امنیت

د تیلو په ټينکرونو باندې د ایران شکمن بریدونه نړیوال تجارت ته 'واضح ګواښ' دی

ای ايف پي او پاکستان فارورډ

د ايران د اسلامي انقلاب ساتونکو ګارډ قول يوه ګشت کوونکي کشتۍ د جون په ۱۳ مه په خليج عمان کې وليدل شوه او دا ثبت کړې شوه چې دا کشتۍ د يو ويجاړ شوي ټينکر، ايم/ټي کوکوکا کاريجس، نه هغه لمپېټ ماین لرې کوي کوم چې نه دی چاودل شوی. [سينټکوم]

دوه ويجاړ شوي ټينکرونه د يکشنبې په ورځ (د جون په ۱۶ مه) د متحده عرب اماراتو په ساحل کې يو ځای ته وروسته له هغې راورسيدل کله چې د تير پنجشنبې په ورځ په ستراتیژیکي هرمز تنګي کې په دې باندې برید ترسره شو.

متحده ایالاتو د جمعې په ورځ يوه ويډيو خپره کړه او ويې ښودله چې د ایران ګزمې کشتۍ د يو ټينکر نه نا چاودل شوی لمپېټ ماین لرې کوي.

کوکوکا کاريجس، چې د جاپان ملکيت دی، د جون په ۱۳ مه په خلیج عمان کې له لارې هغه ميتهانول وړل کوم چې ډير زيات ووراخیستونکي دي چې د ناروې فرنټ آلټير سره تر برید لاندې راغله -- دا د بحري جهازونو په ستراتیژیکي لاره کې په مياشت کې دویم برید دی.

د می په ۱۲ مه، د اماراتو په ساحل کې په څلورو ټينکرونو باندې بريد وشو، چې د دې برید پړه هم زياتره په ایران باندې واچول شوه.

د ناروې د فرنټ آلټير ټينکر نه وروسته له هغې لوګې پورته کيږي کله چې د جون په ۱۳ په خليج عمان کې په دې باندې بريد وشو. [اسنا]

د ناروې د فرنټ آلټير ټينکر نه وروسته له هغې لوګې پورته کيږي کله چې د جون په ۱۳ په خليج عمان کې په دې باندې بريد وشو. [اسنا]

د ایران پوځیان د اپریل په ۳۰ مه په هرمز تنګي کې "د خلیج فارس په ملي ورځ" برخه اخلي. [عطا کیناري/ای اېف پي]

د ایران پوځیان د اپریل په ۳۰ مه په هرمز تنګي کې "د خلیج فارس په ملي ورځ" برخه اخلي. [عطا کیناري/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزير مایک پومپيو د یکشنبی په ورځ ژمنه وکړه چې متحده ایالات به دا يقيني کړي چې دا تنګی پرانيستی وساتي.

هغه وویل، "تاسو باید دا فکر وکړئ چې موږ په ټوله تنګه کې ازاد تګ راتګ يقيني کړو." "ایرانيان باید په واضح ډول پوه شي چې موږ به په دوامداره توګه هغه ګامونه پورته کړو چې ایران د دې ډول چلند د اختيارولو نه منع کړي."

هغه وويل، "دا روښانه ده چې دلته څه پیښ شوي ول." "دا د ایران اسلامی جمهوریت لخوا په تجارتي لیږد او د تګ راتګ په آزادۍ باندې بريدونه وو چې په واضحه توګه اراده لري چې په دغه تنګه کې د تګ راتګ مخه ونيسي."

د متحده ایالاتو صدر ډونالډ ټرمپ ویلي چې دې عملیاتو په روښانه توګه د ایران رژیم "نښې نښانې لرلې."

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر جیریمي هنټ وويل چې "یقیناََ" ايران د دې مسؤلیت لري.

هنټ په يو بيان کې وويل، "دې وروستي بریدونو د بې ثباته ایران د چلند یو انځور رامنځته کړو او د سیمې لپاره يو جدي خطر دی."

د بهرنیو چارو وزارت بيان د پنجشنبې په ورځ د بريد پړه د اسلامي انقلاب په ساتونکو باندې واچوله.

د بهرنیو چارو وزارت بيان وویل چې "هیڅ يو بل هيواد يا غير دولتي کسان د دې مسؤلیت نه شي لرلې."

راځئ چې وګورو چې ایران په لبنان کې د حزب الله له لارې د بې ثباتۍ فعالیتونه، په يمن په سعودي عرب د توغندیو بریدونه، او په خليج کې چې موږ څه و لیدل، بریدونه. دا د اوږدې مودې د حل لاره ده."

ایراني رژیم په افغانستان او پاکستان کې هم ناوړه فعالیتونه ترسره کوي.

ستر 'ثبوت'

ځینو متحدینو ویلي چې دوی غواړي چې پایلې ته د رسیدو نه مخکې نور شواهد وګوري.

پومپيو وویل، "زه به دا ومنم چې داسې هیوادونه شتون لري چې غواړي دغه حالت پای ته ورسیږی."

هغه باور څرګند کړو چې "کله موږ حقايق راټول کړو، نو په ټوله نړۍ کې به هیوادونه نه یواځې اساسي حقایق ومني، چې فکر کوم هر څوک به ورسره موافقه وکړي، بلکې پوهه به شې چې دا د نړۍ لپاره یو مهم ماموریت دی."

ايډم شېپ، چې د متحده ایالاتو د کورني استخباراتو کمیسشن چيرمين او د ټرمپ ستر تنقيد کوونکی دی، وويل، د ایران د ښکیلتیا شواهد "خورا پیاوړي او قوي" دي.

هغه وويل، "او په حقيقت کې، زه فکر کوم چې دا د ایران لخوا د لومړۍ درجې يوه ناکامه هڅه وه چې په جهاز کې یو ماين نصب کړي."

هغه وویل، "دا ونه چاوديدو، دوی بیرته لاړل او بیرته يې ترلاسه کړو. زه فکر کوم چې ځینې ایراني مشران په دې ناکامه عملیاتو کې ښکيل ول."

د ملګرو ملتونو سيکريټري جنرل انتونیو ګوتېغش د یوې خپلواکې پلټنې غوښتنه وکړه.

هغه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې خبریالانو ته وویل، "دا ډیره مهمه ده چې په دې حقیقت پوه شو (او) دا چې مسوولیتونه واضحه شي."

ایراني رژیم دا تورونه بې بنسټه بولي او ویلي یې دي چې دا د "حقایقو او حالاتو د شواهدو" پرته جوړ شوي دي.

تهران د دوشنبې په ورځ (د جون په ۱۷ مه) اعلان وکړو چې دا به د نړيوالو طاقتونو سره شوي د ايټمي معاهدې سرغړونه وکړي او د يورينيم ذخيره به زياته کړي.

د تیلو لاره

د تیرې هفتې برید د هرمز تنګي جنوب ختیځ ته وشو. هرمز تنګې یوه مهمه لاره ده چې د منځني ختيځ د انرژۍ نه ډک هيوادونه د نړيوال بازار سره يو ځای کوي. د يوې اندازې مطابق، د نړۍ ٪۱۵ تيل د دې لارې څخه تيريږي.

ایراني رژیم په تیرو وختونو کې خبرداری ورکړی چې دا کولی شي چې نسبتاََ د ټیټې ټکنالوجۍ او د لوړ تاثير ضد اقدام له لارې د متحده ایالاتو د هرډول برید پر ضد دا تنګی بند کړي.

داسې کار کول به د خلیج فارس او خلیج عمان ترمنځ د تېلو ټينکرونو تګ راتګ ګډوډ کړي، چې د هند سمندر او نړیوال صادراتي لارو سره ملاويږي.

محمد ‌باقري، چې د ايران د ځواکونو ستر مشر دی، نيم سرکاري خبري اژانس ايسنا ته د اپريل په مياشت کې وويل، "که د دښمنانو دښمنۍ زیاتيږي، موږ به توان ولرو چې دا کار وکړو."

دا بندول به په نړيواله کچه د تیلو سپلايي ګډوډه کړي، او د تېلو قیمتونه د جغرفيايي او سياسي کړکيچ ته د غبرګون له کبله زيات شوي دي.

د عمل کولو لپاره چمتو يو

د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ (سينټکوم) د جون په ۱۳ مه په يو بیان کې وویل، "متحده ایالاتونه او زموږ ملګري به په سيمه کې د ځان او د خپلو ګټو د دفاع کوکو لپاره ټول اړین ګامونه پورته کړي."

دې وويل، د ایران شکمن بریدونه د "ازاد نړیوال تګ راتګ او د سوداګرۍ د ازادۍ لپاره يو روښانه ګواښ دی."

سينټکوم زياته کړه، "امریکا او نړیواله ټولنه چمتو ده چې زمونږ د ګټو دفاع وکړي، چې په دې کې د بحري تګ راتګ ازادي شامله ده."

د متحده ایالاتو پوځ تیره میاشت دغه سیمې ته يوه جنګي بيړۍ واستوله چې چې په وچه او سمندر کې د چلېدونکوګاډو پشمول ګاډي او یو پټریوټ میزایل بیټرۍ (میزایل سیستم) په کې ځای پرځای شوي وو. مخکې، دې د ایران لخوا د "ښکاره" ګواښونو په ځواب کې دغه سيمې ته د الوتکو يوه بيړۍ لیږلي وه.

په تیره میاشت کې، متحده ایالاتو د ايراني ليډرشپ لخوا آمريکايي پوځیانو ته په دودامداره توګه د ګواښونو په ځواب کې په منځني ختیځ کې د ۱۵۰۰ اضافي پوځیانو د ګمارلو اعلان وکړو. پنټاګون وويل چې دا د ايراني ليډرشپ لخوا "د لوړې کچې" ګواښونه دي.

د متحده ایالاتو شتون نور هم قوي شو کله چې د جاسوسۍ الوتکې او د ۱۲ جنګي الوتکو یوه يونټه هلته کې ځای پر ځای شوه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500