اقتصاد

پاکستان د اقتصادي ثبات لپاره په نوي بجټ کې ټيکسونه لوړ کړل او اخراجات يې کم کړل

پاکستان فارورډ او ای ايف پي

د پاکستان يو قانون ساز د بجټ اسناد کاپۍ لري، په داسې حال کې چې هغه د جون په ۱۱ مه په اسلام آباد کې د بجټ په غونډه کې د قومي اسمبلۍ نه بهر راوځي. [فاروق نعیم/ای ايف پي]

د پاکستان يو قانون ساز د بجټ اسناد کاپۍ لري، په داسې حال کې چې هغه د جون په ۱۱ مه په اسلام آباد کې د بجټ په غونډه کې د قومي اسمبلۍ نه بهر راوځي. [فاروق نعیم/ای ايف پي]

اسلام آباد -- د پاکستان وزير اعظم عمران خان حکومت ژمنه وکړه چې زيات ټيکسونه راټول کړي او په اخراجاتو کې کمې راولي کله چې دې د ۹۱۱ ميليارده روپو (۶ ميليارده آمريکايي ډالره) قرضې لپاره د پيسو نړيوال صندوق (آی ايم ايف) سره د معاهدې نه وروسته د سه شنبې په ورځ (د جون په ۱۱ مه) پارلمان ته بجټ وړاندې کړو.

حکومت د داسې پلانونو اعلان وکړو چې ملکي لګښتونه کم کړي او پوځي اخراجات منجمد کړي. حکومت دا ژمنه هم وکړه چې عواید لوړ کړي او د ۵.۵ ټريليونو روپو (۳۶ ميليارده آمريکايي ډالره) ټيکسونو له لارې مخ پر زياتيدو مالي خساره کمه کړي.

د عوایدو د وزارت وزیر، حماد اظهر، د پلان د تفصيلاتو ورکولو په دوران کې وویل، "موږ ملکي بجټ ٪۵ کم کړی دی، په داسې حال کې چې پوځي بجټ به په خپل حال پاتې شي."

هغه زياته کړه، "مالي کال ۲۰۱۹-۲۰۲۰ به د اقتصادي ثبات یو کال وي. موږ به ځینې سختې پرېکړې وکړو، او هڅه به وکړو چې بې وزلې خلک د دغو سختو پریکړو له اغیزو څخه وژغورو."

وزير اعظم عمران خان، چې په دې سکرين شاټ کې ليدل کيږي چې د جون په ۱۰ مه قوم ته خپل ځانګړی پيغام وړاندې کوي، د پاکستانيانو څخه غوښتنه کوي چې خپلې اثاثې وښيي. [پاکستان تحریک انصاف]

وزير اعظم عمران خان، چې په دې سکرين شاټ کې ليدل کيږي چې د جون په ۱۰ مه قوم ته خپل ځانګړی پيغام وړاندې کوي، د پاکستانيانو څخه غوښتنه کوي چې خپلې اثاثې وښيي. [پاکستان تحریک انصاف]

اظهر په نوي بجټ کې نوي ټيکسونه او په ټيکسونو کې زیاتوالی په ګوته کړو او ويې ویل چې عواید لوړول د هیواد د اقتصادي ثبات لپاره ضروري دي.

اظهر وويل، "تر څو چې موږ د ټيکس خپل نظام نه وي ښه کړی، پاکستان پرمختګ نه شي کولی."

پاکستان د لسیزو راهیسې د مالیاتو د راټولولو لپاره هلې ځلې کړې دي، چې د يوې اندازې مطابق په ۲۰۱۸ کال کې د ۲۰۰ میلیونو پیاوړي نفوس يوازې نږدې ٪۱ کسانو ټيکسونه ورکړې ول.

د بجټ وړاندې کولو نه مخکې، خان د دوشنبې په ورځ (د جون په ۱۰ مه) په ټيلي ويژن باندې په وروستيو هفتو کې په دويم ځل خطاب وکړو چې د پاکستانيانو څخه وغواړي چې خپلې اثاثې وښيي، چې دا د هغو وروستيو هڅو يوه برخه وه چې موخه يې د مالیاتو عواید زیاتول وو.

د بجټ په غونډه کې ګڼ شمیر خبر لوڅ مخالفين موجود ول، چې د پاکستان پیپلز پارټۍ او پاکستان مسلم لیګ نواز غړو په ټول بهير کې چيغې وهلې.

د خان لومړنۍ بجټ يوه ورځ وروسته له هغې وړاندې شو کله چې حکومت د کمزوري اقتصاد ارقامو وروستی راپور خپور کړو، چې څرګنده يې کړه چې په روان مالي کال کې د ودې کچه ٪۳.۳ ته راټيټه شوې ده -- چې دا د ٪۶.۲ هدف نه زياته کمه ده.

په پاکستان کې پرله پسې د روپۍ قدر د کميدو، مخ پر زياتيدو ګرانۍ او د زياتو لګښتونو نه وروسته بې اطميناني مخ پر زياتيدو ده.

اقتصادي درد وروسته له هغې رامنځته شو کله چې د خان انتظاميې د میاشتو ناکامې هڅې وکړې چې مخ پر زياتيدونکي مالي خساره او د پيسو بحران، د کم ټيکسونو حاصلات او مخ پر زياتيدونکی قرض کم کړي.

د آی ايم ايف سره لاسليک شوی تړون اوس هم د فنډ د بورډ لخوا وروستی تصویب ته اړتیا لري، او دا په پراخه کچه باور دی چې دا اداره په انتظار کې وه چې د وروستي لاسليک نه مخکې د بجټ تفصیلات وګوري.

د ځوانانو سره مرسته، د پیسو مینځلو په وړاندې مبارزه

د شنونکو په وینا، د سولې او اقتصادي سوکالۍ رامنځته کول به د کارونو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي او په پایله کې به په هیواد کې د ترهګرۍ او اورپکۍ مخه ونيسي.

حکومت یو شمیر پروګرامونه پیل کړي چې د خلکو سره د اقتصادي تاوان سره په مبارزه کولو کې مرسته وکړي، چې په دې کې د ۱۰۰ ميليارده روپو (۶۷۴ ميليونه آمريکايي ډالره) وزير اعظم کامياب نوجوان پروګرام شامل دی چې موخه يې د پاکستان ځوانانو ته کاري فرصتونه، تعلیم او مسلکي مهارتونه برابرول دي.

د دې پروګرام یوه موخه دا ده چې د بې روزګاره او بې وزلو ځوانانو سره د افراطيانو لخوا د احتمالي استخدام نه په لرې کولو کې مرسته وکړي، چې حساس وګړي په نښه کوي..

په پيښور کې يو سينير ژورناليسټ، رفعت الله اورکزۍ، وويل چې هغه په نوي بجټ کې د پيسو د قاچاق او پيسو د مينځلو د مخنيوي لپاره د حکومت د نوښتونو نه خوشحاله دی.

هغه وويل، "په لومړي ځل، پاکستان په دې پوهه شو چې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره پکار ده چې د پولې دواړو غاړو ته د پيسو قاچاق ختم کړي، او په دې بجټ کې، حکومت په هيواد کې د پيسو د مينځلو پر ضد د نظام رامنځته کولو وړانديز کړی دی."

اورکزۍ وویل، "پاکستان هم د بندیزونو سره مخ دی، او که چیرې دې نړۍ د خپلو کړنو سره مطمئن نه کړه، نو دا به د دې لپاره زیانمن وي."

هغه زياته کړه، "حکومت له مخکې نه په کراچۍ، کويټه او پېښور کې د راټولولو دفترونه جوړ کړي دي چې د پيسو د مينځلو په وړاندې خپلې هڅې پياوړي کړي، چې دا به د ترهګرۍ سره په مبارزه کولو کې هم مرسته وکړي."

د لاہور نه عبدل ناصر خان د دې راپور په برابرو لو کې مرسته کړې ده

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500