دین

طالبان د پاک افغان سرحد دواړو غاړو ته مقدس زيارتونه په نښه کوي

د سليمان لخوا

په دې بې نېټې انځور کې، د غزني ښار په لمنو کې د شمس العارفین زیارت پاتې شونې لیدل کیږي. طالبانو دا زيارت د اپريل په ۱۸ مه تباه کړو. [د غزني د ګورنر د رسنیو دفتر]

په دې بې نېټې انځور کې، د غزني ښار په لمنو کې د شمس العارفین زیارت پاتې شونې لیدل کیږي. طالبانو دا زيارت د اپريل په ۱۸ مه تباه کړو. [د غزني د ګورنر د رسنیو دفتر]

کابل -- د طالبانو له خوا د کلتوري ميراث سره نفرت يوازي د پاکستان پورې محدود نه دی، بلکې په افغانستان کې هم شتون لري، چیرته چې دې ډلې په دې وروستیو کې په سیمه کې ترټولو مهم تاریخي او کلتوري ځايونه له منځه ویوړل.

په افغانستان کې د غزني صوبې د ګورنر رسمي ویاند محمد عارف نوري سلام ټایمز ته وویل، "طالبانو د می په ۱ د چاودېدونکو توکو په واسطه يو زيارت، چې څو سوه کاله زوړ زیارت دی، تباه کړو."

نوري وویل، دا په غزني کې څلورم زیارت دی چې طالبانو په تېر کال کې تباه کړی دی.

هغه وویل، "دغه زیارت د شمس العارفین په نامه یادېدو او د غزني ښار په لمنو کې پروت وو... چې هره ورځ به ورته د هېواد د مختلفو برخو نه خلک راتلل."

"دا زیارت په غزني صوبه کې په تاریخي او کلتوري ځایونو کې ګڼل کېدو، خو طالب جنګیالیو د چاودېدونکو توکو په وسيله ویجاړ کړو."

هغه وویل، "شمس العارفین، چې په ۶۰۱ هجري (۱۲۰۴ میلادي) کال کې مړ شوی وو، د تصوف د لویو عالمانو له ډلې څخه یو وو او په ټولنه کې یې ډېر احترام کېدو."

ارش شاهير پور، چې په کابل کې یو سیاسي شنونکی دی، وویل، طالبان هغه ميراث د سیمې او خارجي استخباراتي ادارو په حکم تباه کوي چې هغه د افغانستان د تمدن او کلتور استازيتوب کوي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، "زیارتونه په اسلامي او افغاني کلتور او زمونږ په عقیده کې یو ځانګړی ځای لري."

هغه وویل، "سیمه ايز هېوادونه د افغانستان دښمنان دي... او هغوی نه غواړي چې زمونږ هېواد دې خپل کلتوري او تاریخي میراث خوندي وساتي." هغه زياته کړه، "طالبان د سیمې د بهرنیو استخباراتي ادارو نه امرونه ترلاسه کوي چې زمونږ کلتوري میراث او تاریخي اثار تباه کړي."

په يو وروستي مثال کې چې طالبان په دوامداره توګه په پاکستان کې څه کوي، د طالبانو يو ځانمرګي بريدګر د می په ۸ مه د لاهور داتا دربار مزار، چې په جنوبي آسیا کې په صوفي مزارونو کې ترټولو لوی مزار دی، په نښه کړو.

د اسلامي فرهنګ سپکاوی

د عالمانو له مخي، هېڅ يو شرعي حکم د اسلامي زیارتونو او قبرونو د ویجاړولو اجازه نه ورکوي او دیني عالمان دغه ډول ویجاړول یو غیراسلامي عمل ګني.

په کابل کې یو دیني عالم او د يونيورسټۍ ليکچرار محمد سالم حسني سلام ټایمز ته وویل، "طالبانو د اسلام غلط وضاحت کړی دی."

هغه وویل، "دوی فکر کوي چې زیارتونه او تاريخي آثار غیر اسلامي دي، خو د طالبانو دا تصور مکمل غلط دی." "زیارتونه، مقدس ځایونه او تاريخي آثار غیر اسلامي نه دي ځکه چې دا زمونږ د هېواد د کلتور، تمدن او پخواني تاریخ استازيتوب کوي."

حسني وویل، "په اسلام کې د اسلامي زیارتونو او قبرونو، عبادت ځایونو او کلتوري میراثونو ویجاړول منع دي."

فرهاد هاشمي، چې په کابل کې د مدني ټولنې یو فعال دی، وویل، د طالبانو کارونه لا نور دا ثابته وي چې دا وسله واله ډله د اسلام سره دښمني لري.

هغه سلام ټایمز ته وویل، "په زیارتونو کې مشهور افغان او مسلمان کسان ښخ شوي دي."

هغه وویل، "ټول زیارتونه -- او په ځانګړې توګه هغه چې په غزني صوبه کې دي -- د اسلامي کلتور او تمدن يوه برخه ده." هغه زياته کړه، "طالبان نه یوازې د اسلامي کلتور او تمدن، بلکې همدارنګه د افغانستان د کلتوري او تاریخي میراث دښمنان دي."

فريد جامي، ۲۳ کلن، چې د کابل اوسېدونکی دی او په کابل يونيورسټۍ کې د شريعه ډپارټمنټ طالب علم دی، وويل، "زیارتونه د مسلمانانو لپاره مقدس ځایونه دي. "زمونږ خلک د زیارتونو لپاره ځانګړی درناوی لري او هغوی دغو ځایونو ته تلل او دغه ځايونه ساتل خپل انساني او اسلامي مسؤلیت ګڼي."

جامي سلام ټایمز ته وویل، "خو طالبانو، چې ادعا کوي چې مسلمانان دي، زیارتونه او جوماتونه تباه کړل."

هغه وویل، "دا د نه بخښلو وړ جرم دی." هغه زياته کړه چې دا د مذهبي ځايونو او اسلامي کلتور لپاره تر ټولو ناوړه بې احترامي په ګوته کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500