امنیت

د خیبرپښتونخواه د بم شنډلو 'شير' د دوو عشرو راهيسې د ترهګرۍ سره مبارزه ولمانځله

د عديل سعيد لخوا

په ډي آی خان کې د بم د ناکاره کولو د سکواډ مشر عنايت الله خان د ۲۰۱۹ کال د مارچ په ۲۲ مه د خپلې زړورتيا او ژمنې له کبله د پوځ د ستر مشر جنرل قمر جاويد باجوه لخوا د پوځ د يو چارواکي نه يو چک ترلاسه کوي. [د خيبر پښتونخواه د بم شنډلو ټيم].

په ډي آی خان کې د بم د ناکاره کولو د سکواډ مشر عنايت الله خان د ۲۰۱۹ کال د مارچ په ۲۲ مه د خپلې زړورتيا او ژمنې له کبله د پوځ د ستر مشر جنرل قمر جاويد باجوه لخوا د پوځ د يو چارواکي نه يو چک ترلاسه کوي. [د خيبر پښتونخواه د بم شنډلو ټيم].

پېښور -- عنايت الله خان، چې د خيبر پښتونخواه د پوليسو د ادارې لپاره د بم د ناکاره کولو کارپوه دی، په تېرو ۱۹ کلونو کې څو ځله له مرګ څخه بچ پاتې شوې، په داسې حال کې چې کله هغه په تروريستي فعاليتونو کې د نورو کسانو ساتنه کوله.

سره له دې چې هغه د وسله والو لخوا په ډزو ويشتل شوی وو او په يوې چاودنه کې يې يو پښه له لاسه ورکړې وه، هغه وايي چې زه نه غواړم چې د دې نه علاوه بله دنده ولرم.

خان د یوې مرکې په ترڅ کې وویل، "یوازې مرګ ما منع کولی شي چې خپل هېوادوال د تباهۍ نه بچ کړم، او تر څو چې زما په وجود کې د وينې آخرنۍ قطره موجود وي، زه به په دوامداره توګه د تروريستانو ناوړه پلانونه ناکامه کړم."

خان، چې د ترهګرو سره په مبارزه کې د غیر معمولي زړورتيا د ښودلو له کبله د "شير" په نامه هم پیژندل کيږي، په ډیره اسماعيل خان کې د بم د شنډلو ډلې (بي ډي ايس) مشر دی.

ښځینه پوليس په اکتوبر ۲۰۱۸ کال کې په نوښار کې د خیبرپښتونخواه د پولیسو د چاودیدونکو توکو د ناکاره کولو په سکول کې د بم د ناکاره کولو بنيادي ټريننګ ترلاسه کوي. [د خیبرپښتونخواه پولیس]

ښځینه پوليس په اکتوبر ۲۰۱۸ کال کې په نوښار کې د خیبرپښتونخواه د پولیسو د چاودیدونکو توکو د ناکاره کولو په سکول کې د بم د ناکاره کولو بنيادي ټريننګ ترلاسه کوي. [د خیبرپښتونخواه پولیس]

خان په خپله دنده کې د بمونو، د لاس جوړي شوي چاوديدونکو وسيلو (آی اي ډيز)، ځمکني ماينونو، ځانمرګي واسکټونو، مارټر شيلونو او د چاوديدونکو توکو نه ډک ګاډو شنډلو سره د ۴۵۰۰ کلوګرامه نه زيات چاودیدونکي توکي ناکامه کړي دي.

خان وويل، "د ۲۰۰۰ کال راهیسې کله چې زه له دې خدمت سره یو ځای شوم، ما ۲۹۵ ماینونه، د پرسونلو ضد ۳۵۰ ماینونه ناکامه کړي او د ځانمرګي بريد کوونکو نه مې څو ځانمرګي واسکټونه لري کړي دي."

هغه د ټوکې په توګه وويل، زما د تلیفون نښه 'شير' وه، چې د وسله والو په وړاندې په عملياتو کې د کارولو له کبله زما د همکارانو لخوا ټاکل شوي وه، خو دا ډیر ژر زما شناخت جوړ شو. اوس زه د ستونزو سره مخامخ کيږم کله چې زه خلکو ته زه ځان د شير په ځای د عنايت په نامه معرفي کوم."

د زخمونو څخه نه ويريدل

البته، د خان لخوا د خطر او مرګ سره لوبې کول د دندې په دوران کې خورا جدي کار دی.

په ۲۰۰۷ کال کې، د ۱۲ کالو يو ځانمرګي برید کونکي په بنو ډي آی خان روډ باندې په يو ګاډي کې د مسافرینو د لټون په جریان کې ځان ته چاودنه ورکړه.

هغه وويل، "زه هلک ته ډير نژدې وم چې هغه خپل وجود د کپړو سره پټ کړی وو کله چې هغه ناڅاپي چاودنه ورکړه او واسکټ وچاوديدو." "اتلس تنه په کې شهیدان شول او زما په شمول ۲۸ نور کسان ژوبل شول، خو زه له خطر څخه بهر وم."

په بله پیښه کې، خان په یو مشکوک ځای کې په شمالي وزیرستان کې د پوځي کانوايۍ نه مخکې د چاودیدونکو توکو د معلومولو په یو مشن باندې وو، کله چې هغه وموندله چې هغه د شپږو لاس جوړي شوي چاودیدونکو وسيلو، چې د ترهګرو لخوا نصب شوي ول، په یو جال کې راګير شوی دی.

هغه وویل، "د خدای په فضل سره، ما ټولې چاودیدونکي توکي ناکاره کړې او د امنیتي ځواکونو لپاره مې لاره پاکه کړه چې مخکې لاړ شي او خپل هدف ته ورسیږي."

خان په جنوري ۲۰۱۵ کال کې لږ غوندې خوش قسمته وو، کله چې هغه د ډي آی خان په لوني سيمه کې په ځکمني ماين باندې قدم کيښودو. په نتیجه کې، د چاودنې له کبله هغه خپله يوه پښه له لاسه ورکړه، چې دا هغه پښه وه چې وسله والو ۱۴ کاله مخکې په ډزو ويشتلې وه.

که څه هم، د چاودنې له کبله زخم هغه معذوره کړو، خو هغه يې د خپل مشن نه منع نه کړو.

د خپل زخمونو د ښه کيدو او د مصنوعي پښې د ترلاسه کولو وروسته، خان خپله دنده د ورته جذبې سره بيا پیل کړه.

په ۲۰۱۵ کال کې، د پاکستان حکومت خان ته ستره تمغه شجاعت (د زړورتيا تمغه) ورکړه، چې دا د زړورتيا د پوځي او ملکي کړنو لپاره تر ټولو لوی انعام دی.

بې مثاله زړورتيا

د خان زړورتیا، قربانۍ او ژمنې منلو لپاره، د پوځ ستر مشر جنرل قمر جاويد باجوه د دې کال د مارچ په ۲۲ مه هم په هيواد کې د سلګونو خلکو ژوند د ژغورلو له کبله هغه ته د ۵۰۰،۰۰۰ روپو (۳،۵۷۰ آمريکايي ډالره) انعام ورکړو.

باجوه وويل، "د عنايت الله شير په څېر خلک زموږ د هېواد اثاثې دي او موږ په هغه فخر کوو."

سيد اختر علي شاه، چې د خیبر پښتونخواه پخوانې هوم سيکريټري دی، وويل، د خیبر پښتونخواه د بم شنډلو ډله (بي ډي ايس) لخوا وړاندې شوي خدمات د ترهګرۍ په وړاندې د هيواد په مبارزه کې بې مثاله دي.

هغه وويل، په تېره يوه عشره کې دې ډلې د ۶،۰۰۰ نه زيات بمونه ناکاره کړې دي، که چيرې دا چاودلې وې، نو دې به خلکو او شتمنيو ته ډير زيان رسولې وې.

شفقت ملک، چې په خیبر پښتونخواه کې د بي ډي ايس مشر دی، وويل، "د اورپکۍ، چې زمونږ هيواد يې ځپلې دی، د کنټرولولو په دوران کې د بي ډي ايس رول د ستاينې وړ دی او ټول ټیم له پورته څخه ښکته پورې ورته ژمنه او جذبه ښودلې ده."

هغه وويل، "شير یوازې کس نه دی چې په خپل مسلک کې يې غیر معمولي زړورتيا او ژمنه ښودلی ده."

ملک، چې هغه دوو غړو ته يې اشاره وکړه چې په په پيښور کې په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کال کې په ترتيب سره شهیدان شوي ول، وويل، په دې ډله کې نور اتلان، د مرحوم حکم خان او مرحوم عبد الحق په شمول، هم شامل دي چې دواړه د ډيوټۍ په دوران کې شهيدان شوي ول.

عدنان حيدر، چې د ډي آی خان اوسيدونکی دی او يو ژورنالسټ دی، وويل، شير د غير معمولي ليوالتيا او جذبې سره د خپلې دندې ترسره کولو له لارې د ټول هيواد سر له فخر سره اوچت کړی دی."

عدنان وويل، "د عنايت الله په څېر خلک د پاکستان د خلکو لپاره د اميد رڼا ده چې زموږ هېواد به د تروريزم پر وړاندې په مبارزه کې بريالي شي، او د دې جنګ د اتلانو نومونه به په تاريخ کې په طلایي لفظونو وليکل شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500