تکنالوژي

د امریکې لخوا په هوواوې باندې بندیز په پاکستان کې د کمپنۍ د سمارټ فونونو په اړه غير يقيني حالت رامنځته کړی دی

د جاويد محمود لخوا

یو زده کونکي په جولای ۲۰۱۸ کال کې په اسلام آباد کې په کيمپس کې خپل سامسنګ فون کاروي. د هوواې سمارټ فونونو غوښتنه په مارکيټونو کې وروسته له هغې ډيره کمه شوې کله چې متحده ایالاتو پریکړه وکړه چې د امنیتي لاملونو له امله په دغه کمپنۍ بنديز لګوي. [عامر قريشي/ای ايف پي]

یو زده کونکي په جولای ۲۰۱۸ کال کې په اسلام آباد کې په کيمپس کې خپل سامسنګ فون کاروي. د هوواې سمارټ فونونو غوښتنه په مارکيټونو کې وروسته له هغې ډيره کمه شوې کله چې متحده ایالاتو پریکړه وکړه چې د امنیتي لاملونو له امله په دغه کمپنۍ بنديز لګوي. [عامر قريشي/ای ايف پي]

اسلام اباد -- د متحده ایالاتو لخوا د امنيتي انديښنو له کبله د چینایي ټکنالوجۍ شرکت هوواوې سره په سوداګرۍ باندې د بنديز اقدام د پاکستان په شمول په ټوله نړۍ کې محسوس شوی دی.

ای ايف پي راپور ورکړو، د متحده ایالاتو صدر ډونالډ ټرمپ د می په ۱۵ مه د ملي ايمرجنسي اعلان وکړو چې د متحده ایالاتو شرکتونه د بهرني هيوادونو مخابراتي تجهیزاتو د کارولو نه منع کړي، چې دا يو داسې اقدام دی چې په ښکاره توګه هدف يې هوواوې دی.

واشنګتن د اوږدې مودې راهيسې اندیښنې لري چې د چین څخه چمتو شوي ټکنالوجي او تجهیزات د جاسوسۍ یا تخريب کارۍ لپاره کارول کیدې شي، په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو ځینې قانون جوړونکي دا فکر کوي چې هوواوې په "مؤثر ډول د چین حکومت يوه څانګه ده."

په داسې حال کې چې په دې حکم کې په ځانګړې توګه د هوواوې ذکر نه دی شوی، خو د متحده ایالاتو د سوداګرۍ ریاست په مستقيم ډول دغه ټکنالوجي کمپني په نښه کړه او د ایران د بندیزونو د سرغړونې له کبله يې دغه کمپني " په اداري ليسټ" کې شامله کړه.

د اسلام آباد په بلو ايريا بازار کې د سمارټ فون سوداګر د جون په ۲ مه هغه شيان ښيي کوم چې د هوواوې او نورو کمپنو لخوا جوړ شوي دي. [جاويد محمود]

د اسلام آباد په بلو ايريا بازار کې د سمارټ فون سوداګر د جون په ۲ مه هغه شيان ښيي کوم چې د هوواوې او نورو کمپنو لخوا جوړ شوي دي. [جاويد محمود]

دا لیسټ د متحده ایالاتو شرکتونو څخه غوښتنه کوي چې په دې ليسټ کې شامل شويو کمپنو يا کس ته د متحده ایالاتو ټکنالوجۍ د خرڅولو يا منتقل کولو لپاره د حکومت نه اجازه ترلاسه کړي.

ګوګل همدا رنګه د می په ۱۹ مه د دې ليسټ سره سم د هوواې انډرايډ لايسنس ختم کړو او دا يې د ګوګل د کلیدي ايپسونو او خدماتو نه وویستو.

غير يقيني حالت

پاکستان هر کال په وارد شويو فونونو، چې زياتره په کې د چين څخه راځي، تقریباََ يو ملیارده ډالره (۱۴۶.۹ پاکستانۍ روپۍ) خرچ کوي.

د پرچون پلورونکو په وینا، هوواوې په ۲۰۱۲ کال کې د پاکستان بازارونو ته داخل شو. په تیرو څو کلونو کې، دا شرکت په هیواد کې په هغه دوو کمپنو کې شامل شوې دی چې په چټکۍ سره وده کوي، په داسې حال کې چې سامسنګ په بازار کې تر ټولو مخکښ پاتې شوې دی.

آنر۸۵ او وايي۶ د هوواوې ترټولو کم قیمته سمارټ فونونه دي. دوی په ترتیب سره په ۱۲۰ آمريکايي ډالره (۱۸،۰۰۰ پاکستانۍ روپۍ) او ۱۴۴ آمريکايي ډالره (۲۱،۰۰۰ روپۍ) خرڅيږي.

تمه کیږي چې په هوواوې باندې د متحده ایالاتو حکومت بنديز به د چین فونونو لپاره د پاکستان ډيمانډ او واردات کم کړي.

په پاکستان کې، احتمالي مصرف کونکو او سوداګرو د دغه کمپنۍ د سمارټ فونونو د راتلونکي له کبله د هوواوې محصولاتو په اړه د "انتظار او لید" ستراتیژي اختيار کړې ده.

آياز نذير، چې په اسلام آباد کې په جي-۹ مرکز کې د فونونو یو سوداګر دی، وویل، "د سامسنګ وروسته، د هوواوې سمارټ فونونه په پاکستان کې په تیرو میاشتو کې په چټکۍ سره د وده کونکي فون په توګه راڅرګند شوې دي."

د نذير له مخې، احتمالي پیرودونکي په دې اړه پوښتنې کوي چې آیا دا فونونه به د سوشل ميډيا فليټفارمونو لکه فېسبوک او ټویټر ته لاسرسی ولري.

هغه زياته کړه، "اوس مهال، موږ له خپلو مشتریانو څخه غواړو چې نور سمارټ فونونه واخلي تر څو چې د امریکې او هوواوې ستونزې نه وي حل شوي."

ابراهيم خان، چې په اسلام آباد کې د سمارټ فونونو يو بل پرچون پلورونکی دی، وویل، "هوواوې به زموږ نه خپل سمارټ فونونه بيرته واخلي که چیرې دا شرکت په دې کې پاتې راشي چې د نړیوالو ټولنیزو رسنیو شبکو ته د مداخلې نه بغير لاسرسی يقيني نه کړي."

هغه وویل، "پیرودونکي د هوواوې پیرودلو په وخت اندیښنې څرګندوي، او موږ دوی ته وايو چې سامسنګ او يا د بلې باوري کمپنۍ فونونه واخلي."

د خان په وینا، د هوواې سمارټ فونونو غوښتنه په مارکيټونو کې وروسته له هغې ډيره کمه شوې کله چې متحده ایالاتو پریکړه وکړه چې د امنیتي لاملونو له امله په دغه کمپنۍ بنديز لګوي.

د جي-۸ مرکز یو اوسیدونکی، فرخ چوهدري، وویل، "ما د هوواوې سمارټ فون د اخيستلو خيال رد کړی دی."

هغه وويل، "د سمارټ فون اخیستلو اصلي موخه دا ده چې مونږ ګوګل، فېسبوک، انټرنیټ او نورو خدماتو ته سمدلاسه لاسرسی ومومو."

چوهدري پوښتنه وکړه، "که دا موجود نه وي، نو بيا د سمارټ فون د اخیستلو مطلب څه دی؟" "اوس به زه د بلې مشهورې کمپنۍ د فون لټون کوم."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا یوازې د ټکنالوژۍ جګړه ده، راځئ چې وګورو چې څوک به بریالي شي ... زما په اند، ویجاړونکي تاکتیکونه باید د دې لپاره ونه کارول شي ... مننه.

ځواب