي وايي چې ترهګريز سازمان په پاکستان او افغانستان باندې تمرکز کوي.

په پاکستان کې، د داعش د خراسان څانګې د دغه ډلې داسې تاکتيکونه کارولي دي چې د مسلمان اقليتونو لکه شيعه ګانو او صوفيانو په نښه کولو سره فرقه يي شخړې رامنځته کړي.

د پاکستان د سولې د مطالعاتو انسټیټوټ (پيپس) په وینا، د پاکستان چارواکو په بلوچستان او د سیند صوبې په شمالي سیمو کې د داعش د نفوذ نسبتاََ زيات شتون ليدلی دی، چيرته چې فرقه يې شخړې شتون لري.

که څه هم، د فبرورۍ په ۲۸ مه د بلوچستان صوبې په سیبي سیمه کې د داعش د خراسان څانګې مهم مشرانو -- مولوی عبدالله بروهي او عبدالحفیظ پندراني -- وژل د قانون پلي کوونکو ادارو لپاره يو لويه لاسته راوړنه ده.

د شکار پور د پوليسو مشر، ساجد عامر سادوزۍ، وويل، بروهي او پندراني په ترتيب سره، په سيند صوبه کې د داعش ستر مشر او نايب مشر وو. دوی د ۲۰۱۰ کال راهيسې په سيند او بلوچستان کې په ډیرو ترهګریزو بریدونو کې د لاس لرلو له کبله مطلوب ول.

محمد اسماعيل خان، چې په اسلام آباد کې امنيتي شنونکی دی او د پيپس سره تړاو لري، وويل، د داعش د خراسان څانګه غالباََ یوازينۍ وسله واله ډله ده چې د حکومت چارواکو، ملکي او پوځي، په مساوي ډول د دې په وړاندې غږ پورته کړی دی.

هغه په يوې مرکه کې وویل، "یوازينۍ مسله دا ده چې آيا د داعش د خراسان څانګه په پاکستان کې شتون لري یا دلته دا رامنځته شوې ده." "ځینې کسان وایي چې دا کورنۍ ډله نه ده، او دا زياتره د يو تنظيم نوم دی، نور وايي چې دا یو ګواښ دی. هغوی چې په څه موافقه کوي هغه دا ده چې د داعش د خراسان څانګې په وړاندې مبارزه وکړې شي."

د داعش د خراسان څانګه په ځوانانو تمرکز کوي

پاکستاني چارواکي په مختلفو برخو کې کار کوي چې د داعش د خراسان څانګې د هغه هڅو په وړاندې مبارزه وکړي چې هغه ځوانان استخدام کړي کوم چې په تعليمي ادارو کې تعليم ترلاسه کوي.

د قانون پلي کونکي ادارو سره په مرکه کې د داعش د خراسان څانګې په وړاندې مبارزه شامله وه چې يې وښودله چې دا ترهګريزه ډله -- د موجوده محلي ډلو څخه د کسانو د استخدامولو نه علاوه -- په دې تمرکز کړې چې د يونيورسټۍ طالب علمان او مسلکيان استخدام کړي چې خپل ناوړه بریدونه، د پيسې راټولولو او د پروپيګنډې عملیات ترسره کړي.

د ترهګرۍ پر ضد د استخباراتو یو سينير افسر، چې د نوم نه ښودلو يې غوښتنه وکړه ځکه چې هغه اجازه نه لري چې د ميډيا سره خبرې وکړي، وويل، "د داعش د خراسان څانګې استخداموونکو ګڼ شمير لارې چارې کارولې چې مسلمانان ځوانان وهڅوي چې د ټولنیزو رسنیو او په ځايي کالجونو او يونيورسټو کې د وړو بحثونو له لارې د اورپکۍ سره یو ځای شي."

هغه په يوې مرکه کې وويل، په دې وروستیو کې، د قانون پلي کونکو ادارو هغه ترهګر ونيول کوم چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او لشکر جهنګوي (ايل اي جی) سره تړاو لرلو، چې غړي يې زياتره بې تعليمه ول او يا د مدرسو څخه فارغ شوي وو.

هغه وويل، "خو اوس موږ د هغه ترهګرو سره مخامخ يو چې زيات تعليم يافته دي." هغه زياته کړه، "موږ بايد د يونيورسټو په چارو باندې نظر وساتو، چيرته چې دوی خپلې ډګرۍ ترلاسه کړي دي."

د مثال په توګه، د سيند يونيورسټۍ، چې په جامشورو ضلع کې يوه سرکاري يونيورسټي ده، د می په ۲۰ مه د نورين لغاري پرويژنل داخله منسوخ کړه چې دا د نورو طالب علمانو لپاره د خطر سبب ګرځيدې شي. نورين لغاري هغه یوه زده کوونکي ده چې پخوا د داعش سره یو ځای شوې وه.

د ۲۰۱۷ کال په اپریل کې، لغاري په هغه وخت کې د طب او روغتيا علومو په لياقت يونيورسټۍ کې د دويم کال طالب علمه وه. دا يونيورسټي په دغه ضلع کې د طب یو حکومتي سکول دی. لغاري په لاهور کې د داعش د خراسان څانګې په يو مرکز باندې په چهاپه کې نیول شوې وه.

د يوې مرکې، چې په يو ځايي ټيلي ويژن باندې خپره شوي وه، له مخې، هغې اعتراف وکړو چې هغه لاهور ته د دې لپاره تللې وه چې د ايسټر په دوران کې په يو چرچ کې يو ځانمرګی بريد ترسره کړي.

پوليسو وروسته لغاري خوشې کړه، او ويې ويل چې هغې بيا رغاونه ترلاسه کړې ده او دا چې داعش له هغې سره دهوکه کړې ده.

د هغې د خوشې کولو وروسته، لمز یونیورسټۍ د هغې داخله منسوخ کړه. هغې په تير نومبر کې په سيند يونيورسټۍ کې په انګلش ډیپارټمنټ کې داخله واخيسته. خو کله چې يونيورسټۍ د هغې د تاريخ په اړه معلومات ترلاسه کړل، نو د هغې داخله یې منسوخ کړه.

شتمن او تعلیم يافته کسان په نښه کول

په خبرونو کې د هغه ګڼ شمير تعليم يافته پاکستاني ځوانانو مستند کيسونه راپور شوي چې د داعش سره يو ځای شوي دي.

سعد عزیز یو بل مثال دی چې په کراچۍ کې د سوداګرۍ د مديريت د انسټیټوټ نه فارغ شوی وو. هغه د داعش نه متاثره شوی وو او د "ښه تعلیم یافته" جنایتکارانو د یوې محلي ډلې سره یوځای شوې وو.

عزيز، ۲۷ کلن، اعتراف وکړو چې هغه په کراچۍ کې په ډېرو ترهګريزو فعاليتونو کې لاس لرلو، چې په دې کې په می ۲۰۱۵ کال کې په صفورا ګوټ سيمه کې د اسماعيلي ټولنې تقريباََ ۴۵ کسان وژل او په اپريل ۲۰۱۵ کال کې سبين محمود، چې يو ټولنيز کارمنده او د بشري حقونو فعاله وه، وژل شامل دي.

عدالت په می ۲۰۱۶ کال کې هغه ته د مرګ سزا ورکړه. هغه په توقیف کې دی.

د اپرېل په ۱۵ مه، د کراچۍ پولیسو په ټيسر ټاون کې د داعش د خراسان څانګې څلور غړي په یو برید کې ونیول.

د ملير ضلعې د پوليسو ستر افسر عرفان بهادر د وينا له مخې، نيول شوي کسانو غوښتل چې د سوشل ميډيا او هغوی ته د پيسو ورکولو له لارې نوي عسکر، په ځانګړي توګه ځوانان، د داعش د خراسان څانګې سره يوځاى کړي.

بهادر وويل، "مونږ د هغوى نه لاسي بمونه، وسلې، په لسګونو ټوپکونه او لپټاپونه ترلاسه کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500