ټولنه

د ځوانانو نوښت هڅه کوي چې کاري فرصتونه زيات او د افراطیت کشش کم کړي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

طالب علمان په ۲۰۱۵ کال کې په ملتان کې په بهاءالدین زکریا يونيورسټۍ کې راټول شوي دي. [فاروق نعیم/ای ايف پي]

طالب علمان په ۲۰۱۵ کال کې په ملتان کې په بهاءالدین زکریا يونيورسټۍ کې راټول شوي دي. [فاروق نعیم/ای ايف پي]

پیښور -- د پاکستان حکومت د بې کاره او بې وزله ځوانانو لپاره د سوداګرۍ او کاري فرصتونو د ودې لپاره یو نوی پروګرام پیل کړی دی، په داسې حال کې چې دوی د افراطيانو لخوا د احتمالي استخدام څخه لرې کولو کې مرسته کوي، کوم چې حساس وګړي په نښه کوي.

ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې وزیر اعظم عمران خان د می په ۱۶ مه د ۱۰۰ ميليارده روپو (۶۷۴ ميليونه آمريکايي ډالره) وزيراعظم کامياب نوجوان پروګرام تصویب کړو چې موخه يې د پاکستان ځوانانو ته کاري فرصتونه، تعلیم او مسلکي مهارتونه برابرول دي.

د خان ویاندې، فردوس عاشق اعوان، وویل، د ډان ورځپاڼې په وینا، د دې پروګرام د یوې برخې په توګه، د لږ سود قرضې به ځوانانو ته برابر کړی شي چې د وړو تجارتونو په پيلولو کې ورسره مرسته وکړي.

هغې زياته کړه، ځوانان به د دې وړتیا ولري چې د ۵ ميليونو روپو (۳۳،۷۰۰ آمريکايي ډالره) پورې د قرضې لپاره درخواستونه جمع کړي، په داسې حال کې چې د قرضې ورکولو نوښت یوه برخه په ځانګړي توګه د ښځو لپاره ځانګړې شوې ده.

پاکستانيان د ۲۰۱۹ کال په لومړيو کې په پېښور يونيورسټۍ کې په يو سيمينار کې ګډون کوي. [پېښور يونيورسټي]

پاکستانيان د ۲۰۱۹ کال په لومړيو کې په پېښور يونيورسټۍ کې په يو سيمينار کې ګډون کوي. [پېښور يونيورسټي]

اعوان وویل، "وزیر اعظم باور لري چې ځوانان د هیواد د ملا تير دی، ځکه چې دوی د هیواد د ټول نفوس ٪۶۵ برخه ده." "دا پروګرام به ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي او په هیواد کې به اقتصادي فعالیتونه زيات کړي."

افراطي استخدام کمول

په تیرو وختونو کې، بې وزلۍ په هیواد کې د افراطیت په وده کې مرسته کړې ده، ځکه چې ترهګرو حساس وګړي -- لکه بې وزله ځوانان -- د خپل تاوتریخوالي لپاره د نوي عسکرو په توګه په نښه کړي دي.

د امنیتي شنونکو په وینا، د ځوانانو د بیکارۍ او بې وزلۍ د کمولو لپاره،حکومت د دې هڅو له لارې د بلواګرو وړتیا کموي چې مايوسه ځوانان استخدام کړي.

د پیښور یو سينير امنیتي شنونکي بریګيډير (ريټايرډ) محمود شاه په يوې مرکه کې وویل، "موږ لیدلي چې وسله والو بې وزله ځوانان د جنګیالیو او ځانمرګي بريد کوونکو په توګه کارولي ځکه چې دا اسانه وه چې هغوی راجلب کړي" "ځوانانو ته قرضې ورکول به دوی ته دا توان ورکړي چې کار پيل کړي او د خپلو کورنیو لپاره روزي وګټي."

هغه وويل، دا ډول اقدام به "د بلواګرو د استخدام سرچینې ختم کړي چې په بې وزلۍ تکیه کوي او بې وزله کسان د دولت پر ضد فعالیتونو کې بوخت کوي."

شاه زياته کړه، د حکومت دا نوی پروګرام به د ځوانانو لپاره ښه راتلونکی يقيني کړي، په ځانګړې توګه په نويو ضم شويو قبايلي ضلعو کې چې د ځايي وسله والو د جوړولو لپاره مشهور ول.

آصف خان، چې په مردان کې يو ريټايرډ بينکر دی، د حکومت د دې نوښت ستاينه وکړه ځکه چې د هېواد ګڼ شمير ځوانان د خپلو زده کړو له بشپړولو وروسته بې روزګاره پاتې کيږي.

هغه وويل، "په تيرو وختونو کې، داسې پروژې وې، خو خلکو به د زيات سود او د قرضې د ترلاسه کولو لپاره د سختو شرايطو له کبله د دې نه ګټه نه شوه پورته کولې." "په دې سیسټم کې، د قرضې اخیستونکي به په اسانه شرایطو سره پیسې ترلاسه کړي."

خان وويل، دا پلان به د افراطيانو له خوا د ځوانانو د ګمارلو مخه ونيسي.

هغه وويل، "طالب وسله وال بې روزګاره ځوانان استخدام کړي، چې هغوی به يې د وسله والو ځواکونو او ولسي خلکو په وړاندې د ترهګرۍ لپاره کارول." "د داسې پروګرامونو له لارې، موږ کولی شو چې د ترهګرۍ د ختمولو فرصتونه ترلاسه کړو او خپل ځوانان په اقتصادي توګه پیاوړي کړو."

'د ځوانانو لپاره يو نعمت'

د پیښور محمد رييس، ۲۵ کلن، وویل، هغه د سوداګرۍ په مديريت کې خپله ډګري بشپړه کړې ده او هيله لري چې د دې پروګرام له لارې قرضه ترلاسه کړي.

هغه وويل، "زه پلان لرم چې د دې قرضې سره د کپړو کاروبار پيل کړم او هيله لرم چې دا به زما ټولې کورنۍ ته ګټه ورسوي." "زه به توان ولرم چې په خپل کاروبار کې لسګونه کارکوونکي استخدام کړم. زما ډیرو ملګرو د حکومت پلان ته هرکلی کړې دی او موخه لري چې خپل کاروبار پیل کړي."

محمد نامير، چې د شمالي وزيرستان قبايلي ضلعې يو زده کوونکی دی، وويل، هغه د حکومت د نوښت په اړه خوشحاله دی.

هغه وويل، "دا د قبايلي ضلعو د ځوانانو لپاره يو نعمت دی چې توان ولري چې د ترهګرۍ له امله د زيات ځپل کيدو وروسته خپل راتلونکی جوړ کړي." "پخوا، زموږ زرګونه ځوانان د لږو پيسو لپاره د طالبانو سره یوځای شوي ول."

نامير، چې د ۲۲ کالو دی او د پیښور يونيورسټۍ نه فارغ شوی دی، وویل، هغه پلان لري چې د قرضې د ترلاسه کولو وروسته په میرانشاه کې په نوي ودان شوي بازار کې یوه عمومي هټۍ پيل کړي.

هغه وويل، "زموږ ملګري په بې چينۍ سره د دې پروګرام د پيل په انتظار کې دي او داسې څرګندیږي چې دا به په قبایلي سیمو کې د ځوانانو راتلونکی بدل کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 4

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زما دا خوښ دی.

ځواب

ډير ښه

ځواب

ډير ښه

ځواب

که چيرې دا عملي کيدی شي، نو دا ډيره ښه پاليسې ده چې تاسو اختيار کړې ده. ځوانان به د منفي فعاليتونو نه ډډه وکړي او په خپلو کاروبارونو کې به بوخت وي. مونږ اراده لرو چې د حکومت د دې پروګرام نه پيسې ترلاسه کړواو خپل کاروبار پراخه کړو.

ځواب