امنیت

د ایران زینبیون بريګيډ په پاکستاني کډوالو او حاجیانو تمرکز کوي

د عبدل غني کاکړ لخوا

مارچ کوونکي د جون په ۱۳ مه د هغه يو پاکستاني کس د جنازې په دوران کې د زينبيون بريګيډ جهنډا لري کوم چې د ایران د انقلابي ساتونکو په استازیتوب په سوریه کې په جګړه کې مړ شوې وو. [د ایران د دفاع وزارت]

مارچ کوونکي د جون په ۱۳ مه د هغه يو پاکستاني کس د جنازې په دوران کې د زينبيون بريګيډ جهنډا لري کوم چې د ایران د انقلابي ساتونکو په استازیتوب په سوریه کې په جګړه کې مړ شوې وو. [د ایران د دفاع وزارت]

کويټه -- د ایران اسلامي انقلاب ساتونکو ګارډ قول (آی آر جي سي) د پاکستان کډوال او حاجیان په زینبیون بريګيډ کې د استخدام لپاره په نښه کوي. زينبيون بريګيډ هغه ملیشه ده چې په پاکستانيانو باندې مشتمله ده چې په سوريه کې د صدر بشار الاسد رژیم په ملاتړ کې جنګيږي.

د متحده ایالاتو د خزانې رياست د جنورۍ په میاشت کې د زینبيون بريګيډ پر وړاندې د بندیزونو اعلان وکړو. دا بنديزونه د هغه هڅو يوه برخه ده چې "هغه غیرقانوني شبکې بندې کړي چې دا رژيم يې د ترهګرۍ د صادرولو او په ټوله نړۍ کې د ناکرارۍ رامنځته کولو لپاره کاروي."

شنونکي وايي، سره له دې، زینبیون بريګيډ د خپلي جغرافيايي، سياسي او ستراتیژیکې ګټې لپاره د پاکستاني شیعه ګانو استخدام ته وده ورکوي.

خالد نبيل، چې په کويټه کې د دفاع چارواکی دی او پخوا یې د قانون پلي کولو ادارې د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې دنده لرله، وويل، د ایران د زینبیون بريګيډ، چې زموږ د راپورونو له مخې د پاکستان او ايران پولې ته نژدې د ايران په زاهدان سيمه کې يو قوي مرکز لري، په ځانګړې توګه هغه پاکستاني شيعه ځوانان په نښه کوي کوم چې ايران ته د حج لپاره او يا د کار په ويزو باندې ته ننوتلې ول.

په ټولنیزو رسنیو باندې یو خپور شوی انځور ښيي چې د زینبیون جنګیالی په بيت المقدس کې الاقصا جومات ته ګوري. [فايل]

په ټولنیزو رسنیو باندې یو خپور شوی انځور ښيي چې د زینبیون جنګیالی په بيت المقدس کې الاقصا جومات ته ګوري. [فايل]

هغه وويل، "کله چې دوی د پاکستان او افغانستان نه ايران ته داخل شي، نو د [آی آر جي سي] خفيه ايجنټان په پيل کې بې روزګاره شیعه ګانو ته د دندې وړاندېز کوي."

نبیل وویل، "هر کال، له ۴۰،۰۰۰ نه زیات شیعه حاجيان د مقدس ځايونو د ليدلو لپاره د پاکستان نه ايران ته سفر کوي."

هغه زياته کړه، "پاکستان زموږ په خاوره باندې د بهرني نفوذ سره د مقابلې لپاره د پايلو پر بنسټ يوه ستراتيژي جوړه کړې ده، او اوس حاجيان د تلو او راستنيدو په وخت د يو بشپړ امنيتي ميکانيزم نه تېرېږي."

نبيل وويل، "بې شکه ايران زموږ په خاوره کې خپل ايجنټان کاروي، خو لکه څنګه چې چاپېريال بدليږي، ايرانيان هم په پاکستاني شيعه اقليت باندې خپل نفوذ زياتوي."

په اسلام آباد کې د استخباراتو یو سينير چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "زموږ تحقيقاتو تایید کړې چې وسله واله ډله زینبیون بريګيډ اوس په پاکستان کې د جنګيالو د استخدام لپاره خپله ستراتیژي بدله کړې ده."

هغه وويل، "مخکې به په پاکستان کې استخدام ترسره کيدو، خو اوس د مبارزې او استخباراتو پر بنسټ عملياتو نه وروسته، دا بهير په ايران کې ترسره کيږي."

د دغه چارواکي له مخې، په پاکستان کې امنیتي ادارې کار کوي چې د زینبیون بريګيډ او د هغه نورو شیعه ډلو مخه ونيسي کوم چې د شیعه جنګیالو په استخدام کې ښکیل دي.

يوه 'نيابتي لوبه'

دغه چارواکي وويل، "ایران په ګاونډي پاکستان او افغانستان کې یوه لويه نيابتي لوبه کوي، او هڅه کوي چې د هغه شيعه ډلو له لارې خپل نفوذ زيات کړي کوم چې په سيمه کې د دې د ايجنډې لپاره کار کوي."

هغه وويل، "موږ راپورونه لرو چې ایران، د متحده ایالاتو د اقتصادي بندیزونو له امله د روان بحران وروسته، زمونږ په خاوره کې د خپلو ايجنټانو د کارولو لپاره هڅه کوي چې دوه اړخیزه سوداګري او نور تعلقات سم کړي چې د دې مالي ګټو ته وده ورکړي."

دغه چارواکي وويل، "په تيرو څو کلونو کې، ګڼ شمير مهم شکمن کسان چې د ايراني پوځ سره يې تړاو لرلو د پاکستان په مختلفو برخو کې نيول شوي او لا تر اوسه پورې د نورو تحقيقاتو لپاره په توقيف کې دي."

هغه وويل، "موږ به هيڅکله يوې ډلې يا هېواد ته اجازه ورنه کړو چې زموږ خاوره د پوځي لاسته راوړنو لپاره استعمال کړي."

په اسلام آباد کې د دفاع يو سينير شنونکي میجر (ريټايرډ) عمر فاروق وویل، "بې روزګاره شیعه ځوانان د زینبیون بريګيډ ستر هدف دی."

فاروق وويل، "په پاکستان کې د ایران نفوذ تل زموږ د امنیتي ادارې لپاره یوه مهمه اندیښنه ده ... دا د دې ساعت اړتیا ده چې په سفارتي کچه باندې د ایران حکومت سره د دې مسلې په اړه خبرې اترې وشي."

هغه وويل، "موږ بايد هيڅ يو هيواد ته اجازه ورنه کړو چې زموږ سياسي حالت کنټرول کړي ... ايران هڅه کوي چې په پاکستان کې د [شيعه] ديني ټولنې ملاتړ ترلاسه کړي."

هغه وويل، "[آی آر جي سي] په اصل کې ټولې هغه سرچینې په کار اچوي چې مذهب د خپل پوځي اهدافو لپاره استعمال کړي؛ له همدې امله، موږ د هغه اقداماتو په وړاندې د شیعه اقلیت ټولنې غصه وينو چې د ايران په وړاندې د متحده ایالاتو او نورو هیوادونو لخوا د هغې د ايټمي معاملو له کبله اخيستل شوي دي."

فاروق وویل، ایران په پاکستان کې په سني مسلمانانو باندې هم خپل نفوذ زیاتوي. هغه زیاته کړه، "په پاکستان کې د سيال سعودي عرب د فلسفې او موخې سره مبارزه کول د ایران اصلي تمرکز دی."

د فاروق په وینا، د سوریې او نورو هیوادونو په جګړه کې د تهران په ملاتړ د پاکستاني وګړو ښکیلتیا نړیواله ټولنه مجبوره کړه چې په پاکستان د ترهګرۍ د صادرولو تور ولګوي.

د پولې کنټرول

د شانتول ګرګنيري، چې په لاهور کې د امنیت شنونکی دی، په وینا، د ایران سره د پاکستان کمزورې پولې لپاره د يوې جامع امنیتي ستراتیژۍ ضرورت دی، او د دې اهمیت له پامه غورځول په راتلونکې کې د پاکستان لپاره نور امنیتي چيلنجونه رامنځته کولی شي.

هغه وویل، "زما په اند، د ایران او پاکستان ترمنځ په پوله باندې د غیرقانوني تګ راتګ د کنټرولولو نه بغير، دا ډيره ستونزمنه ده چې د دغو جنګیالو د ليږدولو مخه ونیسو چې زینبیون بريګيډ يې له پاکستان څخه ایران ته منتقل کوي."

ګرګنيري وویل، "موږ له مخکې نه د جګړې په حالت کې یو، او د ترهګرۍ وروستۍ څپې ښیي چې د سولې ضد عناصر په هیواد کې خپل کمپاینونه زیاتوي." "د قانون پلي کونکي ادارې، چې په هیواد کې د تروریزم سره د مبارزې لپاره کار کوي، باید زموږ په پولو باندې په هر قسم تګ راتګ نظر وساتي."

شفيق الرحمان شاهواني، چې په کويټه کې د وفاق د تحقيقاتو ادارې (ايف آی ای) چارواکی دی، وويل، "د افغانستان او ایران سره زمونږ په پوله غیرقانوني تګ راتګ کنترولولزموږ اصلي اندیښنه ده، او موږ د انساني قاچاق په وړاندې هر ممکنه ګام پورته کوو."

هغه وويل، "موږ د ايران سره په ګډه پولې باندې مناسب امنيتي کسان ځای پر ځای کړي دي، او موږ هيله لرو چې ايران به خپل لورې ته د پولې امنيت يقيني کړي."

هغه زياته کړه، "د انساني قاچاق پر ضد د ايف آی ای مرکز په فعاله توګه کار کوي چې د هغو ډلو مخه ونيسي کوم چې ایران او نورو اروپایی هیوادونو ته د غير قانوني کډوالو په لیږد کې ښکیل دي."

هغه وويل، "زموږ ټيمونه د بشري قاچاق د ډلو په وړاندې جدي ګامونه پورته کوي چې د سولې ضد عناصرو سره تړاو لري." هغه زياته کړه، په تېرو څو کلونو کې پاکستاني چارواکو ګڼ شمېر هغه غير قانوني کډوال او احتمالي غير قانوني کډوال نيولي چې پاکستان يا ايران ته د ننوتلو هڅه کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 5

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا مقاله د امریکایي ډالرو د پاکولو لپاره یوه ناکامه هڅه ده. دا لیکنه په ښکاره ډول د اسراییل او متحده آيالاتو ملاتړ کوي. یهود او نصاری هېڅکله زمونږ دوستان نشي کیدی. د الاقصی جومات په لور ټوپک نيول د اقصی جومات د یهودي اشغال څخه د خلاصون هڅه ده. په دې کې څه ګناه ده؟ په دې کې څه ګناه ده که یو پاکستانی شیعه یا سني د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمسۍ د مزار په ساتنه کې شهادت ترلاسه کړي؟ د زینب (الله دې پې خپل رحمتونه ناز کړي) ورور او مور د جنت سرداران دي چې د نړۍ مسلمانان ورله شپه او ورځ دعا کوي.

ځواب

جعلي او ګمراه کوونکي.

ځواب

دا بالکل ريښتيا دي، په دې کې دروغ نشته. د سوریې وحشيان چې په عراق کې ژوند کوي په دې کې مړه شوي دي. انځورونه په ټولنیزو رسنیو باندې هم شتون لري. وګورئ دوی د بشار الاسد په لارښوونو کې د مسلمانانو سره بې انصافي کوي، او بیا دوی وايي چې دوی د زيارتونو ساتنه کوي. ایا مسلمانان د خپل پیغمبر د ملګرو زيارتونه له منځه وړي؟

ځواب

فضوله مقاله. د تعصب نه علاوه په کې نور هيڅ نشته.

ځواب

په بنيادي توګه دا مقاله د شيعه ګانو او ايران په وړاندې د سعودي او آمريکايي ايجنټ څه نفرت په ګوته کوي. دروغ ارقام په دې مقاله کې وړاندې کړی شوي لکه د هغه حاجيانو شمير چې د پاکستان نه ايران ته ځي ۴۰۰۰۰ نه دی بلکې دا د لسو ميليونو نه زيات دی. تر څو چې د پاکستاني ځوانانو خبره ده چې سوريې ته د مقدس ځايونو د ساتلو لپاره ځي، دا د ايران يا د سوريې ايجنډه نه ده بلکې دا د هغوی مذهبي مسوليت دی او دا په هر يو کس فرض ده چې د مقدس ځايونو ساتنه وکړي که هغه په سعودي عرب، فلسطين، ايران، سوريه او يا عراق کې وي. دا د شر نه ډکه يوه مقاله ده چې په کې شيعه ګان د پاکستان مخالف ګڼل کيږي، که څه هم د پاکستان لپاره مينه او وفاداري د دوی د ايمان برخه ده.

ځواب