روغتیا

د ټولنیزو رسنیو پلیټفارمونو د پوليو واکسین ضد موادو په وړاندې ګام پورته کړ

دعديل سعيد لخوا

د وزيراعظم عمران خان د پولیو د له منځه وړلو لپاره مرکزي شخصیت بابر بن عطا، د ډبليو ايچ او او یونیسیف د هیواد رییسانو سره د می په ۹ مه د فېسبوک د نړیوال تنظیمولو او د موادو د مدیریت ټیم سره يو ویډیو کانفرنس ترسره کوي. [بابر بن عطا/ ټویټر]

د وزيراعظم عمران خان د پولیو د له منځه وړلو لپاره مرکزي شخصیت بابر بن عطا، د ډبليو ايچ او او یونیسیف د هیواد رییسانو سره د می په ۹ مه د فېسبوک د نړیوال تنظیمولو او د موادو د مدیریت ټیم سره يو ویډیو کانفرنس ترسره کوي. [بابر بن عطا/ ټویټر]

پیښور -- د نړیوالو ټولنیزو رسنیو پلیټفارمونو ۲۷۸ لينکونه تړلې دي کوم چې مواد لرل چې تاوتريخوالی رامنځته کړي او په پاکستان کې د پوليو د واکسينو په اړه غلط معلومات خپاره کړي.

دغه اقدام د پاکستان حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د ټولنیزو رسنیو په مشرانو ټينګار وکړي چې هغه مواد لري کړي کوم چې د پوليو د له منځه وړلو نوښتونو ته زيان رسوي او همدارنګه د واکسين ورکوونکو ژوند په خطر کې اچوي.

د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسله والو د کلونو راهیسې د غلطو معلوماتو او ناپوهۍ د يو کمپاين یوه برخه پاتې شوې چې موخه يې د پوليو واکسين ورکولو ته زيان رسول وو.

افتخار فردوس، چې په اسلام آباد کې د پولیو لپاره د ملي بیړني عملیاتو مرکز د مخابراتو رییس دی، وويل، "پاکستان د جعلي خبرونو او ویډیو خپرولو وروسته پریکړه وکړه چې په ټولنيزو رسنيو باندې د پوليو واکسین پر ضد موادو خلاف مبارزه وکړي."

د خیبرپښتونخواه حکومت په پيښور کې د ويرې رامنځته کولو له امله ۱۰پرايويټ سکولونه بند کړل. [بابر بن عطا / ټویټر]

د خیبرپښتونخواه حکومت په پيښور کې د ويرې رامنځته کولو له امله ۱۰پرايويټ سکولونه بند کړل. [بابر بن عطا / ټویټر]

دا مواد ادعا کوي چې "په پيښور کې د اپريل په ۲۲ مه د واکسين ورکولو په کمپاين کې د پوليو څاڅکو څښلو نه وروسته زيات ماشومان مړه شوي او په زرګونو کسان بې هوشه شوي دي."

هغه په يوې مرکه کې وويل، دې افواه په زرګونو والدينو کې ويره رامنځته کړه چې په پایله کې د واکسين د نه ورکولو کچه لوړه شوه او په يوه مياشت کې دننه په هيواد کې د پوليو درې کارکوونکي ووژل شول."

هغه زياته کړه، د پاکستان مخابراتي اداره د ټولنيزو رسنيو په مختلفو فليټ فارمونو باندې د واکسین ضد موادو په معلومولو کې او د دې په اړه په راپور ورکولو کې مرسته کوي.

بې بنياده افواه ګاني ويره رامنځته کوي

راډيو آزادي راپور ورکړو چې دا ګډوډي د هغه افواهګانو سره پيل شوه چې ماشومان د پوليو واکسين څښلو نه وروسته ناروغه کيږي. په جوماتونو کې عالمانو بیا د لوډ اسپیکر له لارې والدينو ته خبرداری ورکړو چې روغتيايي کارکوونکي د واکسين ورکولو نه منع کړي.

وارخطا والدينو خپل ماشومان روغتونونو او روغتیايي کلینیکونو ته ورسول، او د خلکو يو هجوم د پیښور نه بهر يو کلینیک ته اور ولګولو.

د روغتیايي چارواکو په وینا، یوازې هغه ۲۵،۰۰۰ ماشومان روغتونونو ته واستول شول چې قی یې کولو او په معده یې درد و. د چا د مرګ په اړه څه راپور نه دی ورکړل شوی.

ډاکټران چې د پوليو ضد کمپاين کې ښکیل ول وضاحت وکړو چې ولې ځینې ماشومان د واکسین څښلو نه ورسته ناروغه شول.

ډاکټر اکرم شاه، چې د واکسين ورکولو په اړه د خیبرپښتونخوا د پراخه پروګرام ډايريکټر دی، راډيو آزادي ته وويل، "موږ په دې کې ویټامن ای شامل کړو چې دا د معافیت سیسټم پیاوړی کوي او د واکسين په ښه کولو کې مرسته کوي."

ډاکټر شبير احمد، چې د صوبايي روغتيا رياست د پوليو ضد کمپاين کوآرډينيټر دی، وویل، که چیرې په خالي خيټه دا واکيسن ورکړل شي، نو ویټامن اې قی او د معدې درد رامنځته کولی شي.

پاکستان د غلطو معلوماتو د کمولو لپاره په 'بشپړه توګه ژمن' دی

د یونیسف خیبر پختونخواه (کی پي) ویاندې، شاداب یونس، وویل، "پاکستان تر اوسه پورې د ۵۱۰ لینکونو د بلاک کولو او لرې کولو غوښتنه کړې چې ۲۷۸ په کې بند شوي دي." "د پاتې لينکونو په لرې کولو باندې کار روان دی."

هغې وويل، چارواکو د فېسبوک څخه وغوښتل چې ۲۷۰ اکاونټونه لرې کړي، تر اوسه پورې يې ۲۲۷ بند کړي دي. ټویټر په ۱۳۵ لينکونو کې ۱۵ بلاک کړي دي. يوټيوب ۳۶ لينکونه بلاک کړي دي، او د ۵۴ نورو بندولو لپاره پروسه روانه ده.

هغې وویل چې په ډيلي موشن او بلاګ سپاټ باندې د ۱۰ لینکونو د بندولو لپاره غوښتنه شوې ده او د هغوی لخوا د اقدام کولو په انتظار يو.

یونس وویل، "مبارزه روانه ده او تر هغه وخته پورې به دوام ومومي تر څو چې په ټولنيزو رسنيو باندېد پوليو واکسین پر ضد د کرکې مواد لرې شوي نه وي."

بابر بن عطا، چې د پولیو د له منځه وړلو لپاره د وزير اعظم عمران خان فوکل پرسن دی، وویل، د پیښور پيښه په ټول هیواد کې د پوليو واکسین پر ضد ټولنیز مقاومت رامنځته کړو.

عطا ټويټ وکړو، هغه او د نړۍ د روغتیایی سازمان ډايريکټرانو او یونیسف د فېسبوک د نړیوال تنظیمولو او د موادو مديريت ټیم سره يو پراخه او ګټور ویډیو کانفرنس وکړو.

هغه د می په ۸ مه ټويټ وکړو، فېسبوک "د خپلو قوانينو د پالیسۍ لارښوونو سره سم د پروپيګنډې مواد، د فيجونو په شمول، د لرې کولو لپاره چمتو دی."

عرب نيوز د می په ۹ مه وويل، فېسبوک وویل چې دا په "بشپړه توګه ژمن" دی چې د پوليو ضد کمپاین په اړه غلط معلومات کم کړي ځکه چې پاکستان د دې ناروغۍ د ختمولو لپاره پريکنده هڅې کوي.

د فېسبوک وياند عرب نيوز ته وويل، "موږ په بشپړه توګه په پاکستان کې د خپلې ټولنې د خونديتوب په اړه ژمن يو او په خپل فليټ فارم باندې د واکسين په اړه د غلطو معلاماتو خلاف ډېر په جدي توګه اقدامات کوو."

د پولیو په وړاندې د ماشومانو ساتنه

په عین وخت کې، د خیبر پښتونخواه د پرايويټ سکولونو د تنظیمولو ادارې د می په ۲۸ مه د ګڼ شمير سکولونو په وړاندې اقدام وکړو چې پروپيګنډه يې خپره کړې وه او په دروغه يې ادعا کړې وه چې د پوليو واکسین ترلاسه کولو وروسته طالب علمان بې هوشه شول.

چارواکو د خیبر پښتونخواه چيف سيکريټري محمد سلیم خان په هدایاتو ۱۰ سکولونه بند کړي دي.

احتشام حليم، چې په پيښور کې د کوچني سوداګرو او صنایعو د خونې پخوانې صدر دی، وویل، دا ډول تدابیر خورا اړين دي.

هغه په يوې مرکه کې وويل، "زما د کورنۍ غړي او ملګري ډیر زيات د واکسين کولو په اړه اندیښنه څرګندوي او د جعلي ویډیو او خبرونو، چې په پيښور کې ګڼ شمير کسان مړه شوي دي، د خپريدو وروسته وار خطا دي."

هغه وويل، "که موږ غواړو چې د دې ناروغۍ نه پاکستان پاک کړو او د دې ناروغۍ څخه، چې معذوري رامنځته کوي، خپل ماشومان وژغورو، نو موږ بايد سخت ګامونه پورته کړو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500