تروريزم

په سوریه کې د داعش له منځه وړلو دوه میاشتې وروسته خطرونه شتون لري

ای ايف پي او پاکستان فارورډ

داعش د می په ۲۳ مه په ټيلي ګرام باندې د خپلو جنګیالیو دا انځور خپور کړو. [فايل]

داعش د می په ۲۳ مه په ټيلي ګرام باندې د خپلو جنګیالیو دا انځور خپور کړو. [فايل]

پټنځايونه، جيلونه د افراطيانو نه ډک دي، کيمپونه د هغوی د میرمنو او ماشومانو نه ډک دي -- خو په سوریه کې د داعش له منځه وړلو دوه میاشتې وروسته خطرونه شتون لري.

د متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندې نړیوال ایتلافي ځواکونو د دغه وسله وال ګروپ په وړاندې تقريباََ د پنځو کالو د جګړې وروسته د مارچ په ۲۳ مه د داعش د تش په نامه "خلافت" د له منځه وړلو اعلان وکړو.

د فزیکي سيمې له منځه وړلو جګړې یو اوږد فصل بند کړو، خو د سوریې دیموکراتیک ځواکونو (ايس ډي ايف) او د ایتلافي ځواکونو، چې د دوی ملاتړ کوي، خبرداری ورکړو چې جګړه لا روانه ده.

ټور همنګ، چې د اټلي په فلورنس کې په اروپایي پوهنتون انسټیتیوت کې د افراطي غورځنګونو یو سکالر دی، وویل، داعش اوس هم توان لري چې په هفته کې په منظمه توګه بریدونه ترسره کړي."

داعش د اپرېل په ۴ مه د خپلو جنګياليو دا انځور ورسته له هغې په ټيلي ګرام باندې خپور کړو کله چې دې د سوریې په حمص کې د بريد ادعا وکړه. [فايل]

داعش د اپرېل په ۴ مه د خپلو جنګياليو دا انځور ورسته له هغې په ټيلي ګرام باندې خپور کړو کله چې دې د سوریې په حمص کې د بريد ادعا وکړه. [فايل]

حتی د باغور په کلي کې د سیمې وروستۍ برخې له لاسه ورکولو وروسته، افراطیان د سوریې په لویو دشتو او د هيواد په نورو پټ ځایونو کې شتون لري.

دوی افغانستان، پاکستان او هند ته هم د هغه ځايونو په توګه ګوري چيرته چې دوی بيا منظم کيدی شي.

د ملګرو ملتونو وروستي راپور وويل چې داعش په افغانستان کې د ۲۵۰۰ نه تر ۴۰۰۰ پورې غړي لري.

د می په مياشت کې، داعش د "پاکستان صوبې" جوړېدلو اعلان وکړو او ادعا يې وکړه چې د دې د "هند صوبې" څانګې د هند تر کنټرول لاندې سيمه کې په هندي پوځونو بريد کړی وو.

'لاملونه'

نيکولس هيرس، چې د متحده ایالاتو د نوي امنیت لپاره په مرکز کې شنونکی دی، خبرداری ورکړو چې داعش اوس هم په "محلي ملاتړي شبکو" باندې د پام وړ واک لري.

هغه وويل، "د داعش د ستراتیژۍ یوه ستره برخه دا ده چې دا په ختيځ سوريه او لويديځ عراق کې د محلي قومونو سره په دوامداره توګه قوي اړيکې لري."

لکه څنګه چې رژیم او د متحده ایالاتو ملاتړي ځواکونه دواړه غواړي چې د داعش پټنځايونه په نښه کړي، د کردستان چارواکي په شمال ختیځ سوريه کې د يو بل ستر چيلنج سره مخامخ دي.

په زرګونو افراطي جنګیالي -- د سلګونو بهرنیانو په شمول -- اوس هم د کردستان په زندانونو کې ساتل کیږي، په داسې حال کې چې د دوی خپلوان د بی ځایه شویو کسانو لپاره په کيمپونو کې، چې د حد نه زيات کسان لري، د ستونزو سره مخ دي.

د دوی شمیر د نیم خودمختاره کردستان انتظاميې لپاره يوه لويه ستونزه رامنځته کړې ده، کوم چې اوس غواړي چې شکمن افراطيان محاکمه کړي.

د ۲۰۱۴ کال راهیسې، د داعش په جنګیاليو باندې د سر پرې کولو، د ډله ایزو اعدامونو، جنسي تیریو، تښتولو او د نسل کشۍ تورونه لګول شوې دي.

په دوی باندې تور لګول شوې چې دوی هغه ښځې وژني کوم چې د زنا په تور شکمن وي او هغه کسان د لوړو ودانو د چهتونو نه په غورځولو مجبوره کوي کوم چې په هم جنسۍ کې ښکيل وي.

د شنونکو له مخې، په داسې حال کې چې ډیر افراطيان اوس په توقیف کې دي، دوی اوس هم یو ګواښ دی.

سوفان مرکز د اپريل په ۱۲ مه په يو خپور شوي راپور کې وويل، "دا د توقيف مرکزونه د بنسټپالنې لپاره مرکزونه جوړيږي."

دغه سازمان چې په امنیتي تجزيو کې مهارت لري وویل، "يو لوی دا خطر هم شتون لري چې داعش به د جيل د ماتولو لپاره هڅې وکړي."

همنګ وويل، "نه سوریه او نه عراق سرچینې یا سیاسي ثبات لري چې د دومره زياتو بندیانو شمیر په مناسبه توګه سمبال کړي."

'د راتلونکي ترهګر'؟

د کردستان چارواکي په نړیواله ټولنه غږ کوي چې د زيات امنیت توقیف ځایونو په جوړولو او ساتلو کې ورسره مرسته وکړي، وروسته له دې چې ډیرو لویدیځ هیوادونو د خپلو اتباعو بیرته اخيستلو نه انکار وکړو.

په هرحال، یو شمېر هیوادونو په دې وروستیو کې په سلګونو وګړي بیرته خپلو هيوادونو ته راستانه کړي دي.

چارواکو وويل، د کردستان چارواکو د سوریې په شمال ختیځ کې د چهارشنبې په ورځ (د می په ۲۹ مه) ۱۴۸ ازبک ښځې او ماشومان، چې د داعش سره يې تړاو لرلو، د راستنیدنې لپاره ازبک سفارتکارانو ته وسپارل، چې له ۳۰۰ څخه زیات نور ازبکان به خپل هيواد ته واستول شي.

قزاقستان د می په ۱۰ مه خپل ۲۳۱ وګړي، چې زياتره په کې ماشومان ول، د سوريې نه وويستل وروسته له دې چې دوی سفر کړې وو او یا هغوی د داعش سره د یوځای کيدو لپاره بوتللې شوي ول.

د دې ايستلو نه وروسته، د جنورۍ په میاشت کې ورته کار ترسره شو چې د قزاقستان ۴۷ وګړي بیرته هیواد ته راستانه شول، چې ځینې په کې وروسته د افراطیت اړوند جرمونو له کبله ونیول شول.

د سوریې کردان هم د بې ځایه شویو کسانو د کيمپونو لپاره د زیاتې مرستې غوښتنه کوي، چیرته چې د داعش په وړاندې د جګړې نه د تښتيدلو وروسته په لسګونو زره خلک ديره شوي دي.

دا کيمپونه ۱۲،۰۰۰ بهرنيان -- ۴،۰۰۰ ښځې او ۸،۰۰۰ ماشومان -- لري چې د څارنې لاندې ساتل کیږي.

په دغو کيمپونو کې ترټولو لوی، ال هول، دی چې د ۷۳،۰۰۰ نه زيات خلک لري، چې د دې حالات د زياتو خلکو د راتلو سره مخ په خرابيدو دي.

د نړیوالې ژغورنې کمیټۍ په کيمپ کې په ماشومانو کې د سخت خوراک کمي، نمونيا او په بدن کې د اوبو د کمي په اړه راپور ورکړی دی.

ملګري ملتونه وایي چې د دسمبر د مياشتې راهيسې د پنځو کالون نه د کم عمر ۲۱۱ ماشومان آل هول ته په لاره کې او يا د رارسيدو نه لږ وروسته مړه شوي دي.

سوفان مرکز خبرداری ورکړو چې بشري بحران د استخدام د وسیلې په توګه کارول کیدې شي.

دې وويل، د داعش "جنګیالي هڅه کوي چې په دې کيمپونو کې د خلکو د ستونزو نه ګټه پورته کړي چې خپل سازمان بیا منظم کړي."

د سوريې د کردانو د بهرنيو چارو يو چارواکي، عبدالکريم عمر، د بهرنيو جنګياليانو د ماشومانو په اړه وويل، که چيرې دا ماشومان خپلو هيوادونو ته ونه ليږدول شول، هغوی ته تعليم ور نه کړی شو او په ټولنه کې يوځای نه شول، نو دوی به په راتلونکې کې ترهګر جوړ شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500