پيښور -- پاکستانيانو د پاکستان په ټولو برخو کې د وړوکي اختر لپاره سودا اخيستل پيل کړي دي، په داسې حال کې چې د خيبر پښتونخواه اوسيدونکو او کتونکو د روايتي چپلو دوکانونو ته مخه کړې.
سعادت مير، چې په پېښور کې په نمک منډۍ بازار کې د پيزارو د دوکان خاوند دی، وویل، "کله چې د روژې میاشت نيمايۍ ته ورسيږي، پیرودونکي د چپلو دوکانونو ته ځي."
هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "دا پيزار خورا مشهور دي، په مختلفو رنګونو او ډیزاینونو کې شتون لري، او د دې بیه د ۱۶۰۰ نه تر ۶،۰۰۰ ( د ۱۱ نه ۴۰ آمريکايي ډالرو) پورې وي."
په تیرو کلونو کې، مخکې له دې چې امنیتي ځواکونو په سیمه کې وسله والو ته په کاميابۍ سره ماته ورکړه، د اختر لپاره سوله ایز چمتوالی ممکن نه وو.
تمه کیږي چې وړوکی اختر به په پاکستان کې د جون په ۵ مه وي.