بشري حقونه

پاکستان د چینایي ډلو لخوا د ښځو د قاچاق په وړاندې مبارزه وکړه

د ضياء الرحمان لخوا

د کراچۍ عيسايڼې ښځې د اپرېل په ۱۵ مه په قيوم آباد سیمه کې په یوې کلیسا کې په غونډه کې ګډون کوي. عیسایان د چینایي ډلو لخوا د "ښځو د قاچاق" اصلي هدف دی. [ضیاء الرحمان]

د کراچۍ عيسايڼې ښځې د اپرېل په ۱۵ مه په قيوم آباد سیمه کې په یوې کلیسا کې په غونډه کې ګډون کوي. عیسایان د چینایي ډلو لخوا د "ښځو د قاچاق" اصلي هدف دی. [ضیاء الرحمان]

کراچۍ -- پاکستان د هغه چینايي ډلو په وړاندې مبارزه کوي کوم چې د ځوانو ښځو په قاچاق کې ښکيل دي او بې وزلې ښځې او د هغوی کورنۍ په نښه کوي او د هغوی سره د پولې هاخوا د زیات سوکاله ژوند جعلي ژمنې کوي.

د ښځو قاچاق ته پام وروسته له هغې وشو کله چې ای آر وايي تیره میاشت د تحقيقاتو يو راپور خپور کړو چې په هغې کې یې په لاهور کې د ودونو په يو غير قانوني مرکز کې د چینایي کسانو او ښځينه پاکستانيانو -- د دوو تنکي ښځو په ګډون -- ګڼ شمير انځورونه خپاره کړل.

ای آر وايي راپور ورکړو، د دغو ښځو او جينکو کورنیو ۴۰۰،۰۰۰ روپۍ (۲،۷۶۰ آمريکايي ډالره) ترلاسه کړې او د کورنۍ د يو غړي لپاره د ويزې نه علاوه په راتلونکي کې د هغوی سره د میاشتې د ۴۰،۰۰۰ روپو (۲۷۶ آمريکايي ډالره) ژمنه شوې وه.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د ودونو ګڼ شمير غير قانوني مرکزونه، چې چینايي ډلې يې چلوي، په پنجاب کې فعال دي او په ځانګړې توګه د عیسايانو په ټولنه باندې تمرکز کوي.

دوی په پنجاب صوبه کې بینرونه نصب کړي چې وايي چې "مستحق، بېوزلې او ښه کورنۍ د چین لپاره په چټکۍ سره پکار دي" او "چینایي کورنۍ به ټول لګښتونه برداشت کړي."

ايوب جان، چې په فیصل اباد کې يو پادري دی، وويل، "زياتره پاکستاني عیسایان بې سواده او په اقتصادي توګه خورا کمزوري دي، او له دې امله دوی په اسانۍ سره تیروزي." "دوی چې یو ځل چین ته لاړ شي، نو جينکۍ -- چې زياتره د هغوی د ارادې خلاف واده شوې وي -- په لرې پرتو کلیوالي سیمو کې مشيت وي، چې د ناوړه چلند سره مخامخ وي او د خبرو اترو توان نه لري."

په ټول هیواد کې کلیساګانو د پوهاوي کمپاین پیل کړی چې د چینایي ډلو لخوا د غیرقانوني ودونو مرکزونو په اړه د عيسايانو ټولنې ته خبرداری ورکړي.

جان وويل، د بې وزلو جينکو ژوند ژغورلو لپاره مبارزې ته ضروت دی کوم چې په اسانۍ سره د يو سوکاله ژوند ژمنې سره دهوکه کيږي خو په حقيقت کې هغوی دهوکه شي او چين ته قاچاق شي."

مبارزه راونه ده

د وفاق د تحقیقاتو ادارې (ايف آی ای) د دغو ډلو په وړاندې مبارزه کوي او د يو درجن نه زيات چینایي وګړي او ځایي کسان يې نيولي دي چې د ښځو په قاچاق کې د ښکیلتیا په تور تورن دي.

د ايف آی ای د بشري ضد قاچاق وړونکي مرکز په یو بیان کې وویل چې د می په لومړۍ نيټه په فیصل آباد کې د ودونو په مراسمو باندې یې چهاپه ووهله او د یوې ډلې غړي یې ونیول، چې په دوی کې يو چينايي زوم، چې د چانګ په نام پيژندل شوې وو، شامل وو.

د می په ۷ مه، ايف آی ای په لاهور کې ۱۰ چینایي وګړي د دريو شکمن ځايي ملګرو په ګډون ونيول. درې نور چینايي وګړي او څلور ځايي خلک د درغلۍ، جعل سازۍ او انساني قاچاق په تور په اسلام آباد او راولپنډۍ کې په مختلفو بریدونو کې ونيول شول.

بیا د می په ۱۰ مه، ايف آی ای ۱۱ چینایي وګړي په لاهور کې يو عدالت ته د جعلي ودونو په بهانه د پاکستاني میرمنو د قاچاق په تور واستول.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ډاکټر محمد فیصل، د می په ۱۲ مه په یو بیان کې وویل، "د بهرنیو چارو وزارت او په چین کې د پاکستان ماموریت د دې وضعیت په کلکه څارنه کوي او د هغه پاکستاني اتباعو سره هره ممکنه مرسته کوي چې د دې مسله په اړه شکایتونه لري."

د چینایي ډلو په اړه اندیښنې

د چینایي وګړو لخوا د جينکو د قاچاق او د چینایي ډلو لخوا د ترسره شوي نورو جرمونو په اړه اندیښنې رامنځته شوې.

پاکستاني چارواکو وروسته له هغې خبرداری ورکړی چې د چینایي جرایمو يوه شبکه په هيواد کې د صرافی خپلچاری مشینان (ای ټي ايمز) لوټ کوي کله چې په کراچۍ کې چینایي وګړي د دغه مشينانو نه په غلا کولو ونيول شول.

د ای ټي ايمز په لوټ کولو کې هغه پټ برقي وسايل، چې د مشين سره لګيدلې وي، کارول کيږي چې د کارډ نه شخصي معلومات ترلاسه کوي.

د کراچۍ پولیسو د جنورۍ په ۱۳ مه,۲۰۱۸ په ډيفنس سیمه کې درې چینایي وګړي ونیول او ۲.۳ ميليونه روپۍ (۱۵،۹۰۰ آمريکايي ډالره) يې د هغوی نه ترلاسه کړې. د ډلې دوه نور تورن کسان وتښتيدل.

د جنورۍ په ۱۰ مه،۲۰۱۸ د کراچۍ پولیسو دوه چینایي سړي ونیول، چې د يو ځايي بينک په ای ټي ايم کې یې د سکیمرونو د نصبولو هڅه کوله.

په کراچی کې یو بينکر، ظهير الدین، وویل، حکومت باید په پاکستان کې د چینايي مجرمانو د فعالیتونو په اړه محتاط واوسي.

ظهير الدین وويل، "د چینایي جنايتکارانو نیول چې د ای ټي ايم په غلا کې ښکیل دي هغو کسانو ته يوه صدمه وروسوله کوم چې ډيبيټ او کریډیټ کارډونه کاروي، او اوس د ښځو د قاچاق مسله راپورته شوې ده."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

چینیانو چې زموږ د ادارو په ښه مرسته کومې ظالمانه لوبې وکړې، هغه ډيره مهمه ده چې يې وپيژنو او د ټولو احتساب وکړو.

ځواب