امنیت

په لاس جوړه رسامي د سټیلایټ انځورونو په وړاندې: د امریکا پوځ د ویشتل شوې بې پیلوټه الوتکې د الوت لاره وښودله

سلام ټایمز او ای اېف پي

دا رسامي د متحده ایالاتو د اردو له خوا د غبرګولي د ۳۰ مې په یوه ټویټ کې شامل کړای شوې وه چې د هغې بې پیلوټه الوتکې د الوتنې دقیقه لاره او موقعیت ښیي چې د ایران د یوه میزایل برید په ترڅ کې راچپه کړای شوه. [آرشیف]

دا رسامي د متحده ایالاتو د اردو له خوا د غبرګولي د ۳۰ مې په یوه ټویټ کې شامل کړای شوې وه چې د هغې بې پیلوټه الوتکې د الوتنې دقیقه لاره او موقعیت ښیي چې د ایران د یوه میزایل برید په ترڅ کې راچپه کړای شوه. [آرشیف]

واشنګټن -- د متحده ایالاتو اردو د پنجشنبې په ورځ /د غبرګولي ۳۰ مه/ داسې یو ګرافیک خپور کړ چې د سټیلایټ ټکنالوجۍ څخه په کې استفاده شوې څو د متحده ایالاتو د بې پیلوټه الوتکې د الوت لاره او د هغه وخت موقعیت وښیي چې یوه ایراني توغندي وویشته، په داسې حال کې چې ایرانیانو هڅه کړې چې د بل ډول ثابتولو لپاره یوه په لاس جوړه رسامي وکاروي.

د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) په یوه اعلامیه کې چې نوی ګرافیک په کې شامل کړای شوی دی، وویل، «دا د متحده ایالاتو په یوه اکتشافي وسیله چې د ایران له هوایي حریم څخه یې هېڅ سرغړونه نه وه کړې یو بې دلیله برید وو.»

په سیمه کې د امریکا د هوایي ځواکونو قوماندان تورن جنرال جوزېف ګواستیلا وویل، بې پیلوټه الوتکه د ایران له تر ټولو نژدې ساحې څخه ۳۴ کیلومتره (۲۱ میله) لیرې وه چې د پنجشنبې په ورځ د یوه ایراني له ځمکې څخه هوا ته توغېدونکي توغندي په وسیله د هورموز تنګي دپاسه وویشتل شوه.

ګواستیلا وویل، «د ایران دا راپورونه چې دا الوتکه د ایران په سر ویشتل شوې ده کاملاً غلط دي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف دا په لاس جوړه رسامي خپل د غبرګولي د ۳۰ مې ټویټ کې د ایران له هوایي حریم څخه د بې پیلوټه الوتکې د سرغړونې د «شواهدو» د یوې برخې په توګه شامله کړې وه. [آرشیف]

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف دا په لاس جوړه رسامي خپل د غبرګولي د ۳۰ مې ټویټ کې د ایران له هوایي حریم څخه د بې پیلوټه الوتکې د سرغړونې د «شواهدو» د یوې برخې په توګه شامله کړې وه. [آرشیف]

له دې سره په توپیر، د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د پنجشنبې په ورځ ادعا وکړه چې بې پیلوټه الوتکې له ویشتل کېدلو څخه مخکې «د ایران له فضایي حدودو څخه سرغړونه کړې وه».‌

بې پیلوټه الوتکه «په ۴:۰۵ بجو په (25°59'43"N 57°02'25"E) کوارډینیټونو له کوه مبارک سره نژدې په نښه کړای شوه. کله چې امریکایي پوځي بې پیلوټه الوتکه زمونږ د قلمرو په اوبو کې را ولوېدله مونږ یې یو څه برخې ترلاسه کړې.»

ظریف د خپلې ادعا د ثبوت لپاره یوه رسامي چې ادعا کوي د بې پیلوټه الوتکې د الوت د مسیر ده شامله کړې ده.‌

د هورموز تنګي دپاسه د الوتنو ځنډول

د برېټېش ایرویز،‌ کانتاس او کی اېل اېم په شمول هوایي کرښو د جمعې په ورځ /د غبرګولي ۳۱ مه/ وویل چې هغوی د متحده ایالاتو د مقاماتو له خوا د بندیز په اساس د هورموز تنګي په سر الوتنې ځنډوي.

دغه ځنډول وروسته له هغه پېښېږي چې د متحده ایالاتو فدرالي هوایي ادارې (اېف ای ای) هوایي کرښو ته یو یادښت (NOTAM) ورکړ او په کې یې «په متحده ایالاتو کې ثبت شوې الوتکې د فارس خلیج او عمان خلیج په سر له الوتنو څخه منع کړې.»

د اېف ای ای په یوه اعلامیه کې راغلي چې دغه نوټام «د پوځي فعالیتونو د سختېدلو او د سیاسي ترینګلتیاوو د زیاتېدلو چې ښایي تجارتي الوتنې له خطر سره مخامخ کړي» په غبرګون کې ورکوي.‌

په ټانکرونو بریدونه

بې پیلوټه الوتکه وروسته له هغه را وغورځول شوه چې امریکایي پوځ د دوشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۷مه/ داسې نوي عکسونه خپاره کړل چې وایي د ایران رژیم د تېرې اونۍ په یوه برید کې ښکېل دی چې له هورموز تنګي سره نژدې په ټانکر بېړیو باندې وشول.

د جاپان کوکوکا کریجیوس د غبرګولي په ۲۳مه د عمان خلیج له لارې په لوړه کچه اور اخیستونکي میتانول لېږدول چې له نارویژي فرنټ الټایر سره یوځای پرې برید وشو. دا په یوه میاشت کې دننه د کشتۍ چلونې په ستراتیژیک مسیر کې دویم برید وو چې وشو.

ویډیو ښیي چې د ایران یوه د ګزمې کشتۍد بېړیو له جملې له یوې څخه «ناچاوده صدفي ماین» لیرې کوي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 4

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که چيرې د امريکې ډرون د ايران په سيمه کې نه وې راغلی، نو د کوم ځای نه د دې ملبه راغله؟ او که چيرې ايران د حدودو څخه تير شوې وي، نو ولې آمريکه ويره لري چې عملي قدم پورته کړي؟ داسې ښکاري چې ډالرو تاسو ړانده کړي یئ.

ځواب

دا دروغ دي

ځواب

که چيرې دا د ايران په سيمه کې نه وې راغلی، نو د کوم ځای نه د آمريکې د ډرون ملبه راغله؟ او که چيرې ايران د حدودو څخه تير شوې وي، نو ولې آمريکه په عملي توګه قدم نه پورته کوي؟ داسې ښکاري چې تاسو د ډالرو ړانده کړي یئ.

ځواب

د امت مسلمه په وړاندې د پروپيګنډې خبري اژانس

ځواب