روغتیا

په سند کې د ايچ آی وي وایرس رامنځته کيدو له کبله د نا اهله ډاکټرانو په وړاندې مبارزه پيل شوه

د ضياء الرحمان لخوا

یو ډاکټر د می په ۱۴ مه د لاړکانې ضلعي په راټوډيرو سیمه کې د ناروغانو معاینه کوي. [ضیاء الرحمان]

یو ډاکټر د می په ۱۴ مه د لاړکانې ضلعي په راټوډيرو سیمه کې د ناروغانو معاینه کوي. [ضیاء الرحمان]

کراچۍ -- پاکستاني چارواکي زياتې هلې ځلې کوي چې په دې وروستيو کې د سند صوبې په لاړکانه ضلع کې د انسان د معافیتي وایرس (ایچ آی وي) د رامنځته کيدو په وړاندې مبارزه وکړي.

په لاړکانه ضلع کې په راټوډيرو کې د اپریل په ۲۴ مه د لسګونو ماشومانو د دغه وایرس ټسټونه مثبت راغلل.

عامه روغتیا په پاکستان کې یوه حساسه مسله ده، چې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ورسره د مقاومت کوشش کوي څو د پوليو واکسين ورکوونکي ووژني او نورو نړیوالو روغتیایي هڅو ته زیان ورسوي.

په راټو ډيرو کې د ايچ آی وي د ناروغۍ د رامنځته کيدو په ځواب کې، چارواکي او نړیوال روغتیایی ادارې په شریکه کار کوي چې د خلکو په ځانګړي توګه د ماشومانو معاينې ترسره کړي، او د هغه نا اهله ډاکټرانو او همداراز د غیر قانوني وینې مرکزونو او ليبارټرو په وړاندې مبارزه کوي چې د دې ناروغۍ په خپریدو کې لاس لري.

د لاړکانه ضلعې اوسیدونکي او د مدني ټولنې فعالین د می په ۱۱ مه د ايچ آی وي په اړه د پوهاوي په هغه کيمپ کې ګډون کوي چې پولیسو يې انتظام کړی وو. [ضیاء الرحمان]

د لاړکانه ضلعې اوسیدونکي او د مدني ټولنې فعالین د می په ۱۱ مه د ايچ آی وي په اړه د پوهاوي په هغه کيمپ کې ګډون کوي چې پولیسو يې انتظام کړی وو. [ضیاء الرحمان]

د می په ۱۱ مه، ډاکټرانو د ۲۵ م اپریل راهیسې په راټو ډيرو کې د ۷،۵۰۰ نه زیاتو اوسیدونکو معاينه کړې ده.

ډاکټر سيکندر ميمن، چې په سند کې د ایډز د کنټرول پروګرام يو چارواکی دی، پاکستان فارورډ ته وويل، د ۲۵ اپريل راهيسې، په راټو ډيرو او د لاړکانې په نورو ښارونو کې د ۳۳۷ کسانو د ایچ آیي و ي ټسټونه، د ۲۷۰ ماشومانو په ګډون، مثبت راغلي دي.

میمن زیاته کړه، د صوبې په نورو برخو کې د دغه ناروغیو د راپورته کيدو راپورونه دروغ دي.

ای ايف پي راپور ورکړو چې ډاکټرانو د اوږدې مودې راهيسې دا ګڼله چې پاکستان هغه هيواد دی چيرته چې د ايچ آی وي پیښې کمې وې، خو دا وايرس په خطرناکه کچه خپريږي، په ځانګړې توګه په هغه کسانو کې چې د رګ په واسطه نشه کاروي او يا جنسي کارمندان وي.

د ملګرو ملتونو له مخې، په ۲۰۱۷ کال کې یوازې د ۲۰،۰۰۰ ايچ آی وي د نويو کيسونو سره، پاکستان په آسیا کې دويم هيواد دی چيرته چې د ايچ آی وي کچه په چټکۍ سره وده کوي.

د نا اهله ډاکټرانو سره مبارزه

چارواکي وايي، د نا اهله ډاکټرانو لخوا د سيرنجونه بیا کارول په لاړکانه ضلع کې په دې وروستيو کې د دغه بيمارۍ د رامنځته کيدو تر شا اصلي لامل دی.

پولیسو د می په ۳ مه سیمه ایز ډاکټراند ناروغانو لپاره د ککړ شوي سرنجونو کارولو په تور ونیول.

د لاړکانه کمیشنر سلیم رضا وویل، چارواکي د نا اهله ډاکټرانو، د وینې غیر قانوني مرکزونو او ليبارټرو په وړاندې ګامونه پورته کوي.

د دغه مبارزې د یوې برخې په توګه، پولیسو په لاړکانه کې لږترلږه ۱۷ نا اهله ډاکټران نیولي او له ۷۰ څخه زيات کلینیکونه يې تړلي دي.

د سند اسمبلۍ په جنوری ۲۰۱۱ کال کې په متفقه توګه یوه مسوده منظوره کړه او په صوبه کې يې سرنجونه کارول او خرڅول ناقابل ضمانت جرم وګرځولو او د دوو کالو پورې يې د دې لپاره د قيد سزا تصويب کړه.

څارونکي وايي بیا هم، د قانون د پلي کولو کمی دی، په ځانګړې توګه د صوبې په بې وزلو کلیوالو سیمو کې.

زاهد فاروق، چې په کراچۍ کې د ښاري منابعو مرکز، چې په کراچۍ کې د مدني حقونو يوه خپلواکه موسسه ده، چارواکی دی، وويل، "د ډسپوزیبل سرنجونو بیا کارول د ښارونو په بې وزله سیمو او د پاکستان په کلیواليو سیمو کې خورا عام دی."

فاروق پاکستان فارورډ ته وویل، "يو ډاکټر يو سرنج د ضايع کولو نه مخکې تر هغه وخته پورې د ګڼ شمير مريضانو لپاره څو ځله کاروي کله چې د سرنج ستن پسه شي او ناروغان د غیر معمولي درد شکایت کوي."

ایډز کنټرولول

د سند حکومت د دې مسلې سره د مبارزې لپاره د سند د ايډز کنټرول لپاره ۳۴ ملیونه روپۍ (۲۳۰،۰۰۰ آمريکايي ډالره) د بیړني فنډونو په توګه جاري کړي دي.

د ايډز کنټرول ملي پروګرام، چې د حکومت يوه مرکزي اداره ده، د ايډز د ټسټونو لپاره د ۳،۰۰۰ کټونو د برابرولو له لارې د صوبايي چارواکو سره هم مرسته کوي.

فريال تالپور، چې د پارلمان غړي ده او د دغه سيمې نه منتخب شوي ده، پاکستان فارورډ ته وويل، صوبايي حکومت د بيړني حالت په توګه له دې حالاتو سره مقابله کوي او زياته يې کړه چې رسنۍ بايد ځايي خلک وهڅوي چې طبي مشوره ترلاسه کړي.

د تالپور له مخې، صوبايي حکومت ښځینه روغتیایی کارکوونکو ته دنده سپارلې ده چې د ايچ آی وي او درملنې په اړه په کورنيو کې پوهاوي رامنځته کړي.

هغې وويل، پوليسو او د مدني ټولنې ډلو د اوسيدونکو لپاره د ايچ آی وي په اړه د پوهاوي غونډې جوړې کړې دي.

په عين حال کې، ملګري ملتونه په پاکستان کې د وفاقي او صوبايي حکومتونو سره نږدې کار کوي.

نيل بوهني، چې په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د استوګنې او بشري همغږۍ منتظم دی، په يو بيان کې وويل، "موږ په پاکستان کې د روغتیا سیسټم په پياوړي کولو کې د ملاتړ لپاره چمتو یو چې د داسې ناوړه پيښو د راپورته کيدو سره مقابله وکړو او مخه يې ونيسو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا څومره د شرم خبره ده چې بلاول زرداري وویل چې ایچ آیي وي یوه خطرناکه ناروغي نه ده. هغه دا هم وويل چې ايچ آی وي د مرګ سزا نه ده. ډيره د افسوس خبره ده د يو تعليم يافته کس لپاره

ځواب